1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

اوکراين: روسي ځواکونه خارکيف کې په پرمختګ دي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۲, شنبه

د اوکراین د دفاع وزارت په خبره د روسیې پوځ د جمعې په سهار د اوکراین په ختیځ کې د خارکیف په سیمه کې ځمکني بریدونه پیل کړي دي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي هم د جګړې د زیاتیدو خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4fjqc
Ukraine Streitkräfte
انځور: ANATOLII STEPANOV/AFP

د څو اونیو راهیسې پر خارکیف د روسیې د احتمالي برید په اړه ګونګوسې روانې وې. اوس د اوکراین د دفاع وزارت خبر ورکړی دی چې د روسیې پوځ د جمعې (د می میاشتې ۱۰ نیټه) په سهار د اوکراین په ختیځ کې د خارکیف پر سیمې ځمکني بریدونه پیل کړي دي.

د دې خبر په اساس روسي ځواکونو پر ووفچانسک ښار برید پیل کړی دی. دغه ښار د خارکیف په شمال ختیځ ۴۰ کیلومترې کې د روسیې سرحد ته نږدې پروت دی.

د اوکراین د دفاع وزارت په خبره، د سیمه ایز وخت مطابق د سهار په پنځو بجو«د زرې موټرو په ملاتړ د روسیې ځمکنیو ځواکونو له دفاعي لیکو څخه د تیریدو له پاره پرمختګ کړی دی»

د دغې سرچینې له خوا د خپرو شوو اطلاعاتو په اساس تر اوسه پورې بریدونه دفع شوي دي، خو په متقاوت شدت سره نښتې روانې دي.

په ورته وخت کې د اوکرایني پوځ د یوه لوړپوړي چارواکي په حواله روسي ځواکونو «شاوخوا یو کیلومتر د اوکراین په خاوره کې دننه پرمختګ کړی دی».

د خارکیف والي ایهور سینیهوبوف، په تلګرام شبکه کې اعلان کړی دی «د اوکراین وسله والو ځواکونو خپل سنګرونه ساتلي دي. حتی یو متر ځمکه هم له لاسه نه ده وتلې. د خارکیف ښار له پاره هیڅ خطر نه لیدل کیږي.»

د کریمیا تاتاران خپل ټاټوبي ته د ستنېدو لپاره مبارزه کوي

خارکیف چې تر یوه میلیون ډیر نفوس لري، د اوکراین تر ټولو دویم لوی ښار دی.

په ورته وخت کې د اوکراین په پوځ کې د څو ناپیژندو سرچینو په حواله، ستریلشه، کرازنه، پیلنه او بوریسیوکا څلور سرحدي کلي روسي ځواکونو نیولي دي. دغه کلي خارکیف ښار ته نږدې موقعیت لري.

زیلنسکي: جګړې شدت موندلی دی

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د دغه هیواد په ختیځ کې د جګړې روان وضعیت «شدید» بللی دی.

نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي دي: «روسیې د یرغلیزو اقداماتو یوه نوې څپه پیل کړې ده. اوکراین له سرتیرو، لواګانو او توپخانو سره د مقابلې په حال کې دی. اوسمهال شدیده جګړه روانه ده.»

زیلنسکي همدارنګه وویل چې ځواکونه یي «د روسیې د بریدونو د په شا تمبولو له پاره تیار دي او په دې حال کې به کیدای شي روسیه په سیمه کې خپل ځواکونه زیات کړي.»

مخکې تر دې د اوکراین ولسمشر د  "Suspilne"راډیوي شبکې ته ویلي وو چې د دغه هیواد پوځ «د دې حملې تمه درلوده او پر ړواندې یې خپل غبرګون همغږې کړی دی».

د یو شمیر شنونکو په وینا، دغه بریدونه به، احتمالاً د یوې حایلې سیمې د رامنځته کولو له پاره د روسیې د هڅو پیل وي. مخکې تر دې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ژمنه کړې وه چې د یوې حایلې سیمې یا بفر زون رامنځته کول به د روسیې پر بلګورود او نورو سرحدي سیمو د اوکراین د بریدونو مخه ونیسي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب