1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو په یمن کې د شخړو د زیاتیدو خبرداری ورکړی

۱۴۰۲ بهمن ۲۶, پنجشنبه

د یمن له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په دغه هیواد کې د «نه ختمیدونکي خرابۍ» پای ته رسولو له پاره د سمدستي اقدام غوښتنه کړې. هغه د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې جګړه ودروي او په سيمه کې له تاوتريخوالي ډډه وکړي.

https://p.dw.com/p/4cREy
Jemen Sanaa 2024 | Huthi-Anhänger protestieren gegen Luftangriffe von USA und Großbritannien
د ملګرو ملتونو په وینا، د عربي ټاپو په دې بې وزله هیواد کې شخړه او د هغې پایلې نن ورځ په نړۍ کې ترټولو بد بشري بحران دی. انځور: Houth Media Center/Handout via REUTERS

د یمن له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په دغه هیواد کې د «نه ختمیدونکي خرابۍ» پای ته رسولو له پاره د سمدستي اقدام غوښتنه کړې. هغه د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې جګړه ودروي او په سيمه کې له تاوتريخوالي ډډه وکړي.

په یمن کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هانس ګراندبرګ د چهارشنبې په ورځ وویل: «زه د یمن له ښکلیو غاړو او اړوندو سیمه ایزو لوبغاړو غواړم چې په یمن کې د منځګړیتوب له پاره فضا خوندي او په سور سمندرګي کې د تاو تریخوالي د کمولو ملاتړ وکړي.»

نوموړي وویل: «د وضعیت د خرابیدو نه ختمیدونکې دورې» پای ته رسولو له پاره باید درې کارونه ترسره شي.

UN-Sondergesandter für Jemen Hans Grundberg
په یمن کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هانس ګراندبرګ انځور: Fayez Nureldine/AFP

له څو میاشتو راهیسې، ایران پلوه حوثي ملیشو، چې د جګړه ځپلي یمن په شمال کې ډیری سیمې کنټرولوي، په سور سمندر کې پر کښتیو بریدونه کوي، چې یوه مهمه نړیواله سوداګریزه لار ده. امریکا او برتانيا د حوثي یاغیانو د بریدونو په ځواب کې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر مرکزونو بریدونه وکړل.

له ۲۰۱۴م کال راهیسې، شیعه حوثي وسله وال د یمن له حکومت سره په کورنۍ جګړه کې ښکیل دي. په ۲۰۱۵م کال کې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ایتلاف د دغه هېواد په جګړه کې لاسوهنه وکړه او د حکومتي ځواکونو ملاتړ یې وکړ.

د ملګرو ملتونو په وینا، د عربي ټاپو په دې بې وزله هیواد کې شخړه او د هغې پایلې نن ورځ په نړۍ کې ترټولو بد بشري بحران دی.

د ۲۰۲۲م کال په اپریل میاشت کې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب اوربند وشو چې له امله یې جګړه کمه شوه، خو دا اوربند اوس پای ته رسېدلی دی.

د اکتوبر پر اوومه د اسرائيل او د فلسطين د اسلامي سخت دريځې ډلې حماس تر منځ د جګړې له پيل راهيسې، حوثي ياغيانو په سره سمندرګي کې پر ګڼو کښتيو بريدونه کړي دي. دغه وسله واله ډله ځان د اسرائیل پر ضد د «مقاومت د محور» د یوې ډلې برخه ګڼي، چې حماس او د لبنان شیعه ملېشې حزب الله پکې شاملې دي.

حماس ډله د جرمني، اروپايي ټولنې، امریکا متحدو ایالتونو ځينو نورو هېوادونو له خوا د ترورېستي سازمان په توګه پېژندل شوې ده.

(AFP/Rs/pa