1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

روسیه: په مسکو کې مو اوکرايني ډرون راغورځولې

۱۴۰۲ مرداد ۲۷, جمعه

روسي چارواکو په مسکو کې د یوې اوکرايني ډرون د رانسکورولو خبر ورکړ. امریکا وايي ډير ژر به اوکراین ته د اف-۱۶ جنګي جیت الوتکو د انتقال جواز ورکړي. د امریکا او سعودي خارجه وزیرانو د اوکراين پر موضوع خبرې کړي.

https://p.dw.com/p/4VKTR
 مسکو ښاروال، سرګي سوبانیان وويل چې دغه ډرون د ګرينويچ مطابق، شپې یوه بجه د هوايي دفاع ځواکونو له خوا ووېشتل شوه
مسکو ښاروال، سرګي سوبانیان وويل چې دغه ډرون د ګرينويچ مطابق، شپې یوه بجه د هوايي دفاع ځواکونو له خوا ووېشتل شوهانځور: Shamil Zhumatov/REUTERS

د مسکو ښاروال، سرګي سوبانیان وويل چې دغه ډرون د ګرينويچ مطابق، شپې یوه بجه د هوايي دفاع ځواکونو له خوا ووېشتل شوه چې بیا ېې پاتې ټوټې د نندارتون له ساحې سره ټکر وکړ. هغه پر ټيلګرام ليکلي چې په پېښه کې څوک ژوبل شوي نه دي. رپوټونه وايي په پېښه کې یوې لوړپوړې ودانۍ ته زیان رسېدلی دی.

د روسيې دفاع وزارت هم پېښه تائيد کړې او د تېر په څېر د هغې پړه پر اوکراین وراچولې ده. کیف تر اوسه په دې ارتباط کوم غبرګون ندی ښودلی.

زياته شوې چې د دغې پېښې له کبله د مسکو په ټولو هوايي ډګرونو کې پروازونه د لنډ وخت له پاره متوقف شول. د دغې پېښې اړوند ويډيوګانې پر ټولنیزو رسنیو لاس په لاس کيږي چې په هغو کې د انفجار شېبه او بیا غليظ لوګی ښودل کيږي چې آسمان ته پورته کيږي.

ورته نور ولولئ: اوکراین ته د جنگي الوتکو د ورکولو په اړه د بریتانیا او هالند طرحه

اوکراین دفاعي سیستم د تقوېې له پاره مرسته

د بريتانيا په مشرۍ د اروپايي هېوادونو ېوې ډلې د جمعې په ورځ اوکراین ته د ۹۰ ميليون پونډو (۱۱۵ ميلیون امريکايي ډالر) برابرولو خبره وکړه. دغه ډله وايي یادې پېسې د اوکراین هوايي دفاع سیستم د تجهیزاتو په برخه کې کيږي تر څو ېې دغه هیواد سره مرسته کړي وي چې پر هغو د روسي حملو پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي.

د The International Fund for Ukraine په نوم د دغې ډلې غړي بريتانيا، ناروې، هالند، دنمارک او سويډن هېوادونه دي.

د آرشیف انځور - ایف-۱۶ جنګي جیت الوتکه - امریکا متحده ایالاتو خارجه وزارت ويلي چې ډېر ژر به اوکراین ته د دغو الوتکو د انتقال پر موضوع کتنه او موافقه وکړي
د آرشیف انځور - ایف-۱۶ جنګي جیت الوتکه - امریکا متحده ایالاتو خارجه وزارت ويلي چې ډېر ژر به اوکراین ته د دغو الوتکو د انتقال پر موضوع کتنه او موافقه وکړيانځور: U.S. Air Force/Staff Sgt. David Salanitri via ABACA/picture alliance

د رويټرز د رپوټ پر اساس، د مرستې په دغه بسته کې د ۵۶ ميلیون پونډو په ارزښت له نارويږي شرکت «کونګسبرګ» سره یو قرارداد هم شامل دی. دغه شرکت به اوکراین ته په موټر کې د کارتيکس ټايفون نصبيدونکی سیستم برابر کړي کوم چې د ډرونونو د کشف او لمنځه وړلو له پاره کارول کيږي.

د بریتانيا دفاع وزیر، بن والیس، وويل: «د هوايي دفاع دغه سیستمونه د اعیارولو له پاره د چټکې وړتیا او د انعطاف قابلیت لري چې کيدای شي د اوکراین د ملکيانو او زیربناو د محافظت او همدارنکه د جګړې په لومړيو کرښو ورڅخه استفاده وشي.»

ورته نور ولولئ: د روسيې دفاع وزارت: دوه اوکرايني ډرون مو ويشتلي

رپوټ وايي چې يادې ډلې د اوکراین هوايي دفاع تجهیزاتو په برخه کې دوه نور قراردادونه هم کوي، چې وروسته به اعلان شي.

اوکراین ته د اف-۱۶ جیت الوتکو ورکړه

په عين حال کې د امریکا متحده ایالاتو د اوکراین په ګډون دنمارک او هالند ته د F-16 ډوله جنګي جيت الوتکو د ليږد جواز صادر کړی دی.

د امریکا د خارجه وزارت د یوه ویاند په خبره، واشنګټن یادو دوو هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې دغه درخواست به ېې په چټکه توګه تر کتنې لاندې ونیول او موافقې ته به پرې ورسیږي، تر څو د اوکرايني پيلوټانو او تخنیکرانو د روزنو وروسته، دغه پرمختللې جنګي جیت الوتکې کیف ته وسپارل شي.

ورته نور ولولئ: امريکا اوکراين ته نوري پوځي مرستې ورکوي

د اوکراین د جنګي الوتکو پيلوټانو او تخنیکرانو ته هالند او دنمارک روزنه ورکوي. ویاند په دې هکله وويل: «موږ له هالند او دنمارک څخه د دې له پاره چې د اوکرایني پيلوټانو د روزنې رهبري کوي، ستاینه کوو.»

د آرشیف انځور - د مریکا د بهرنيو چارو وزیر، انتوني بلینکن له خپل سعودي عربستان سیال، فیصل بن فرحان سره د ۲۰۲۱م کال په اکتوبر کې
د آرشیف انځور - د مریکا د بهرنيو چارو وزیر، انتوني بلینکن له خپل سعودي عربستان سیال، فیصل بن فرحان سره د ۲۰۲۱م کال په اکتوبر کېانځور: Jonathan Ernst/AP Photo/picture alliance

خو د اوکراین د پوځ ویاند مخکې ويلي وو چې هغوی تمه نه لري په روان میلادي کال کې ایف-۱۶ جنګي جيت الوتکې ترلاسه کړي.

امریکا او سعودي پر اوکراين غږېدلي

سعودي عربستان د جمعې په ورځ وويل چې د امریکا د بهرنيو چارو وزير، آنتوني بلينکن، خپل عرب سیال، فیصل بن فرحان ته تيلفون وکړ. 

ورته نور ولولئ:بريتانيا:  مسکو: اوکراین ته د اف-۱۶ جنګي جيتونو ورکړه به غرب له «سترو خطرونو» سره مخ کړي

سعودي عربستان هڅه کوي تر څو په اوکراين کي جګړهد ديپلوماتيکو فشارونو له لارې پای او یوه سولیزه حل لاره ورته پیدا کړي. دغه هیواد په همدې موخه په ورستیو کې د ېوې غونډې کوربه وو.

د سعودي د بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې دواړو خارجه وزیرانو د همدې وروستۍ غونډې پر سر خبرې وکړې خو نور جزئيات ېې نه دي ورکړي.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.