1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلجيم اوکراين ته دیرش اف - ۱۶ جنګي الوتکې ورکوي

۱۴۰۳ خرداد ۸, سه‌شنبه

بلجیم د یوه امنيتي تړون په لاسليک کولو سره اوکراين ته د اف - ۱۶ ډوله جنگي جیټ الوتکو او نورو پوځي مرستو د ورکړې ژمنه کړې ده. په دې اړه یو زماني چوکاټ هم په نظر کې نیول سوی دی.

https://p.dw.com/p/4gNcL
Belgien | Unterzeichnung bilaterales Sicherheitsabkommen in Brüssel | Wolodymyr Selenskyj und Alexander De Croo
انځور: Kenzo Tribouillard/REUTERS

د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي، په حواله، د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو په اړه د سه شنبه په ورځ په بروکسل کې د یوه لاسلیک سوي تړون له مخې به په روان کال کې لا د F-16 ډوله جنگي جیټ الوتکو انتقال پیل او تر ۲۰۲۸ م کال پوری به په مجموعي ډول ۳۰ الوتکې د دغه هېواد په اختیار کې ورکول سي.زیلنسکي په بروکسل کې د بلجیم له صدراعظم الکساندر دي کرو، سره د لیدنی کتنی په څنډه کې څرگنده کړه چې یوازي په روان کال کې بلجیم غواړي چې د لږ تر لږه ۹۷۷ میلیونو په ارزښت پوځي مرستې اوکراین ته ورکړي. 

د زیلینسکي، په حواله بلجیم د F-16  ډوله الوتکو د انتقال ترڅنگ له دغه هېواد سره  د روسیې په وړاندې د دفاع له پاره د عصري زغره والو وسایطو، د دافع هوا د تجهیزاتو، د سمندري امنیت او ماین پاکۍ ژمنې هم کړي دي. سربیره پردې نوموړی هیواد غواړي چې له دغه ائتلاف سره د اوکراین د وسله والو ځواکونو له پاره د توپخانې او روزنیزو پروګرامونو د چمتو کولو په برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

بلجیم له سیاسي پلوه پر نورو سربیره، په اروپايي ټولنه او ناټو کې د اوکراین د مطلوب الحاق له پاره خپل ملاتړ تضمین کړ.

Belgien | Besuch Wolodymyr Selenskyj in Brüssel | Luftwaffenstützpunkt Melsbroek
په بلجیم کی د هوایی ځواکونو له یوې اډې څخه د زیلنسکی لیدنهانځور: Piroschka Van De Wouw/REUTERS

د بلجیم صدراعظم، دي کرو د دغه تړون د لاسلیک کولو پر وخت خبر ورکړ چې د اوکراین ولسمشر مناسبو تجهیزاتو ته اړتیا لري ترڅو د خپل هیواد له اولس څخه ساتنه وکړي. نوموړي زیاته کړه چې بلجیملازم ملاتړ ته ژمن دی. د زیلنسکي په حواله بلجیم د لومړني هیواد په توگه د امنیتي تړون له مخې د جنگي الوتکو د ورکولو د مشخص شمیر ژمنه وکړه.

د گډو امنیتي همکاریو په اړه تفاهم، د لوېدیځو اقتصادي قدرتونو د جي - ۷ د غړو هیوادونو نوښت ته ورگرځي. هغوی تیر کال د لیتوانیا په ویلنیوس کې د ناټو د سرمشریزي په څنډه کې موافقه وکړه چې هر هیواد باید په انفرادي ډول له اوکراین سره د دوه اړخیزی همکاري پریکړه وکړي، تر څو د اوږدې مودې له پاره د دغه هېواد امنیت تضمین کړای سي. بریتانیا، آلمان او فرانسې د جنورۍ او فبرورۍ په میاشتو کې لا په دې کار پیل وکړ. تر هغه راوروسته په تیره دوشنبه هسپانیې هم ورته کار ترسره کړ.

خو د امریکا متحده ایالاتو او اوکراین ترمنځ لا کومه موافقه نه ده رامنځته سوې. زیلنسکي په دا وروستیو کې ويلي دي چی په دې هکله جزیات لا نه دي بشپړ سوي.

GP/BS/AG