1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين جګړه: د دريمي نړيوالي جګړې ويره پر ډېرېدو ده

۱۴۰۱ فروردین ۳, چهارشنبه

پر اوکراين د روسویې يرغل په ټوله نړۍ کې د يوه نړېوال بحران د رامنځته کيدو ويره رامنځته کړې ده. له يوې نړېوالې جګړې څخه موږ څومره لیرې يو؟ دويچه ويله په دې اړه کارپوهان او تاريخپوهان پوښتلي دي.

https://p.dw.com/p/48w1y
Russiche Hyperschallrakete "Kinzhal"
انځور: Alexander Zemlianichenko/AP/picture alliance

کله چې کابو يوه نيمه اونۍ تر مخه د روسیې يو راکټ په لويوو ښار کې د پوځي روزنې په يوه کمپ کې ۳۵ کسان ووژل، نو هغه وخت د پولند بوږنېدل په ښکاره احساس شول. دغه توغندی چې د پولند له پولې څخه يوازې د شلو کيلومترو په واټن کې لګيدلی وو، پولندي اتباع یې هم هدف ګرځيدلی شول او په دې ترتيب به بيا د ناټو يو هيواد هدف وای.

د ناټو پر يوه غړي بريد د ټولو پر ضد بريد ګڼل کيږي. پر دې د ناټو شريکانو توافق کړی دی. د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بايدن د امنيتي چارو مشاور جېک سولېوان هغه وخت خبرداری هم ورکړی وو چې امريکا به «د ناټو –  ساحې له هر سانتي متر څخه دفاع وکړي.»

له اتومي وسلو څخه ويره

کارپوهان لا نن ورځ د نړيوالې جګړه څخه خبره نه کوي، خو د وضعيت د دومره خرابيدو څخه ويره لا دمخه موجوده ده. ولسمشر جو بايدن څه وخت مخکې ويلي ول: «دا تصور چې موږ اوس خپل عسکر، جنګي الوتکې، پېلوټان او ټانکونه هلته وليږدوو، که ځان ته دوکه ور نه کړو، نو دا درېمه نړيواله جکړه ده.»

د اوکراين په کړکېچ کې مستقيمې مداخلې ته د ناټو چمتووالی هم تر دې ډېر نه دی. يعني دا چې په عملي توګه پکې ور داخله شي، د مثال په توګه د پروازونو د ممنوعه ساحې په رامنځته کولو سره. دا څه به له روسیې سره د نیغ په نيغه ټکر خطر ډېر لوړ کړي.

خو څه به وي که په رښتيا داسې وشي؟ داسې يوه نړيواله جګړه به کيدای شي د «دودیزې جګړې» په څير پر مخ يوړله شي پرته له دې چې اټومي وسلې پکې وکارولې شي. خو د دې خطر به ډېر وي چې اتومي سرګلولې استعمال شي.

په اصطلاح تاکتيکي اتومي وسلې چې د ناټو د ساحې دباندې د کوچني او يا منځني ځواک سره په محدوده سيمه ایزه ساحه کې په کار لويږي، د ائتلاف له خوا به يې پر وړاندې غبرګون تر هغه بدل وي چې په اصطلاح د ستراتيژيکو اتومي راکټونو د توغيدو پر وخت به یې ولري.

د پوتین خطرناکه لوبه

آیا پوتین به تر حد زيات ولاړ شي؟  په داسې حال کې چې ځيني کارپوهان د اتومي وسلو د کارولو ګواښ تشې خبرې بولي، نور بيا وايي چې د «کی جي بي» دغه پخوانی جاسوس کولی شي چې نړۍ د اتومي جګړې پاڼ ته ورسوي.

د پولند د بهرنیو او دفاعي چارو پخوانی وزير راديک سیرکورسکي دويچه ویله ته وويل: «پوتين بايد دا خبره هيره نه کړي چې ناټو يو اتومي وسله لرونکی ائتلاف دی. هغه پوهيږي چې سړی له يوې اتومي جګړې ژوندی نه شي وتلی. هغه ورځ چې پوتین اتومي وسلې ته لاس کړي، د هغه د ژوند وروستۍ ورځ به وي.»

Zweiter Weltkrieg l Hiroshima nach dem Abwurf der Atombombe
د دويمې نړيوالې جګړې پر وخت په هیروشيما کې د اتومي بم ويجاړۍانځور: Reinhard Schultz/imago images

آلمانی –  امريکايي تاريخپوه کونراد جاراوش د پوتين تګلاره د ادولف هتلر د ۱۹۳۹م کال له تګلارې سره پرتله کوي. نوموړی وايي چې پوتين يوه سيمه ایزه شخړه رامنځته کړې او لویدیځ ته خبرداری ورکوي چې «که چېرې کلک غبرګون وښيي، نو درېمه نړيواله جګړه رامنځته کيدلی شي.»

خو د سياسي چارو کارپوه او تاريخ پوه شتيفان ګارستيکي بيا په دې آند دی چې داسې يو اتوماتیزم موجود نه دی. هغه زياتوي: «د ۱۹۳۹م کال په څېر د جګړې د پراخيدو پړاونه يا کچې بايد ونه لرو، په دې شرط چې داسې څه ونه شي چې سړی یې ځواب ويلو ته مجبور شي.»

د نوموړي په خبره دا څه د ګورجستان او مولداويا جمهوريت «کنګل شويو شخړو» ته په کتو هم څرګنديږي. هغه وايي چې هغه [پوتین] ناټو ته اجازه ورکوي چې بايد څرګندې او واضح سرې کرښې تعريف کړي.

ګارستيکي زياتوي: «که چېرې داسې يو خطر وليدل شي چې کيف او اوديسا د اروپا په حلب (د سوريې حلب ښار) بدليږي نو بيا به سړی د پروازونو د منع د ساحې په اړه جدي خبرې وکړي.»

د چين نقش مهم دی

يوه په اصل کې سيمه ایزه شخړه چې د نړيوالې شخړې پېلامه لري: دا څه په تاريخ کې په څو ځلي تکرار شوي دي. دا خبره د آلمان د پوځ د پوځي تاريخ د مرکز مشر سوين لانګه کوي. د هغه په خبره لومړۍ نړيواله جګړه د دې يوه ډېره ښه بيلګه ده.

Russland, China, Beziehungen, Made
ولاديمير پوتين او شي جين پينګ د ليدنې کتنې پر مهالانځور: DW

خو د لانګه په خبره د يوې نړېوالې جګړې له پاره بيا په حقيقت کې د «روسیې ونډه مهمه نه ده» بلکې دا چې «دوه نړيوال قدرتونه چين او امريکا» څرنګه دريځونه خپلوي. د نوموړي د اټکل پر اساس دمګړۍ چين په دې کې هيڅ ليوالتيا نه لري.

لانګه زياتوي: «زما په آند به چين د روسیې ملاتړ وکړي، خو دا مرسته به دومره ډېره نه وي چې سړی پرې هرو مرو له امريکا متحده ایالاتو سره په لانجه کې ښکيل شي.»

په ختيځه اروپا کې په دې منځ کې په دې اړه وارخطايي پر ډېريدو ده چې جګړه وار په وار ور نزدې کیږي. که څه هم چې د ناټو عمومی منشي د دې ډاډ ورکوي چې : «پر يوه هيواد بريد به پر ټولو بريد وي» خو د ناټو په سرحدونو کې د هايپر سونک توغنديو بريدونو هلته ويره رامنځته کړې ده. خو پولند ته به د جو بايدن سفر د ختیځ شريکان يو څه آرام کړي.

ځيني تاريخپوهان په تيره بيا د پوتین چلن ته په کتو د دويمې نړېوالې جګړه سره مشابهت يا ورته والي ته کتنه کوي. شتيفان ګارستيکي وايي چې ولسي غوندې، چې پريکړو ته پرې مشروعيت ورکړل شي، او يا د ۱۹۳۹م کال د سبتمبر پر ۱۷مه نيټه پر پولند د سرو لښکرو يرغل «هغه څه دي چې پوتين په کريميا او يا د اوکراين په ختیځ کې تکرار کړل.»

ب. ص/ ن. ز (Rosalia Romaniec)

زموږ له آرشيف څخه: