1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

انسان ته د خنځير د پښتورګي د پيوند لومړۍ کاميابه تجربه

۱۴۰۰ آبان ۱۷, دوشنبه

امريکايي جراحانو داسې يوه کس ته چې ماغزه یې مړه دي، د خنځير يا خوګ د پښتورګي د پيوندولو کاميابه تجربه ترسره کړې ده. د دغه انسان بدن د ژوي پښتورګی نه دی دفع کړې.

https://p.dw.com/p/42iWO
New York Experiment Transplantation Schweineniere auf Mensch
انځور: Joe Carrotta/NYU Langone Health/AP/picture alliance

د انسان په بدن کې د خنځېر يا خوږ د پښتورګي د پيوند دا کاميابه تجربه د طب په تاريخ کې يوه لويه لاس ته راوړونه ثابتيدلی شي.

د نيويارک د «لنګون صحي مرکز» سره تړاو لرونکې ډاکترانو يوه ډله بريالۍ شوې چې د «Xenotransplantation» دا عمليات په کاميابۍ سره ترسره کړي. په انسانانو کې د پښتورګو د پيوند په برخه کې دا لومړی ځل دی چې د خنځير له پښتورګي څخه کار اخيستل کيږي.

تر ټولو مهمه مشاهده

د دې تجربې تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د جراحۍ عملياتو په ترڅ کې هيڅ ډول عکس العمل نه دی ليدل شوی. د دې تجربې د کاميابولو له پاره څېړونکو د خنځير په جينونو کې داسې بدلون راوستلی وو چې په انساجو کې هيڅ ماليکيولونه پاتې نه شي چې له کبله هغه د انسان د بدن غړي دفع کړي.

د ناروغې ماغزه مړه ول

د دې تجربې له پاره څېړونکو يوه داسې ښځه غوره کړې وه چې ماغزه یې مړه ول. دا عمليات د دې ښځې د کورنۍ په اجازه ترسره شول. دا چې د دې ښځې پښتورګو سم کار نه کاوه نو له کبله یې ورته د خنځير د پښتورګو د پيوندولو پريکړه وشوه.

New York Experiment Transplantation Schweineniere auf Mensch
جراحانو د خنځېر پښتورګی د ناروغې ښځې د وينې له رګونو سره وصل کړانځور: Joe Carrotta/NYU Langone Health/AP/picture alliance

خو د پيوندولو د دې عملیاتو طريقه بېله وه. جراحانو د خنځېر  پښتورګی د دې ښځې په بدن کې نه دی پيوند کړی بلکې د هغې له رګونو سره یې وصل کړی دی. په دې توګه د دې تجربې په ترڅ کې د خنځير د بدن دا غړی د ښځې په بدن کې دننه نه وو او څيړونکو کولای شول هغه له نزدې وڅاري.

تر درو ورځو نظارت وروسته څېړونکي په دې باوري شول چې د پيوندولو دا عمليات بريالي دي او دا ښايي په دې برخه کې هیلې را وټوکوي.

د خنځېر پښتورګي کار ورکوي

Dialyse
د ډايليسس يا وينې د پاکولو له ماشينانځور: picture-alliance/dpa/A. Burgi

د پښتورګي د پيوند د دې ځانګړو عملياتو له پايلو دا څرګنديږي چې د انسان د بدن د وينې له رګونو سره وصل د خنځير پښتورګی په دقيقه توګه د انسان د پښتورګي په ډول کار کوي. د خنځېر پښتورګي هم د انسان د پښتورګو په څېر له بدن څخه فاضله مواد فلتر يا چاڼ کړل او په هماغه اندازه بولې یې توليد کړي لکه يو مريض چې یې د انسان د پښتورګي د پيوند ترلاسه کولو ورسته توليدوي.

د دبدن د غړيو د عطيه کوونکو کمښت

په انسانانو کې په عمومي توګه د ځېګر ترڅنګ د پښتورګو پيوندول هم عام دي. په آلمان کې يوازې په ۲۰۲۰م کال کې ۱۴۰۰ پښتورګي پيوند شوي ول خو اړتيا یې لا تر دې هم ډېرو انسانانو درلودله.

اوس په آلمان کې تر ۷۰۰۰ زيات انسان د ژوند ژغورنې له پاره د پښتورګو پيوند کولو ته اړتيا لري او دا شمير کال په کال پسې زياتيږي.

هغه مريضان چې د پيوند کولو له پاره ورته پښتورګي نه پيدا کيږي، د ډايليسس يا وينې د پاکولو له ماشين سره وصل کيږي. په آلمان کې د تر ۵۰ زرو ډېرو مريضانو ژوند په دغه ماشین پورې تړلی دی.

د خنځير د پښتورګو د پيوند دا تجربه په څرګند ډول د خوښې خبره ده خو دا تصوير يو بل اړخ هم لري. د ژويو د حقونو له پاره په هلو ځلو بوختې ډلې پر دې «Xenotransplantation» سختې نيوکې کوي.

ب. ص/ ن. ز (Gudrun Heise)

زموږ له آرشيف څخه: