1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياامریکا متحده ایالات

انسان ته د خنځير په جنتیکي توګه اصلاح شوی پښتورګي پيوند

۱۴۰۳ فروردین ۳, جمعه

د لومړي ځل له پاره د امریکا د ماسچوست په عمومي روغتون کې انسان ته د خنځير په جنيتکي توګه اصلاح شوي پښتورګي د پيوند کولو عملیات په بریا سره ترسره شو. داګټرانو ويلي چې د دغه ۶۲ کلن ناروغ روغتيايي وضعيت ښه دی.

https://p.dw.com/p/4e0Je
د امريکا د ماساچوست په عمومي روغتون کې د ۲۰۲۴م کال د مارچ په ۱۶مه انسان ته د خنځير جنتیکي اصلاح شوي پوښتورګي د پیوندولو عملیات
د امريکا د ماساچوست په عمومي روغتون کې د ۲۰۲۴م کال د مارچ په ۱۶مه انسان ته د خنځير جنتیکي اصلاح شوي پوښتورګي د پیوندولو عملیاتانځور: AP Photo/picture alliance

 د ماسچوست روغتون د اعلاميې پر اساس، دغه د جراحۍ عملیات، د مارچ میاشتې په ۱۶مه ترسره شو چې شاوخوا ۴ ساعته وخت ېې ونيو. د امريکا متحده ایالاتو د خوړو او درملو سازمان، د جراحۍ دغه آزمايشي عملیات، پر ژوند ګواښوونکو ناروغیو د اخته ناروغانو له پاره د یوه ستر اقدام په توګه تائيد کړی دی.

د ماسچوست روغتون په اعلامیه کې راغلي چې پښتورګي هغه غړي دي چې د پيوند کولو له پاره ورته ډېره اړتيا وي . په اعلامیه کې زیاته شوې: «په امریکا متحده ایالاتو کې له سل زرو ډېر ناروغان د اهدايي غړو پيوند ته په تمه دي چې له ډلې څخه ېې په ورځ کې په اوسط ډول ۱۷ ېې خپل ژوند له لاسه ورکوي.» اهدايي غړي هغو غړو ته ويل کيږي چې يو کس ېې یا خپله یا ېې ولي بل ته په خپله خوښه ورکوي.

انسان ته د حيوان د غړي په نښلولو کې له شته اساسي ستونزو یوه دا ده چې د انسان د بدن ایمني سیستم لخوا نوی غړی په چټکه توګه دفع کيږي. د دغې ستونزې د مخنيوي له پاره، په دې وروستيو کې انسان ته د حیواناتو نښلونکي غړي تر ژنيتيکي اصلاحاتو لاندې نيول کیږي.

تر جنيتکی لاس کارۍ لاندې نيول شوي حیوانات، هغه حیوانات دي چې جنيتکي جوړښت ېې د جنيتکي مهندسۍ پر لارو چارو بدلون کړی وي.

د ۲۰۲۲م کال په جنوري کې هم د مريلند پوهنتون داکټرانو د لومړي ځل له پاره د خنځير زړه انسان ته واچاوه
د ۲۰۲۲م کال په جنوري کې هم د مريلند پوهنتون داکټرانو د لومړي ځل له پاره د خنځير زړه انسان ته واچاوهانځور: Cover-Images/imago images

د پښتورګي په دې وروستۍ جراحۍ کې د خنځير پر پښتورګي ۶۹ جنيتکي بدلونونه عملی شول چې په نتیجه کې ېې دغه جين د انساني جينونو ځای ناستي شول.

د ۲۰۲۲م کال په جنوري کې هم د مريلند پوهنتون داکټرانو د لومړي ځل له پاره د خنځير زړه انسان ته واچاوه. دغه انسان وروسته له دوو میاشتو د یو ويروس له کبله چې د خوګ په زړه کې وو، مړ شو.

امریکايي داکټرانو د ۲۰۲۳م کال په اوړي کې هم په نیویارک کې د خنځير یو پښتورګی د جنيتکي اصلاحاتو پروسې تر ترسره کولو وروسته، په بریا سره د مغزي سکتې يو ناروغ ته پیوند کړ. د دغه پيوند پاېښت په دا ډول پيوندونو کې تر ټولو اوږد وو.

د انسان د اهدايي غړو پيوند کول په نادراتو کې راځي چې تقاضا ورته د اهدا وړ غړو په پرتله د پام وړ دېره ده. همدا دلیل دی چې داکټران د حیواناتو هغو غړو نښلولو ته چې په جنيتکي توګه تغير شوي وي، ډېرې هيلې لري.

د ایرانيانو د اهدايي غړو د ټولنې مشر، امید قبادي، تېرکال پسرلی کې ويلي وو چې د مغزي سکتې له کبله د یو مړ شوي انسان له یو تر اته پورې غړي (دوه پوښتورګي، دوه سږي، زړه، قفسه، لوزالمعده او کوچنۍ کولمې) بل انسان ته ورکول کېدای شي. قبادي ويلي وو چې په «ایران کې هر کال ۳۰۰۰ کسان د مغزي سکتې له کبله مړه کيږي چې له دې ډلې یوازې د زرو کسانو غړي ورکول کیږی او د ۲۰۰۰ نورو هغو خاورو ته سپارل کيږي.»

دویچه وله ف/م.ک.ص./ب.ص.

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل