1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيروسیه

اوکرايني ډرون د روسيې د نفتي موادو کښتۍ ويشتلې

۱۴۰۲ مرداد ۱۴, شنبه

په کرچ تنګي کې د روسيې د نفتو يوه لېږدونکې کښتۍ تخريب شوې چې په احتمال سره یوې اوکرايني ډرون په نخښه کړي وي. حمله د شنبې په ورځ شوې چې له امله ېې پر ستراتيژيک پُل چې کريميا له روسيې سره نښلوي د ترافيکو تګ راتګ ودرول شو.

https://p.dw.com/p/4Uo3K
د آرشیف انځور - د کریميا پل او یوه کښتۍ د کرچ په تنګي کې
د آرشیف انځور - د کریميا پل او یوه کښتۍ د کرچ په تنګي کېانځور: Alexey Pavlishak/REUTERS

دغه بريد داسې وخت کيږي چې تر دې یوه ورځ مخکې په توره بحیره کې د مسکو يوه جنګي بېړۍ وويشتل شوه. فرانس پریس د شنبې په ورځ د روسيې د ځمکني او سمندري ترانسپورت فدرالي ادارې له قوله خبر ورکړ چې پر SIG (د تيلو او کیمياوي موادو کښتۍ) روسي ټانکر باندې دغه بريد د جمعې په ورځ د کرچ تنګي په جنوب کې شاوخوا ۱۱ بجې او ۲۰ دقېقې وشو. دغې ادارې زیاته کړې چې په برید کې د کښتۍ «د انجنیرۍ کوټه تخريب او کښتۍ په اوبو کې لاهو شوې ده.»

نور ولولئ: زيلنسکي: د کریميا پُل راته يو مشروع پوځي هدف دی

یادې روسۍ ادارې پر تيلګرام ليکلي چې ټانکر یا کښتۍ په احتمال سره د ېوه سمندري ډرون په حمله کې ويشتل شوې چې له کبله ېې پکې سوری رامنځ ته شوی دی. زياته شوې چې کښتۍ په کنټرول کې راوستل شوې او د تخریب شوې برخې د ترميمولو له پاره ېې اقدامات جریان لري. د روسيې دولتي خبري آژانس ريا ناوستي ویلي دي چې دغه حمله ځاني تلفات نه لري.

فرانس پرس وايي چې د برید له کبله پر ستراتيژيک پله چې روسيه له کریميا نیمه ټاپو سره نښلوي، د ترافيکو تګ راتګ د شاوخوا درې ساعتونو له پاره درول شوی وو چې بیا د شنبې په ورځ وختي بېرته پيل شو.

نور ولولئ: روسيه له اوکراينه د غله جاتو صادرات متوقف کوي

د روسيې سي آي جي یا د تيلو او کیمياوي موادو ليږدونکي ټانکرونه د دې له پاره د امریکا تر بندیزونو لاندې دي چې په سوريه کې د ولسمشر بشار الاسد د ملاتړ په موخه د روسيې ځواکونو د جنګي جيت الوتکو د سوند مواد اکمالوي.

نور ولولئ: «روسي پوځ د کريميا پر بندر د اوکراين ۹ بې پلوټه الوتکې وويشتلې»

د اوکراین او روسيې تر منځ په توره بحيره کې وروسته له هغې د بریدونو په شمېر کې ډېروالی راغلی چې تېره میاشتروسيه د غله جاتو له تړونه ووته. د روسيې او اوکراین ترمنځ د غله جاتو تړون د تېرکال په جولای کې د ملګرو ملتونو او ترکيې په منځګړيتوب په استانبول کې لاسلیک کړ. دغه تړون په ميليونونو ټنه اوکرایني غله جاتو ته چې د جګړې له کبله د دغه هیواد په بندرونو کې بنده پاتې وه اجازه ورکړه تر څو د تورې بحېرې له بندرونو څخه په کښتيو کې نړېوالو مارکيټونو ته انتقال شي.

 bur-sea/brw/mtp/aha

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم (05.12.2017):