1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران حکومت د اپوزیسیون ناسته، د نظام پر پرځولو ټینګار شوی

۱۴۰۱ بهمن ۲۲, شنبه

د ایران د اسلامي جمهوریت د ۸ مخالفو څېرو ناسته له هېواده بهر په واشنګټن کې جوړه شوه. مخالفینو په دې ناسته کې د ''همغږۍ پر یوه تګلاره'' هم هوکړه کړې.

https://p.dw.com/p/4NMUu
په بهر کې د ایران د اپوزیسیون غونډه
په بهر کې د ایران د اپوزیسیون غونډهانځور: UGC

د ''ایران د ولسواکۍ راتلونکې خوځښت'' ناسته د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۳ میلادي کال د فبرورۍ په لسمه) د اتو پيژندلو شویو څېرو په ګډون د واشنګټن په جورج ټاون پوهنتون کې پيل شوې ده.

شهزاد رضا پهلوي، شیرین عبادي، حامد اسماعیلیون، مسیج علي نژاد، نازنین بنیادي، ګلشیفته فراهاني، علي کریمي او عبدالله مهتدي د دې ناستې ویناوال ول.

اړوند مطالب:د ایران په اعتراضونو کې له ۵۰۰ ډير کسان وژل شوي دی

د ناستې په پيل کې پخواني ډيپلوماټ او د ښځو په نړېوالو چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ملان ورویر د ایران امنیتي ځواکونو په توقیف کې د ژينا مهسا امیني مړینې ته په اشارې د اسلامي جمهوري حکومت پروړاندې د ایران د خلکو اعتراضونه او زړورتیا وستایله.

هغه ټینګار وکړ:«د ایران ښځې له لسیزو راهیسې په ایران کې د بدلون لپاره په لومړی کرښه کې دي.»

ملان ورویر د خلکو سوله ییزو اعتراضونو پرضد د ایران حکومت له تاوتریخوالي ډک چلند په سختو ټکو وغانده.

آرشیف انځور: شیرین عبادي، ایرانۍ وکیله او د بشري حقونو فعاله
آرشیف انځور: شیرین عبادي، ایرانۍ وکیله او د بشري حقونو فعالهانځور: Carlos Alvarez/Getty Images

 د دیکتاتور د پای وخت

د ناستې په پيل کې د سولې نوبل جایزې ګټونکې شیرین عبادي انځوریز پیغام خپور شو. هغې د ایران اوسنی حکومت «بي لیاقته» وباله او ويې ويل چې خلک ورځ په ورځ قهریږي.

عبادي زیاته کړه: «اوس ددې وخت دی چې ووایو دیکتاتور ته د خدای په امانی سلام وکړو.»

د ایران د کردستان د کومله ګوند عمومي منشي عبدالله مهتدي په خپلو خبرو کې وویل: «مونږ ددې لپاره چې ایران له اسلامي جمهوري راوژغورو، باید همغږي او متحد پاتې شو.»

د هغه په خبره د ایران حکومت له لسیزو راهیسې د کردستان درواغجن انځور خلکو ته ورکړی.

اړوند مطالب:د آلمان حکومت: په آلمان کې د ایران جاسوسي ډيره شوې ده

پیژندل شوې فلمې لوبغاړې ګلشیفته فراهي په خپل پیغام کې وویل: «مونږ سیاستوال نه یو، خو ستاسو غږ ته په پوره ځواک انعکاس ورکوو، نه ونډه غواړو، نه ځای، ونډه او ځای ځایګی د خلکو دی.»

پاریس | ګلشیفته فراهاني ایرانۍ فلمي لوبغاړې
پاریس | ګلشیفته فراهاني ایرانۍ فلمي لوبغاړېانځور: Aurore Marechal/abaca/picture alliance

منشور یا تګلاره

حامد اسماعیلیون د منشور په اړه د مالوماتو ورکولو پرمهال وویل: «دا متن یوه وسیله ده تر څو ډيری ایرانیان وتوانیږي چې په هغه کې ځان وګوري.»

هغه څرګنده کړه چې دا منشور له ایرانه پيل شوی او هیله مندي یې وښوده چې بهر میشتي ایرانیان هم له دغه منشور سره همغاړي شي.