1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د يوه تلويزيون پر کارکوونکو د روسیې د بې پېلوټه الوتکې بريد

۱۴۰۲ شهریور ۳۰, پنجشنبه

د «ټي وي ۴» په نامه د سويډن يوه تلویزيون د اوکراین په جنوب ختیځ کې د دې چینل پر کارکوونکو د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د برید په اړه راپور خپور کړی دی. اوکراين په همدې حال کې د روسيې د ډرونونو د ويجاړولو خبر کړې دی.

https://p.dw.com/p/4Wd38
Ukaine Krieg l Drohnenangriff in Kiew
انځور: Yasuyoshi Chiba/AFP

د سویډن د TV4 په نوم تلویزيون پر خپله ویب پاڼه د اوکراین په جنوب ختیځ کې د دې چینل پر خبریال، عکاس او پروډیوسر باندې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د برید په اړه راپور خپور کړی دی.

د راپور له مخې د سې شنبې ورځې په دې برید کې د دې شبکې خبریال یوهان فردریکسون او فلم اخیستونکي دانیل زدولسک ته زیان نه دی رسېدلی، خو د دوی سیمه ییز پروډیوسر او دوه اوکرایني پولیس چې له خبریالانو سره په ساتنه بوخت وو، لږ ژوبل سوي. زياته شوې چې د هغوی موټر، کمرې او وسایلو ته زیان اوښتی دی او د تلویزیون  وسایل په بشپړه توګه ویجاړ سوي دي.

دالمان  د خبري اژانس د خبر له مخې، دغه ټلویزیوني ټیم باندي  هغه مهال د روسیې د بې پیلوټه الوتکو له خوا برید وسو چې د اوکراین د برید فلم یې اخیستي.

د خپرو سويو خبرونو له مخې، د جګړې د تجربه لرونکو خبريالانو دغه ډله اوس له دې سيمې څخه د راپور ورکولو لپاره د زاپوریژیا سيمې ته په يوه کاري سفر بوخت دي. دغه برید د کاخوفکا بند شاته له سیند څخه څو

د ۱۷ روسي بې پېلوټه الوتکې د ويجاړولو ادعا

داسې ښکاري چې روسیې په دې وروستیو ورځو کې پر اوکراین د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ډېر کړي دي. په همدې حال کې د اوکراین د وسله والو ځواکونو مرکزي دفتر اعلان کړی چې د دغه هېواد پوځ يو شمير دغه بريدونه شنډ کړي دي.

ATACMS کروز توغندی
ATACMS کروز توغندیانځور: U.S. Army/Avalon/Photoshot/picture alliance

د اوکراین د وسله والو ځواکونو په وینا، د شپې په اوږدو کې د روسیې له خوا ۱۷ بې پیلوټه الوتکې ویجاړې سوې. د اوکراین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز په یوه بیان کې ویلي، چې روسیې په ټولیز ډول ۲۴ ډرونونه کارولي، خو د دغو بريدونو د پایلو په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

د پولتاوا د والي په وینا، د اوکراین په مرکزي سیمه پولتاوا کې د روسیې د برید په ترڅ کې د تیلو پر یوه کارخانه برید سوی دی. دیمیترو لونین په ټیلیګرام چینل کې اعلان وکړ چې په دې سیمه کې اور لګیدلی او د تیلو د تصفیې کار په موقت ډول درول سوی، خو ظاهرا دغو بریدونو مرګ ژوبله نه ده اړولې.

د دنیپرو پيتروفوسک سیمې والي سرهی لیساک هم اعلان وکړ چې نیکوپول سیمه د پرله پسې دوهمې شپې لپاره هم د روسیې د بریدونو شاهده وه او د دغو بریدونو په ترڅ کې څو کورونه، موټرونه او د بریښنا مزي زیانمن سوي دي. د لېساک په وينا، لومړنۍ څېړنې ښيي چې په دغو بريدونو کې چا ته زيان نه دى اوښتى.

بل خوا روسيې د تېرې ورځې او شپې په اوږدو کې د دغه هېواد په لوېديځ کې په دوو سيمو کې د څلورواوکرايني بې پيلوټه الوتکو د نسکورولو اعلان کړى دى. د روسیې دفاع وزارت پرته له دې چې د دغو بریدونو د احتمالي زیانونو او تلفاتو په اړه نور معلومات ورکړي، اعلان وکړ چې دا بې پیلوټه الوتکې د اوکراین په پوله د بیلګورود په سیمه او د ایرول په سیمه کې نسکورې سوې دي.

د جون په میاشت کې د اوکراين له خوا  د ځوابي بریدونو له پیل راهیسې، په روسیه کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو څپې روانې دي او حتی په مسکو کې یې هم څو ودانې زیانمنې کړي دي.

ص.ذ/ب.ص