1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

بریتانیا اوکراین ته اضافي توغندي او جنګي ډرون ورکوي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۵, دوشنبه

د اوکراین ولسمشر، ولوديمیر زيلنسکي وايي بریتانيا ورسره د لا ډېرو پوځي مرستو ژمنه کړې ده. په دغو مرستو کې د اضافي کروز توغندیو او اوږد واټن ویشتونکو جنګي ډرون یا بې پيلوټه الوتکو یادونه هم شوې ده.

https://p.dw.com/p/4RMdY
Großbritannien | Wolodymyr Selenskyj und Rishi Sunak
انځور: Carl Court/Getty Images

زيلنسکي د خپل اروپايي سفر په ترڅ کې دوشنبه د می ۱۵مه په بریتانيا کې د دغه هیواد له صدراعظم رشي سوناک سره وکتل. د زيلنسکي چورلکه د بریتانيا د صدراعظمۍ په ماڼۍ کې کېناسته او نوموړی د سوناک له هرکلي سره مخ شو.

دا د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسېې تر پوځي يرغل وروسته بریتانیا ته د زيلنسکي دوهم سفر دی.

د اسوشتيد پریس د رپوټ پر اساس، بريتانیا د زيلنسکي او سوناک له کتنې سره هم مهاله ژمنه کړې چې اوکراین ته په سلونو نورو توغندي او برېدکونکو ډرون ورکوي.

يو پيغام چې نن دوشنبه د زيلنسکي د تيلګرام پر رسمي پاڼه خپور شوی، راغلي دي: «نن ـ  لندن. کله چې په ځمکه او هوا کې زموږ د پياوړتیا خبره وي، بریتانيا ورته لاره هواروي. دغه همکاري به همدا نن ادامه ولري. زه به خپل ملګري ريشي سره ووينم. موږ به د یو پلاوي په چوکاټ کې له ماهیته ډک مخامخ مذاکرات ولرو.»

اړوند نور ولولئ: د آلمان ولسمشر په برلين کې زيلنسکي ته ښه راغلاست ووايه

د زيلنسکي چورلکه د بریتانيا د صدراعظمۍ په ماڼۍ کې کېناسته او نوموړی د سوناک له هرکلي سره مخ شو.
د زيلنسکي چورلکه د بریتانيا د صدراعظمۍ په ماڼۍ کې کېناسته او نوموړی د سوناک له هرکلي سره مخ شوانځور: Rishi Sunak via Twitter/Handout via REUTERS

دا د تېرو څو ورځو په جریان کې څلورم اروپايي هیواد دی چې زيلنسکي ورته سفر کوي. هغه تر دې مخکې ايټاليا او آلمان ته سفرونه درولودل چې د دې سفرونو په ترڅ کې یې د دواړو هیوادونو له رهبرانو او له پاپ فرانسیس سره وکتل.

زيلنسکي د خپل سفرونو په ادامه د يکشنبې په ماښام په یو نااعلان شوي سفر پاریس ته ولاړ تر څو د فرانسې له ولسمشر، امانويل ماکرون، سره هم وګوري. د اوکراین ولسمشر په داسې حال کې د لاډيرو مرستو د جذبولو په لټه کې دی، چې هېواد ېې د روسي ځواکونو له خوا د تصرف شوو سيمو د بېرته نيولو په مقصد پسرلني تهاجمي عملیاتو ته چې له مخکې ېې وړاندوېنه شوې، تیاری نيسي.

بريتانيا په اوکراین کې د روسي ځواکونو پر ضد جګړه کې د کيف له مهمو پوځي متحدینو څخه دی چې په دې لړ کې ېې کيف ته لنډ واټن ویشتونکي توغندي او چیلنجر جنګي ټانکونه استولي او تر څنګ ېې په خپله خاوره کې ۱۵زره اوکرايني عسکرو ته روزنې ورکړي دي.

اړوند نور ولولئ: د آلمان پولیس برلین ته د زیلنسکي سفر د افشا کیدو په اړه څېړنه کوي

د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زیلنسکي (کيڼ لور) په پاریس کې د فرانسې له ولسشمر، امانویل ماکرون سره - د می ۱۴مه ۲۰۲۳
د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زیلنسکي (کيڼ لور) په پاریس کې د فرانسې له ولسشمر، امانویل ماکرون سره - د می ۱۴مه ۲۰۲۳انځور: Michel Euler/AP Photo/picture alliance

د بريتانیا له خوا اوکراین سره د لا ډيرو پوځي مرستو دغه تازه خبره په داسې وخت کې ورکوي، چې دغه هیواد تېره اوونۍ اوکراین ته د «سټروم شېډو» ډوله کروز توغنديو چې څه د پاسه ۲۵۰ کیلومتر واټن وهلی شي، د ليږد اعلان هم کړی وو. دا به د هغو پوځي تسلیحاتو لومړنۍ جوپه وي چې کيف ېې له مودو راهیسې له خپلو متحدینو څخه غوښتنه کوله.

د صدراعظم سوناک دفتر ويلي دي چې بریتانيا به د دوشنبې په ورځ اوکراین ته هوايي دفاع د سلونو نورو توغندیو او همدارنګه د «اوږد واټن ويشتونکو جنګي ډرون» ورکړه تصدیق کړي. ويل شوي چې دغه ډرون د څه باندې ۲۰۰ کیلومتره واټن مزل وهلو وړتيا لري.

ورته نور ولولئ: امریکا اوکراین ته د نورو پوځي مرستو اعلان وکړ

سوناک ويلي دي: «دا د یرغل د یو وحشتناک جنګ پر وړاندې د اوکراین په مقاومت کې چې هغوی [اوکراين] نه انتخاب کړی او نه هم پارولی دی، یوه حیاتي شیبه ده.»

د بریتانيا صدراعظم زیاته کړې چې اوکراین د څه باندې یو کال راهیسې تر بېرحمانه او بې مورده بریدونو لاندې دی او دغه هیواد د نړېوالې ټولنې موثر ملاتړ ته اړتیا لري. سوناک ټينګار کړی او ويلي دي: «موږ نه باید هغوی ناهيلي کړو.»

(AP)mks/bs

د اوکراين د جګړې په تړاو زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ: