1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: هغه سړی مړ سو چي د خوګ زړه ورته پيوند شوی وو

۱۴۰۰ اسفند ۱۹, پنجشنبه

په امریکا متحده ایالاتو کې هغه ۵۷ کلن کس چې د زړه ناروغي یې لرله او د لومړي ځل له پاره ورته له جینیتکي پلوه تغیر شوی د خوګ زړه پیوند شوی وو، د تیرې سې شنبې په ورځ مړ شوی دی.د هغه د مرګ علت روښانه نه دی.

https://p.dw.com/p/48GjN
USA | Erstmals Schweineherz-Transplantation für einen Menschen
انځور: Cover-Images/imago images

د ډاویډ بینیټ په نامه دغه امریکايي چې د زړه نه رغیدونکی ناورغي یې لرله د روان میلادي کال د جنوري میاشتې پر ۷مه نیټه ورته د خوګ داسې زړه پیوند شوی وو چې له جنیتیکي اړخه پکې تغیرات راوستل شوي ول. دغه کس د تیرې سې شنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د میریلنډ په روغتون کې مړ شوی دی.

یاد روغتون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د بینیټ روغتیايي وضعیت څو ورځې وړاندې خراب شوی وو. بینیټ د زړه د پیوند تر عملیاتو وړاندې هم د زړه د نه فعالیت له کبله له بد روغتیايي حالت سره مخامخ وو. د هغه جراح بارټلي ګریفیت د یوه ویډیويي پیغام له لارې ویلي چې د زړه تر پیوند وروسته د هغه زړه په ښه توګه فعالیت کاوه. یاد روغتون همدا راز ویلي چې بینیت د خپل ژوند په وروستیو ساعتونو کې له خپلې کورنۍ سره د خبرو او اړیکې توان درلود.

دغه امریکايي ناروغ د تیر میلادي کال په اکتوبر میاشت کې دغه روغتون ته راوړل شوی وو او د زړه د نه فعالیت له کبله د زړه او سږو د یوه ماشین له لارې یې د بدن فعالیت ساتل کیدو او د زړه د عادي او نورمال پیوند له پاره یې شرایط مناسب نه وو. بینیت ته بیا وروسته د یاد روغتون ډاکټرانو د خوګ یو داسې زړه ور پیوند کړ چې له جنیتیکي پلوه پکې تغیرات راوړل شوي وو ترڅو د انسان بدن یې رد نه کړي. د هغه زوی هغه مهال دغه عملیات یوه معجزه بللې وه.

څیړونکې له اوږدې مودې راهیسې په دې باور دي چې د انسان له پاره د بدن د غړو د تولید له پاره خوګ یا خنځیر تر ټولو مناسب حیوان دی، ځکه چې په ځینو مواردو کې له انسانانو سره شباهت لري. تر دې مخکې هم دغه راز عملیات شوي دي چې پکې د خوګ د بدن اعضا انسان ته پیوند شوي خو ناکام شوي دي.

کارپوهانو یې دلیل جنیتیکي بدلون په ګوته کړی چې له کبله یې انسان ته پیوند شوي غړي د انسان د بدن له لوري رد کیږي.