1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

امریکا اوکراین ته د نورو پوځي مرستو اعلان وکړ

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۴, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو حکومت له اوکراین سره د نورو ۳۰۰ میلیونو ډالرو پوځي مرستو د ورکولو اعلان کړی دی. همدارنگه زیلنسکی هم له فنلڼد څخه دنهاک ته رسیدلی دی.

https://p.dw.com/p/4QsHe
Krieg gegen die Ukraine | Ostukraine Donezk
انځور: Libkos/AP Photo/picture alliance

لکه څنگه چي د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت خبر ورکړی دی، د کیف له پاره د پوځي مرستو په دغه نوې بسته کی د نورو ترڅنگ د څو هیمارس ډوله راکټونو د توغولو له پاره مهمات، هویتزر، توپچي مهمات او داسي وسلې شاملي دي چي د ټانکونو په وړاندي کارول کیدای سي.

ویل کیږي چی په دغه بسته کي علاوه پر دې، لارۍ او د درنو شیانو د کشولو له پاره وسایل او همدارنگه اضافي پرزې او نور لازم ساحوي تجهیزات هم  شامل دي.  

آندري ملنیک: د روسیي او اوکراین په جگړه کې د چین د منځگړیتوب رول د تصور وړ دی

د امریکا متحده ایالات د روسیې د یرغلیزې جگړې په وړاندي جگړه کي د اوکراین ډیر مهم متحد بلل کیږي. د دفاع د وزیر لوید اوستین په خبره، د دغې جگړې له پیل راهیسي د امریکا متحده ایالاتو د څه د پاسه ۳۵ میلیارده ډالرو په ارزښت چي شاوخوا ۳۲ میلیارده یورو کیږي، پوځي مرستی کړي دي.

زیلنسکي په دنهاګ کي وینا کوي

د اوکراین ولسمشر له فنلنډ څخه هالند ته سفر کړی دی. لکه څنگه چي ډیرو رسنیو خبر ورکړی دی، ولودیمیر زیلنسکي د چهارشنبې په ماښام ناوخته له هیلسنکي څخه امستردام ته رسېدلی دی. 

Finnland | Präsident Wolodymyr Selenskyj | Pressekonferenz des nordisch-ukrainischen Gipfels
له فنلنډ څخه هالنډ ته د زیلنسکي ناڅاپي سفرانځور: Heikki Saukkomaa/Lehtikuva/AP/picture alliance

دا هالند ته د زیلنسکي لومړی رسمي سفر دی. د هالنډي رسنیو په حواله په دغه سفر کي له صدراعظم مارک روټه او د دغه هیواد د دفاع له وزیري کایسا اولونګرین سره لیدنه کتنه پلان سوې ده. لکه څنگه چی د هالنډ حکومت خبر ورکړی دی، زیلنسکي به په دنهاگ کي یوه وینا وکړي. همدارنگه د رسنیو په حواله زیلنسکي به په دنهاگ کي د جرمونوله نړیوالي محکمې ته هم ورسي.

د جرمونو دغي نړیوالي محکمې په مارچ په میاشت کي د روسیې له خوا د اوکرایني کوچنیانو د تښتولو له امله، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د نوموړي ولسمشر د «کوچنیانو د حقونو د مسوولی» ماریا الکسیونا لواوا ـ بیلووا د نیولو حکم صادر کړی وو.

هالند تر اوسه پوري اوکراین ته د دفاعي جگړې له پاره شاوخوا یو اشاریه ۲ میلیارده یورو پوځي مرستې استولې دي. صدراعظم روته په دې هکله څرگنده کړې ده چي د جنگي الوتکو استول به هم له امکانه لیري نه وي.

GP/NZ/DW.Online