1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستتایوان

تایوان کې د رایو شمیرنه پیل شوه

۱۴۰۲ دی ۲۳, شنبه

په داسې حال کې چې د چین او تایوان ترمنځ تشنج جریان لري، د ولسمشر او نوي پارلمان د ټاکلو له پاره انتخابات وشول. یو شمیر خلکو ویلي چې یوازې په ټاکنو کې د ګډون کولو له پاره له امریکا او استرالیا څخه تايوان ته ورغلي ول.

https://p.dw.com/p/4bCne
Taiwan | Wahlen
د تایوان په ټاکنو کې د ګډون کوونکو شمیر لوړ ووانځور: Ng Han Guan/AP/picture alliance

په تایوان کې د رای ورکونې د مرکزونو له تړل کیدو وروسته د سیمه ایز وخت مطابق د مادزیګر په څلورو بجو د رایو شمیرنه پیل شوه. د لا زیات روڼتیا او شفافیت په خاطر د رایو پاڼې اتباعو ته وښودل شوې.

ویل کیږي چې پر ۱۹،۵ میلیونه د رای ورکونې شرایطو درلودونکو غږ شوی وو چې په دې سیاسي بهیر کې ګډون وکړي. یو شمیر رای ورکوونکو ویلي دي چې یوازې په ټاکنو کې د ګډون کولو له پاره یې له امریکا متحده ایالاتو او استرالیا څخه تایوان ته سفر کړی دی.

له چین سره چې د تایوان یو ځواکمن ګاونډی بلل کیږي، له تشنجه ډکې اړیکي د ټاکنیزو کمپاینونو مهمه موضوع وه. په پيکنګ کې واکمن ګوند تایوان د چین د قلمرو یوه برخه ګڼي، په داسې حال کې چې چین د هند سمندر او آرام سمندر پر دې ټاپو هیڅ کله هم حکومت نه دی کړی او تایوان د لسیزو راهیسې یو خپلواک او منتخب دیموکراتیک حکومت درلودلی دی.

د ټاکنو له په لاره اچولو مخکې داسې وړاندوېنه کیدله چې د اوسني ولسمشرې مرستیال ویلیم لای، چې د مترقي دیموکراتیک ګوند غړی دی به د دغو انتخاباتو احتمالي ګټونکی وي.

د تایوان ولسمشره تسای اینګ-ون، وروسته د دوه دورې جمهوري ریاست څخه د دریم ځل له پاره د نوماندیدو اجازه نه درلودله.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

تایوان: د چین دودیز درمل د نابودي له ګواښ سره مخامخ دي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب