1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تهران کې د شپې له خوا لاریونونه او په مریوان کې ناآرامي

۱۴۰۱ آبان ۱۶, دوشنبه

له ایران څخه راپورونه وایي په يو شمير ښارونو کې د حکومت پر ضد غونډي سوي او په څو ښارونو کې مظاهرې دوام لري. د حکومت رسمي خبری اژانسونو په مریوان ښار کې ناکرارۍ تایيد کړي.

https://p.dw.com/p/4J9Wz
Iran | Proteste in Marivan
انځور: Kurdpa

په راپورونو او په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو سوو ویډیو ګانو کې لیدل کیږي چې د نومبر پر ۶ مه نیټه په مریوان ښار کې د حکومت ضد لاریونونو په ترڅ کې خلک د امنیتې ځواکونو له لوري په ربړي مرميو وویشتل سول، چې په دې ترڅ کې ډیری لاریون کوونکي ژوبل سوي.

 احتجاج کوونکو تیره شپه هم لاریونونو ته دوام ورکړ او لارې او سړکونه یې خالې نه کړل .

په خپرو سوو ویډیو ګانو کې د ډزو ږغونه په پرله پسې توګه اوریدل کیدل. لاریون کوونکو د «مرګ پر دیکتاتور» او د «ښځه، ژوند، ازادۍ» شعارونه ورکول.

په مریوان ښار کې د نن ورځې د مظاهرو تصویرونه خپاره سوي چې پکې يو کس په شخصي کالیو کې چې وسله ورسره ده، لیدل کیږي او پر لاریون کوونکو ډزې کوي. خو تر اوسه په دې مظاهرو کې د خلکو د ژوبل کیدو په اړه کومې شميرې نه دي خپرې سوي.

د ایرنا خبری اژانس په مریوان کې ناارامۍ تایيد کړي، دغه دولتي سرچینو په دې اړه لیکلې: «د ښار د ځينو سیمو لکه د کوره موسوي، موسک، نوروز، نوبهار او کانې دینار لاریون کوونکي سړکونو او کوڅو ته راوتلي ول او شعارونه یې ورکول.»

د ایرنا خبری اژانس ادعا کړي ده چې پدی ښار کې په لنډه توګه د پولیسو لخوا د لاریون کوونکو د شړلو په موخه اوښکې بهوونکي ګاز استعمال سوی دی. 

ځینی تصویرونه چې خپاره سوي پکې لیدل کیږي چې په تهران، کرمانشاه، سنندج او مهاباد کې هم د حکومت ضد لاریونونه دوام لري.  په یوه ویډیو کې لیدل کیږي چې امنیتي ځواکونو د تهران د نګېن ظفر په یوه سوداګریز مارکیټ کې دوه ځوانان نیولي دي.

په مظاهرو کې د ۵۳ کردانو وژل کيدل

د کردستان د بشری حقونو شبکې لیکلي دي چې د روانو لاریونونو په ترڅ کې چې ۵۰ ورځي ترې تیری سوي، لږ تر لږه ۵۳ کردي اوسیدونکې په غربې اذربایجان، کردستان، کرمانشاه، ایلام، قزوین، البرز او تهران کې د ایران اسلامې دولت د امنیتی ځواکونو له لوری وژل سوي دي.

د بشري حقونو د همدی شبکې په خبره  په وژل سوو کسانو کې ۷ تنه ماشومان چې له ۱۸ کلنۍ کښته عمر لري، هم شامل دې.

ګوګوش او د ایرانيانو مخالفت

ګوګوش چې د ایران یوه مشهوره سندرغاړې ده په سیډنې کې یې د لاریون کوونکو په ملاتړ په خپل کنسرت کې د «مرګ پر ایران» شعار ورکړ.

دا په داسی حال کې ده چې په تیرو څو ورځو کې په اسټرالیا کې اوسیدونکې ایرانیانو د ګوګوش په وړاندی مخالفت څرګند کړ او له همدی مشهوری سندرغاړي څخه یې غوښتې وو چې د وژل سوو کسانو په احترام خپل وروستۍ کنسرت لغوه کړي.