1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيتایوان

تایوان ته نیږدې له ۳۰ ډیرې چینایي جنګي الوتکې لیدل شوي

۱۴۰۲ بهمن ۷, شنبه

د تایوان له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې په ۲۴ ساعتونو کې دننه د دغه هیواد ساحل ته نیږدې د چین ۳۳ جنګي الوتکې لیدل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4bjvN
China Luftmanöver Taiwan
انځور: Gong Yulong/Xinhua/AP Photo/picture alliance

د شنبې (د جنورۍ میاشتې ۲۷ نیټه) په ورځ په تایپي کې د تایوان د دفاع وزارت ویلي دي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د چین ۳۳ جنګي الوتکې، اووه جنګي بیړۍ او دوه چینایي بالونونه د دغه هیواد ساحل ته نږدې څارل شوي دي.

د نوموړي وزارت په حواله ۱۳ جنګي الوتکې د چین او تایوان ترمنځ له غیر رسمي سمندري پولې څخه اوښتي دي. دا د تایوان په ولسمشریزو ټاکنو کې د بیجینګ د منتقد کاندید لای چینګ-ته، بریالیتوب ته له رسیدو وروسته راهیسې د دغه ټاپو په اطرافو کې د چین له خوا خپل پوځي قدرت ته د نمایش ورکولو تر ټولو ستر عملیات دي.

تایوان: د چین دودیز درمل د نابودي له ګواښ سره مخامخ دي

بیجینګ له انتخاباتو وروسته واضحه کړې وه چې دا کار یعنې د تایوان په ولسمشریزو ټاکنو کې د لای چینګ-ته واک ته رسیدل به د چین د بیرته یوځای کیدو مخه ونه نیسي. چین زیاته کړې ده چې په دغه خپلواکمنه جزیره کې به د «بیلتون غوښتنې فعالیتونه» ونه زغمي.

چین تایوان ته د خپل یوه جلا شوي ولایت په سترګه ګوري چې په خبره یې باید بیرته له خپلې اصلي خاورې سره یوځای شي، البته که اړتیا وي د پوځي ځواک په کارونې سره چین اماده دی چې هغه د خپلې اصلی خاورې برخه وګرځوي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.خ.ح

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب