1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهایران

ایران: تر سلو ډیر ښځینه زده کوونکي په ګازو مسموم شوي

۱۴۰۱ اسفند ۱۱, پنجشنبه

په ايران کې ښوونځیو ته د نجونو تګ د مخنیوي له پاره د زهر ورکولو تر پيښو وروسته، د چهارشنبې په ورځ یو شمیر ښوونځیو کې د ګازو بریدونو له امله تر سلو ډیر ښځینه زده کوونکي په روغتونونو کې بستر کړای شوي دي.

https://p.dw.com/p/4O9FN
Iran Gymnasiastinnen schließen sich Anti-Regierungs-Protesten
انځور: SalamPix/abaca/picture alliance

د ایراني رسنیو په حواله د چهارشنبې په ورځ په دغه هیواد کې د نجونو ۱۰ ښوونځي د ګازو په وسیله په نخښه کړای شوي دي. په دې کې ۷ ښوونځي د دغه هیواد په شمال لویدیځ اربیل او ۳ نور یي په تهران کې دي.

د ایران د حکومت د اپوزیسیون ناسته، د نظام پر پرځولو ټینګار شوی

د تسنیم خبري آژانس په حواله په اربیل کې ۱۰۸ زده کوونکي په روغتون کې بستر شوي، خو وضعیت یي د ډاډ وړ ښودل شوی دی. په تهران کې هم پر زهرجنو ګازو د مسموم کیدو د درو پيښو رپوټونه ورکول شوي دي. 

د فارس خبري آژانس د څارونکو په حواله ویلي دي چې د تهران په ګاونډ سار سیمه کې واقع د نجونو په یوه لیسه کې زده کوونکي د زهرجنو ګازو په وسیله په نښه کړای شوي دي. خو هغوې د دې خبرې وضاحت ور نه کړ.

د دغه خبري آژانس په حواله امنیتي ځواکونو د دې پيښې په ارتباط دری کسان نیولي دي. د نجونو پر ښوونځو د زهرو تر پرله پسې بریدونو وروسته دا د نیول کیدو لومړۍ پيښه ده.

«نجونو ته زهر ورکړل شوي، څو ښوونځیو ته لاړې نه شي»

د ایران د پارلمان یوه استازي د چهارشنبې په ورځ پارلمان ته وویل چې په نومبر کې ښځینه زده کوونکو ته د تنفسي ستونزې د ناروغیو لړۍ پيلیدو راهیسې، تر اوسه پورې ۱۲۰۰ زده کوونکي په روغتونونو کې بستر کړای شوي دي. له دې ډلې تر ټولو ډیرې پيښې له مذهبي پلوه اهمیت درلودونکي ښار قم کې رامنځته شوي دي.

د پارلمان د انټرنټ پاڼې په حواله د روغتیا وزارت د قم په ښوونځیو کې، چیرې چې تر ۸۰۰ ډیر زده کوونکي ناروغه شوي وو، تر پلټنو وروسته معلومه شوه چې په اوبو کې د نایتروجن ذرات موجود وو، چې معمولاً د کود یا سري په توګه ترې کار اخیستل کیږي.

په پارلمان کې د روغتیایې کمیټې ویاندې زهره شیخي وویل چې د قم سربیره په بورجرد ښار کې هم ۴۰۰ نجونې اغیزمنې شوي دي.

په ايران کې ۱۶ اعتراض کوونکي د شکنجو له کبله مړه شوي

د ایران د روغتیا وزارت معین یوسف پناهي د یکشنبې په ورځ ویلي وو چې یو شمیر خلک دا عمل ځکه کوي، څو د نجونو د زده کړو د بهیر مخه ونیول شي.

پناهي وویل: «د قم په یو شمیر ښووځیو کې زده کوونکو ته د زهر ورکولو وروسته، دا خبره معلومه شوې ده چې یو شمیر خلک غواړي ښوونځي او په ځانګړي توګه د نجونې ښوونځي وتړل شي.»

د ولس نارضایتي

ښځینه زده کوونکو ته د زهر ورکول کیدو تر دغو پيښو وروسته د ټول هیواد په کچه په خلکو کې نارضایتي احساسیږي.

د حکومت انتقاد کوونکي وايي دا چې په ښوونځیو کې پر حکومت د نیوکه کوونکو نجونو په شمیر کې په پرله پسې ډول زیاتوالی راځي، له دې امله چارواکي د دوی د خاموشه کولو له پاره له دې حربې څخه کار اخلي.

د بشري حقونو کار کوونکي پر ښوونځیو د دا ډول بریدونو د عاملینونو پرتلنه، په افغانستان کې له طالبانو او په سومالیا کې له بوکو حرام ډلې سره کوي چې د نجونو د زده کړو مخالف دي.

د پلټنو امر

د ايران د دولتي انټرنټ پاڼي په حواله د دغه هيواد ولسمشر ابراهیم رئیسي د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ته امر کړی دی چې «د دغو بریدونو په ارتباط دې په پرله پسې ډول معلومات او د پلټونو پایلې ورسره شریکې کړي».

د انټرنټ پاڼې په حواله د وحیدي ګومارنه د زده کوونکو د کورنیو د اندېښنو د لیري کولو په خاطر شوې ده.

وحیدي یوه مطبوعاتي کنفرانس ته د وینا پر مهال د فارس خبري آژانس هغه رپوټ رد کړ چې ویلي يي وو چې د شکمن زهر ورکولو په معامله کې امنیتي ځواکونو درې کسان نیولي دي.په تهران کې د شپې له خوا لاریونونه او په مریوان کې ناآرامي

هغه وویل: «مختلف رپوټونه خپاره شوي دي چې په بشپړ ډول غلط دي.» نوموړي دا خبره هم رد کړې ده چې په برید کې د یوې مخصوصي کیمیاوي مادې موجودیت ثابت شوی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز