1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ایراني بی پيلوټه الوتکو اوکرایني پوځ ته شدید زیان اړولی»

۱۴۰۱ شهریور ۲۷, یکشنبه

د وال سټریټ ژورنال د رپوټ پر بنسټ روسیې د ایران له انتحاري بی پیلوټه الوتکو څخه په استفادې اوکرایني پوځ ته شدید زیانونه اړولي. د ایران جوړ «شاهد ۱۳۶ دلتا» په روسیه کې تر رنګ کیدو وروسته د روسي ډرونونو په نامه کارول کیږي.

https://p.dw.com/p/4H1VY
Iranische Drohne Shahed-129
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Noroozi

وال سټریټ ژورنال د شنبې په ورځ د اوکرایني پوځي قوماندانانو په نقل لیکلي دي چې روسیې په دې وروستیو کې «له ایراني بی پیلوټه انتحاري الوتکو او د جګړې د پيلیدو را په دې خوا د لومړي ځل له پاره په پراخه پيمانه له بهرنیو وسلو څخه په استفادې سره اوکرایني پوځ ته جدي زیانونه اړولي دي».

د اوکراین د ځمکنیو ځواکونو د قوماندان رادیون کولاګین په خبره د «شاهد ۱۳۶ دلتا» د روسیې په وسیله رنګ شوي او د «ګرانیوم ۲» په نوم ترې د اوکراین په جګړه کې استفاده کیږي. دغو بی پیلوټه الوتکو د اوکراین په شمال ختیځ کې د خارکیف په سیمه کې د دغه هیواد زرې موټرې او توپخانې په نښه کړي دي.

امریکا څو میاشتې مخکې اعلان کړی و چې روسیه غواړي د اوکراین په جګړه کې له ایراني ډرونونو څخه کار واخلي. روسیې د روان کال په لومړیو کې د دغو بی پیلوټه الوتکو د برسۍ له پاره یو پلاوی ایران ته استولی و.

اوکراین واېې د روسي ځواکونو د ایران ساخت ډرون ېې راغورځولی

د ایران د بی پیلوټه الوتکو پروګرام په دې وروستیو کلونو کې پراختیا موندلی او دې هیواد هغه یمن، عراق، سوریې او لبنان ته هم صادرې کړي دي. خو دا لومړی ځل دی چې ویل کیږي ایران له دغو الوتکو څخه د منځني ختیځ له سرحدونو څخه دباندې استفاده کوي.

د اوکراین په جګړه کې د روسیې او ایران د همکارۍ زیاتیدل

تیره اونۍ اوکرایني ځواکونو د یو شمیر بی پيلوټه الوتکو انځورونه خپاره کړل چې وویل شول سیریل نمبر یي احتمالاً د ایران د انتحاري بی پيلوټه الوتکو پورې تعلق لري. د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان وکړ چې روسیه احتمالاً له ایراني بی پیلوټه الوتکو څخه چې تر ۲۵۰۰ کیلومترو پورې واټن وهلی شي، د اوکراین په جګړه کې استفاده کوي.

روسیې له دغو بی پیلوټه الوکو څخه د جګړې په لومړۍ لیکه کې استفاده کړې ده او تر اوسه پورې یي ترې د اوکراین په داخلي منطقو کې کار نه دی اخیستی.

وال سټریټ ژورنال په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې له ایراني بی پیلوټه الوتکو څخه د روسیې استفاده کول ښيې چې دغه هیواد پخپله ډیر پيچلي بی پیلوټه الوتکې نه لري او په دې برخه کې د ایران او روسیې همکاري زیاته شوې ده.

دغه روپوټ د اوکرایني ځواکونو په حواله وایي چې دغه بی پیلوټه الوتکې په غبرګ یا جوړه یي ډول پرواز کوي او بیا ځان له هدف سره جنګوي. 

جنرال کولاګین دغې ورځپاڼې ته ویلي: «روسیې له شاهد څخه تر استفادې مخکې، تیره میاشت یوه آزموېنه ترسره کړه او د امریکا ۱۵۵ میلي متري M777 هویتزریدک کښتۍ یي په نښه کړه.» د هغه په خبره یوه بله ایراني بی پيلوټه الوتکه هم موندل شوې ده چې له تخنیکي ستونزې سره مخ شوې وه.

هغه بی پیلوټه الوتکې چې کشفول یې ستونزمن دی

له دغو بی پیلوټه الوتکو څخه استفادې په داسې حال کې اوکرایني ځواکونو ته ډیر زیان اړولی دی چې روسیې په خارکیف کې خپل موقعیت له لاسه ورکړی دی او ځواکونه یي پر شا تمبول کیږي. روسیه تمه لري چې په دې سیمه کې د اوکراین د پرمختګ سرعت را کم کړي.

اوکراین په دې وروستیو اونیو کې تر ۸۰۰۰ کیلومتره مربع ډیره ساحه له روسي ځواکونو بیرته آزاده کړې ده.

ایران د ډرون آزمایشي مانورې پيل کړي دي

اوکراین هم د روسیې پر وړاندې له بی پيلوټه الوتکو څخه استفاده کوي. بی پيلوټه الوتکو د جګړې په ډګر کې ځانګړی ارزښت پیدا کړی دی. وال سټریټ ژورنال د کولاګین په حواله لیکلي دي چې ایراني بی پیلوټه الوتکې کوچنۍ دي او په لږه ارتفاع کې پرواز کوي او د رادار سیستم په وسیله کشفول یي ډیر ستونزمن دی.

هغه ایراني شرکتونه چې د بی پیلوټه الوتکو په جوړولو او انتقال کې له روسیې سره همکاري کوي، د امریکا له خوا پرې بندیز لګول شوی دی. ایران په ښکاره ډول د اوکراین پر وړاندې جګړه کې د روسیې ملاتړ نه دی کړی.

آژانسونه: ش.ن/ ا.خ.ح