1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

اسرائيل ۲۵ نورې پرمختللې اف-۳۵ جنګي جیت الوتکې پېري

۱۴۰۲ تیر ۱۱, یکشنبه

اسرائيل د ۳ میليارډ ډالرو په ارزښت ۲۵ نورې اف-۳۵ ډوله پرمختللې جنګي جیت الوتکې اخلي. دغه الوتکې د یو امریکايي شرکت له خوا توليديږي.

https://p.dw.com/p/4TJoH
 U.S. Air Force F-35A Lightning II
د امریکا د هوايي قواوو اف-۳۵ ډوله جنګي جیت الوتکېانځور: picture-alliance/Zuma/US Air Force

د اسرائيل دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ وويل چې دا د دغه ډول الوتکو چې له راډار څخه د تېښتې وړتيا لري، دریم واحد دی چې رانیسي ېې.

ورته نور ولولئ:د اِف- ۳۵ الوتکو په هکله د المان د دفاع وزارت بحراني غونډه

د رويټرز په حواله، یاد وزارت ويلي دي چې له دغو ۲۵ اضافي الوتکو سره به د اسرائيل په هوايي قواوو کې د افـ۳۵ جنګي جيت الوتکو مجموعي شمير ۷۵ ته ورسيږي.

ورته نور ولولئ: آيا عربو ته اف ۳۵ او اسرائيلو ته سنګرماتونکی بم ورکول کيږي؟

دغه پرمختللې الوتکې به په امريکايي شرکت، لاکهید مارتين کې تولید شي. رپوټ کې زیاته شوې چې د دغه قرارداد پیسې به د امریکا متحده ايالاتو له هغو مرستو څخه چې د اسرائيل د دفاع له پاره ېې کوي، تامين شي.

د پر مختلله وسلو پر موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ: