1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

اوکرايني چارواکي: روسيې د ډرونونو او توغنديو نوې حملې کړي

۱۴۰۳ تیر ۲, شنبه

اوکرایني چارواکي وايي روسيې تېره شپه د دغه هېواد پر جنوب شرقي او غربي علاقو د ډرونونو او توغنديو نوې حملې کړي دي. پر وینا ېې په دغو حملو کې د انرژۍ تاسیساتو ته زیان اوښتی او د انرژۍ دوه کارکوونکي ټپيان شوي دي.

https://p.dw.com/p/4hNkg
Ukraine | ukrainische Soldaten in Luhansk
انځور: Pablo Miranzo/Anadolu/picture alliance

د اوکراين دافع هوا ځواکونو ويلي چې د روسيې د ټولو ۱۳ توغول شوو ډرونونو له ډلې ۱۲ ېې راغورځولي او همدارنګه ۱۶ توغندي ېې هم ويشتلي دي. دغه ځواکونه زیاتوي چې دا په روانه اوونۍ کې پر اوکراین د روسيې دوهمه ستره حمله وه.

د اوکراین د برېښنا ملي شبکې (Ukrenergo) ويلي چې په دغو حملو کې په جنوب شرقي سیمه ژاپوريژیا او غربي سیمه لیوف کې د انرژۍ تاسیسات زیانمن شوي دي.

د زاپورويژيا والي، ایوان فيدورف، وويل چې دوی د انرژۍ تاسیساتو ته د اوښتو زیانونو ارزونه کوي او مسئولین له حالاتو سره مقابله کوي. والي پر تیلګرام ليکلي: «موږ ډاډ ورکوو. دښمن به زموږ مخه ونه نیسي. اوکراین دافع هوا ته اړتیا لري.»

مسکو ويلي چې د اوکراين د انرژۍ پر تاسیساتو حملې ېې د روسيې پر قلمرو د اوکراين د شوو ډرون حملو په غبرګون کې کړې دي.

روسيې په اوکراین کې د څه باندې دوه کلنې جګړې په جریان کې ډېر تمرکز د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو درلودلی او دغه سکتور ته یې ستر زیانونه اړولي دي. اوکراین دا وخت له خپلو ګاونډيو وارداتي برېښنا کاروي او ښارونو کې ېې د بریښنا ويش په نوبت تنظیم کړې ده.

(Reuters)mks/akh

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل