1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لومړي ځل انسان ته د خنځير زړه د پيوند کاميابه تجربه شوې

۱۴۰۰ دی ۲۱, سه‌شنبه

په امريکا کې ډاکترانو په لومړي ځل په جنيتکي توګه تغير شوی د خنځير زړه يوه سړی ته پيوند کړی دی. دغه کس چې زړه یې له کاره لوېدلی وو، تر دې جراحي عملیاتو وروسته اوس روغ ښکاري.

https://p.dw.com/p/45O2b
USA | Erstmals Schweineherz-Transplantation für einen Menschen
انځور: Tom Jemski/University of Maryland School of Medicine/picture alliance

 

۵۲ کلن امریکايي دیود بينيت هغه لومړی انسان دی چې په جنیتکي توګه تغير شوی د خنځير زړه ورته پيوند شوی دی. د میريلند ايالت ډاکترانو ويلي دي چې دې عملياتو کابو اوه ساعته وخت ونيو او تر عملیاتو درې ورځې وروسته اوس ناروغ ښه عکس العمل ښوولی دی.

که څه هم چې تر اوسه لا معلومه نه ده چې د دې نوي زړه له کبله بينيت نور څومره وخت ژوندی وي، خو د نوموړي د زړه دا پيوند د هغه د ژوند ژغورلو وروستۍ هيله ګڼل کيدله. بينيت تر خپلو عملياتو يوه ورځ دمخه ويلي ول: «يا به مړ کيدلم او يا به مې دا عمليات [ترانسپلانت] کول.»

هغه وويل: «زه پوهيږم دا داسې ده لکه په تياره کې د غشي ويشتل خو همدا زما له پاره وروستۍ هيله ده.»

تر دې دمخه ډاکترانو د نوموړي په زړه کې د انسان د زړه پيوند له امکانه لیرې بللی وو. دا څه هله پيښيږي چې د ناروغ حالت ډېر زيات خراب وي او د انسان د زړه پيوند پکې هيڅ ممکن نه وي.

د ترانسپلانت يا زړه د پیوندولو طبي ډلې له پاره دا د څو کلونو څېړنو نتیجه ده چې پر دې یې له څو ورځو راهيسې کار کاوه. که چېرې دا تجربه په رښتيا هم کاميابه شي نو دا نوی پرمختګ به په ټوله نړۍ کې د انسانانو ژوند بدل کړي. ساينس پوهان هيله لري چې د خنځيرانو د بدن غړي به د بسپنه شويو عضاو د کمښت ستونزې په حلولو کې ډېره مرسته وکړي.

د حراجي عملیات له لارې د خنځير د زړه پيوند کوونکي ډاکتر هارتلې ګريفت په دې اړه ويلي: «دا داسې عملياتو ول چې کولی شي موږ د بدن د غړيو د کمښت د بحران حل ته يو قدم نور ور نزدې کړي. د هغو کسانو نوملړ ډېر اوږد دی چې د زړه د بسپنې او پيوند ته په انتظار دي چې دا تقاضا د اعضاو په بسپنه نه شي پوره کيدلی.»

نوموړي زياته کړې: «موږ ډېر په محتاط ډول مخته ځو خو موږ په عين حال کې دا تمه هم لرو چې په نړۍ کې ترسره کیدونکي دا لومړي عملیات به په راتلونکي کې د مریضانو له پاره يو ډېر مهم بديل وي.»

په امریکا متحده ایالاتو کې اړونده دولتي څارونکې ادارې په دې تړاو د میريلنډ ميديکل سنتر پوهنتون ډاکترانو ته د دې ډول پيوند او عملیاتو ځانګړې اجازه ورکړې وه يعني دا چې مريض تر دې عملیاتو پرته د ژوند هيڅ چانس نه لري.

په ياد پوهنتون کې د زينو ترانسپلانټيشن د پروګرام مشر ډاکتر محمد محي الدين چې انسانانو ته د ژويو د بدن د غړيو د پيوند د برخې مشري هم کوي، وويل چې د امريکا د خوراک او درملو ادارې د دوی د تجربې او د هغه خنځير په اړه معلوماتو چې زړه یې په جنيتکي توګه تغير کړل شوی وو، تر اروزولو وروسته «په داسې یوه مريض کې د دې زړه د پيوند اجازه ورکړې وه چې د درملنې هيڅ بل بديل یې نه درلود.»

د کارپوهانو په حواله د ځنځير غړي په انسانانو کې د پيوند يوه مهم وسيله ده ځکه چې د بدن غړي یې د انسانانو د بدن له غړيو سره ډېر ورته والی لري. په انسانانو کې د خنځير د پښتورګو، جيګر او سږو د پیوند په اړه څېړنې رواني دي.

په تېر نوامیر مياشت کې امريکايي جراحانو يوه داسې کس ته چې ماغزه یې مړه ول، د خنځير پښتورګی په کاميابۍ سره پيوند کړی وو. دا هم د طب په تاريخ کې يوه ډېره مهمه پېښه وه.

د دې تازه تجربې تر ټولو مهمه خبره داده چې په دې ترڅ کې د ناروغ بدن هيڅ ډول غبرګون نه دی ښوولی. د دې تجربې له پاره ساينس پوهانو د خنځير جينونه داسې تغير کړل چې په انساجو کې ماليکيول پاته نه شي چې له کبله یې انساني غړي هغه رد کړي.

ب. ص/ ن.ز (Reuters)