1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

پولیس برلین ته د زیلنسکي سفر د افشا کیدو په اړه څېړنه کوي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۵, جمعه

برلین ته د زیلنسکي د سفر خبر لا دمخه په آلماني رسنیو کې خپور شوی. سرچینه د برلین پولیس بلل شوې ده. اوس د دې شک په اړه پلټنې پیل شوې چې ایا «خیانت» شوی دی؟ د زیلنسکي سفر تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره کیږي.

https://p.dw.com/p/4QxTH
Barbara Slowik - Berlins Polizeipräsidentin
انځور: picture-alliance/dpa/C. Gateau

په آلماني رسنیو کې برلین ته د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د سفر خبر خپریدو په آلمان او اوکراین کې ناخواښۍ رامنځته کړي. آلماني رسنیو دغه خبر د چهارشنبې په ورځ د می پر ۳ مه خپور کړ او ویلي یې دي چې د دوی سرچینه د برلین پولیس ول.

اړوند مطلب: زیلنسکي وايي روسیه په نړۍ کې د اروپا ضد تر ټولو ستر قوت دی

د جرمني د یوه تلویزیوني چینل وېبپاڼې تاګزشاو، پرون په یوه راپور کې لیکلي دي چې برلین ته د اوکراین د ولسمشر سفر چې ډېر محرمانه دی، د خبر خپریدو د «خیانت» احتمال راپورته کړی او په دې اړه څېړنې پیل شوې دي.

د برلین د پولیسو یوه چارواکي تاګزشاو ته وویل، چې برلین ته د زیلنسکي د سفر په اړه د چهارشنبه په ورځ خپاره شوي معلومات د برلین د پولیسو د یوه غړي له خوا افشا شوي، په دې توګه یو پلان شوی او محرمانه سفر افشا شو.

د برلین د پولیسو د مشرې باربرا اسلوویک په وینا، په ملي او نړیواله کچه به د «رازونو د خیانت» د شک په اړه «په ټولو لورو» تحقیقات وشي. هغې زیاته کړه چې پولیسو «تر اوسه داسې اطلاعات نه دي ورکړي چې یو دولتي سفر دې له خطر سره مخامخ کړي.»

اړوند مطلب: زیلنسکي: اوکراین په کلکه ولاړ دی او هیڅکله به تسلیم نه شي

د راپورونو له مخې برلین ته د زيلنسکي احتمالي سفر د روانې مۍ میاشتې په نیمایي کې پلان شوی دی او ویل شوي دي چې احتمالا د مۍ پر ۱۳ به هغه په لومړي ځل پر اوکراین د روسیې د جګړې له پیل راهيسي برلین ته سفر وکړي.

وروسته له هغه چې د برلین یوې ځایي ورځپاڼې دا خبر خپور کړ، د برلین پولیسو د چهارشنبې په ورځ دا خبره تایید کړه او اعلان یې وکړ چې دوی به «د می پر ۱۳ او ۱۴ کې د ورته لیدنې له پاره ټول امنیتي تدابیر ونیسي» له هغه وروسته ټولو آلماني رسنیو هم دغه خبر بیا خپور کړ.

د زیلنسکي د سفر له پاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي

د امنیتي دلایلو له مخې، له اوکراینه بهر د زیلنسکي سفر تر وروستۍ لحظې پورې پټ ساتل کیږي. د آلمان صدراعظم اولاف شولتڅ دفتر او د اوکراین سفارت برلین ته د زيلنسګي سفر نه دی تائید کړی.

 د اوکراین ولسشمر زیلینسکي، د هالنډ د مشرانو جرګې او استازو جرګې له غړو سره وکتل
د اوکراین ولسشمر زیلینسکي، د هالنډ د مشرانو جرګې او استازو جرګې له غړو سره وکتلانځور: Remko de Waal/picture alliance/ANP

د جرمني د حکومت ویاند ستیفان هیبه شترایت، په دې اړه له څه څرګندولو پرته وویل، چې د صدراعظم لیدنې د هرې اونۍ د جمعې په ورځ اعلانیږي.

د اوکراین سفیر اولیکسي ماکیف د زیلنسکي د سفر افشا کیدل «ډېر د تاسف» وړ بللي. نوموړي په فرانکفورټ ښار کې د اروپايي پوهنتون څخه د لیدنې پرمهال د آلمان خبري آژانس ته وویل: «د یوه حکومت د مشر امنیت ډیره جدي موضوع ده او داسې یو څه باید نه وی شوي.» هغه زیاته کړه، هیله لري چې «له دې وضعیت څخه د وتلو لاره» پیدا کړي.

اړوند مطلب: د آلمان صدراعظم ولې اوکراين ته له سفر څخه ډډه کوي؟

په اخن ښار کې زيلنسکي ته د کارل جایزه ورکول پلان شوي دي او ویل کیږي چې اولاف شولتڅ به په دې مراسمو کې برخه واخلي. دا تر اوسه تائید شوې نه ده چې د اوکراین ولسمشر به شخصاً هم هلته حضور ولري او که نه.

د کارل جایزه په اروپا کې یوه له مهمو جایزو څخه ده او د ۱۹۵۰م کال راهیسې هغو شخصیتونو او بنسټونو ته ورکول کیږي چې د اروپا په یووالي کې یې مهم نقش لرلی دی. په تېرو کلونو کې دغه جایزه د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش، د آلمان صدارعظمۍ انګیلا میرکل او د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر بیل کلنټن ته ورکړل شوي.

د دې جایزې مراسم د آلمان په اخن ښار کې ترسره کیږي، پاچا کارل ۱۲۰۰ کاله دمخه په دغه ښار کې حکومت کړی.