1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

محمد بن سلمان او جک سالیوان د سعودي په ظهران کې ليدلي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۳۰, یکشنبه

د سعودي عربستان شهزاده محمد بن سلمان او د امریکا متحده ایالاتو امنيتي سلاکار جک سالیوان د ستراتيژيکو تړونو پر یوې «نیمه وروستۍ» نسخې خبرې کړي. امریکا هڅه کوي تر څو سعودي عربستان د اسرائيل رسميت پېژندلو ته نژدې کړي.

https://p.dw.com/p/4g2T8
د سعودي عربستان دولتي رسنۍ د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د می ۱۹) رپوټ ورکړی چې د سلمان او سالیوان کتنې د دغه هېواد په شرقي ښار، ظهران، کې شوي
د سعودي عربستان دولتي رسنۍ د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د می ۱۹) رپوټ ورکړی چې د سلمان او سالیوان کتنې د دغه هېواد په شرقي ښار، ظهران، کې شويانځور: Nathan Posner/AA/Leon Neal/AP/picture alliance

د سعودي عربستان دولتي رسنۍ د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د می ۱۹) رپوټ ورکړی چې د سلمان او سالیوان کتنې د دغه هېواد په شرقي ښار، ظهران، کې شوي.

دغه تړونونه د لومړي ځل له پاره د واشنګټن د هغو سترو هڅو یوه برخه ارزول کیږي چې غواړي رياض د اسرائيل په رسميت پېژندلو ته نژدې کړي، هغه هڅې چې په غزه کې د روانې جګړې له کبله پېچلې او زیانمنې شوي دي.

د فرانسې خبري آژانس د سعودي دولتي رسنۍ له قوله وايي چې شهزاده محمد بن سلمان او جک سالیوان د سعودي عربستان او امریکا متحده ایالتو ترمنځ د «ستراتيژيکو تړونو پر نيمه وروستۍ نخسې چې کار ېې مخ په بشپړېدو دی» خبرې کړي دي.

زیاته شوې چې دواړو خواوو د فلسطينیانو پر مسئله هم خبرې کړي، کومه چې سعودي او امریکا ورته د یوې معتبرې حل لارې د موندلو له پاره هڅې کوي. په دغې کتنه کې د غزې پر وضعیت او هلته د جګړې پر درولو او جګړه ځپلې سېمې ته د بشري مرستو رسېدو ته د سهولتونو د رامنځ ته کولو پر مسئلو هم خبرې شوي دي.

سپينې ماڼۍ ويلي چې ټاکل شوې سالیوان د جګړې په هکله د خبرو له پاره د يکشنبې په ورځ ناوخته اسرائيل ته ولاړ شي.

ریاض په حاضر وخت کې د واشنګټن تر ټولو مهم امنيتي متحد دی او د بایدن ادارې له مودې راهيسې هڅې پيل کړي تر څو داسې یو توافق ته ورسیږي چې له مخې ېې کېدای شي سعودي عربستان امریکا سره د ېو ځواکمن ستراتيژيک تړون په بدل کې اسرائيل په رسميت وپيژني.

محمد بن سلمان په سپتمبر میاشت کې امریکايي شبکې فاکس نیوز سره په يوه مرکه کې ويلي وو چې د اړيکو د عادي کېدو یو توافق ته «موږ هره ورځ ورنژدې کيږو.» هغه دغه مرکه د اکتوبر په ۷مه پر اسرائيل د حماس ډلې له حملې مخکې کړې وه. دغه هڅې تر یادې حملې او په غزه کې د روانو تاوتريخوالو له کبله سختې اغیزمنې شوي دي.

 (AFP)mks/aa

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل