1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان ولسمشر په برلين کې زيلنسکي ته ښه راغلاست ووايه

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۴, یکشنبه

د روسیې د یرغلیز برید د پیل راهیسې د لومړي ځل له پاره د اوکراین ولسمشر المان ته سفر کوي. د هغه الوتکه د المان په هوایې حریم کې د دوو جنګي الوتکو په وسیله بدرگه شوه. المان اوکراین ته د ۲،۷ میلیاردو په ارزښت وسلې ورکوي.

https://p.dw.com/p/4RJxX
Berlin Selenzkyj bei Steinmeier
المان د ولسمشر فرانک والتر شټاین مایر په برلین کې د اوکراین ولسمشر زیلنسکي ته هرکلی ووایهانځور: Matthias Schrader/AP Photo/picture alliance

د آلمان ولسمشر فرانک والټر شټاين ماير د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلينسکي ته ته په برلين کې ښه راغلاست ووايه. زيلنسکي د روسیې د یرغلیز برید د پیل راهیسې د لومړي ځل له پاره برلین ته راغلی دی. نوموړي د یکشنبې په نیمه شپه ۱۲:۳۶ په خپل تویتر کې ولیکل چې «برلین ته ورسیدم».

اوکراین پر کیف او اودیسا د تازه بریدونو خبر ورکړی دی

د اوکراین ولسمشر د شنبې په ورځ له ایتالیې او واتیکان څخه لیدنه وکړه او بیا برلین ته روان شو. د المان دولت هغه د المان د هوایي ځواکونو د میلمنو په ځانګړي جټ الوتکه کې برلین ته ورساوه.

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ یوټیوب شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

د المان هوایي حریم ته له داخلیدو وروسته دغه الوتکه د المان د هوایي ځواکونو د سره خبرداري دوو جنګي الوتکو یورو فایټر جوخه له خوا د مونیخ په فضاء کې تر برلینه پورې بدرقه شو.

د زیلنسکي د سفر دقیق پروګرام د امنیتي دلایلو له کبله نه دی اعلان شوی. خو تمه کيدله چې د کیف دغه میلمه به د المان د ولسمشر فرانک والتر شټاین مایر او د دغه هیواد د صدراعظم اولاف شولڅ له هرکلي سره مخامخ شي. په دې ترڅ کې د زيلينسکي لومړۍ ليدنه د آلمان د ولسمشر فرانک والټر شتاين ماير سره وشوه.

اروپا ته د غوره خدمت له پاره د کارل کبیر جایزې مراسم چې د تیر کال په دسمبر میاشت کې زیلنسکي او د اوکراین ولس ته اعلان شوې وه، د یکشنبې ورځې تر غرمې وروسته به په آخن ښار کې ترسره شي.

له پاپ فرانسیس څخه د زیلنسکي غوښتنه

زیلنسکي د شنبې په ورځ په واتیکان کې د کاتولیکانو د مذهبي رهبر پاپ فرانسس سره په شخصي خبرو اترو کې له هغه څخه غوښتنه وکړه چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د یرغلیز برید جنایتونه دې وغندي.

زیلنسکي د شنبې په ورځ له پاپ سره تر ۴۰ دقیقه ایي ملاقات وروسته په تویتر کې ولیکل: «داسې نه شي کیدلی چې قرباني او تیری کوونکي ته دې په یوه سطح کې قرار ورکړل شي».

زیلنسکي وویل چې لسګونو زره ماشومان چې د روسانو له خوا تښتول شوي باید مور پلار ته یې د بیرته سپارل کیدو په برخه کې لا زیاتې هڅې وشي.

المان اوکراین ته د ۲،۷ میلیارده یورو په ارزښت وسلې استوي

د شنبې او یکشنبې ترمنځ نیمه شپه کې برلین ته د زیلنسکي سفر له نظامي ملاتړ ژمنه له ځان سره لري. د محرمو خبرواترو په ترڅ کې د المان صدراعظم ژمنه کړې وه چې په راتلونکو اونیو او میاشتو کې به تر ۲،۷ میلیونه یورو اضافه ارزښت لرونکي وسلې اوکراین ته ورکوي.

په دغو وسلو کې ټاکل شوې ده د «ګپارد» په نوم د هوایي دفاع دستګاه لرونکي ۱۵ ټانکونه، د پلي ځواکونو له پاره د «ماردر» ډول ۲۰ موټرې، ۳۰ د لئوپارد-۱ ډول ټانکونه، او د المان د دفاعي صنایعو له خوا د آیریس- ټي اس ال ام ډوله د الوتکو ضد سیستمونه شامل وي.

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ فیسبوک شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

سربیره پر دې د اوکراین وسله وال ځواکونه به ۱۸ څرخ لرونکي هویتزرونه ( توپخانې)، د توپخانې مهمات او د هوایی دفاع سیسټمونه، له ۱۰۰ څخه زیات زغره وال جنګي وسایط او څه باندې ۲۰۰ بې پیلوټه الوتکې ترلاسه کړي.

اټومي آژانس: د زاپوریژیا بټۍ وضعیت د شدیدې انديښنې وړ دی

د المان صدراعظم د سه شنبې په ورځ په شټراسبورګ کې د اروپایي اتحادیي پارلمان ته د وینا پر مهال اوکراین ته ډاډ ورکړ چې هیواد به یې د روسیې د تیري په مقابل کې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه وویل: «راځئ تر هغه وخته پورې چې اړتیا وي له اوکراین څخه د خپل ملاتړ په برخه کې ثابت قدمه پاتې شو».

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا