1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

اوکراین ته د روسیې پر ضد د امریکایي وسلو د کارولو اجازه

۱۴۰۳ خرداد ۱۱, جمعه

د راپورونو له مخې ولسمشر جو بايدن، اوکراین ته اجازه ورکړې ده چې د خارکیف د دفاع لپاره د روسیې پر ضد امریکایي وسلې وکاروي. په یادو امریکایي وسلو سره کیف د روسیې ځینې هدفونه په نښه کولی شي.

https://p.dw.com/p/4gUHw
د ارشیف انځور: اوکراین کې د جګړې پر مهال
د ارشیف انځور: اوکراین کې د جګړې پر مهال انځور: DW

امریکايي چارواکي وايي چې ولسمشر جو بایدن، اوکراین ته اجازه ورکړې ده چې د امریکا له خوا ورکړل شوې وسلې په روسیه کې د هدفونو په نښه کولو لپاره وکاروي، خو دا اجازه یوازې خارکیف ته څېرمه د روسیې په خاوره کې تر بریدونو پورې محدوده ده.

یو شمېر خبري رسنیو دغه خبر د نوم نه ښودلو په شرط د ځېنو لوړ پوړو امریکایي چارواکو په حواله ورکړی دی.

یو لوړپوړي امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط یوې بریتانوۍ رسنۍ ته ویلي، چې د هغه ټیم ته لارښوونه شوې چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې اوکراین د دې جوګه شي دغه امریکایي وسلې روسيې ته د ځوابي بريدونو په موخه وکارولی شي.

روسي ځواکونو په دې وروستیو اونیو کې د روسیې پولې ته په څېرمه پرته سيمه کې له ناڅاپي عملیاتو وروسته په خارکیف سېمه کې بریاوې ترلاسه کړې دي

د اوکراین چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې د روسیې یو توغندی د خارکیف ښار په څنډه کې د استوګنې په یوه کور لګېدلی چې ۳ عام وګړي یې وژلي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

امریکایي وسلې به د خارکیف ښار د دفاع لپاره وکارول شي؟

یوه امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي: «ولسمشر بایدن په دې وروستیو کې خپل ټیم ​​ته لارښوونه کړې چې ډاډ ترلاسه کړي چې د متحده ایالاتو لخوا چمتو شوې وسلې د اوکراین په خارکیف سېمه کې د روسیې ځواکونو د ځوابي اهدافو او یا هم مخکې له مخکې د کېدونکو بریدونو د تیاري په توګه وکارول شي.»

دغه امریکايي چارواکي ویلي چې د روسیې له خوا د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو یا «ای ټي ای سي ایم ایس» توغندیو د کارولو په اړه زموږ په پالیسۍ کې کوم بدلون نه دی راغلی.

د پنټاګون په وینا، د اردو د تاکتیکي توغندیو سیسټم «ای ټي ای سي ایم ایس» تر ۳۰۰ کیلومتره واټن پورې هدف په نښه کولو توان لري او د ولسمشر په لارښوونه روانه میاشت اوکراین ته ورکړل شو.

اوکراین ته د بریدونو د اجازې ورکول په ډېرېدو دي


د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي، له متحدینو په ځانګړې توګه له امریکا غوښتي، چې هغه ته اجازه ورکړي، چې د روسیې په خاوره کې پر هدفونو د لېرې واټن ویشتونکي توغندي وکاروي.

د بریتانیا، هالنډ او فرانسې په ګډون یو شمېر هېوادونه هم وايي، کیف حق لري چې په روسیه کې د پوځي اهدافو په نښه کولو لپاره خپلې وسلې وکاروي.

تر دې مخکې روسیې د پنجشنبې په ورځ د اوکراين متحدينو ته د لویدیځو وسلو په مرسته د روسیې پر خاوره د بريدونو د اجازې د ورکړې په اړه خبرداری ورکړی وو.
د کرملین ویاند دمتري پیسکوف، ویلي چې دا به په نهایت کې د هغو هیوادونو ګټو ته ډیر زیان ورسوي چې د کړکیچ د زیاتیدو لاره یې خپله کړې ده.

اوکراین: کرنیز ډرونونه څنګه د روسي پر وړاندې جګړه کوي