1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا د استازو مجلس د اسرائیل د ملاتړ لایحه تصویب کړه

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۸, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو د استازو مجلس چې اکثریت یې د جمهوري غوښتوونکو په لاس کې دی د پنجشنبې په ورځ هغه لایحه تصویب کړه چې سپینه ماڼۍ اسرائیل ته په وسلو استولو مکلف کوي.

https://p.dw.com/p/4fy2e
USA Washington | Kapitol
انځور: Pedro Ugarte/AFP/Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د حکومت منتقد جمهوري غوښتونکو د پنجشنبې په ورځ (د می میاشتې ۱۶ نیټه) په غونډه کې د بایډن له خوا اسرائیل ته د وسلو د محمولې استولو پر معانعت کولو نیوکه وکړه. دوی «اسرائیل ته د امنیتي مرستو د ملاتړ» تر عنوان لاندې دغه هیواد ته د وسلو استولو لایحه تصویب کړه، چې پر اساس یې سپينه ماڼۍ باید اسرائیل ته د وسلو محموله وسپاري.

د بایډن حکومت تیره اونۍ د دغې محمولې چې ۳۵۰۰ بمونه (۲۰۰۰ پونډي او ۵۰۰ پونډي) پکې شامل دي اسرائیل ته یې استول په دې دلیل بند کړي وو، څو په رفح کې له دغو وسلو څخه استفاده ونه شي.

امریکایي چارواکو په دې اړه ویلي ول پر رفح د اسرائیل د پلان شوي حملې په اړه لا د واشنګټن اندېښنه نه ده لیرې شوې او امریکا په همدې دلیل «اسرائیل ته د بمونو د محمولې استول درولي دي».

د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې اسرائیل ته د امنیتي مرستو د ملاتړ لایحه که څه هم د ۱۸۷ مخالفو رایو په مقابل کې له ۲۲۴ موافقو رایو سره تصویب شوه، خو د کتونکو په باور دا د غزې په جګړه کې د بایډن د حکومت له سیاست سره د مخالفت کولو یو نمایشي اقدام معلومیږي.

دغه لایحه باید د سنا مجلس له خوا چې اکثریت یې دیموکراتان دي هم تصویب شي، په دې دلیل نو د کارپوهانو په وینا په یوه قانون د بدلیدو جانس نه لري.

رویترز خبري آژانس د اسرائیل د ملاتړ په برخه کې د دې لایحې تصویبیدل په امریکا متحده ایالاتو کې د یوه ژور درځ نښه بللې ده او لیکلي یې دي چې د دې لایحې تصویبیدل په داسې یو کال کې چې ټاکل شوې ده د امریکا د جمهوري ریاست ټاکنې پکې ترسره شي دغه واټن لا زیات واضح کړی دی.

د وسلو په برخه کې د اسرائیل د ملاتړ په هکله په واشنګټن کې سیاسي مناقشې په داسې یو وخت کې جریان لري چې د «وال سټریټ ژورنال» ورځپاڼې په دې وروستیو کې رپوټ ورکړی دی چې د جو بایډن حکومت د سه شنبې په ورځ د دغه هیواد کنګرې ته اطلاع ورکړه چې د څه دپاسه یوه میلیارد ډالرو په ارزښت به د مرستو یوه نوې بسته اسرائیل ته واستوي.

په دې بسته کې د شاوخوا ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د ټانک مرمۍ، ۵۰۰ میلیونه ډالره تکتیکي نقلیه وسایل او د ۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د هاوان مرمیو استول شامل دي.

په هر حال، اسرائیل ته د وسلو د مرستې د یوې برخې بندولو په هکله د بایډن حکومت سیاست د جمهوري غوښتونکو غوسه را پارولې ده. یو شمیر جمهوري غوښتونکي استازي وایي چې جو بایډن له خپلو وروستیو پریکړو سره اسرائیل ته شا اړولې ده.

د غزې جګړه د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر مياشتي پر اوومه د اسرائیل پر خاورې د حماس ترهګرې ډلې په خونړي برید سره پیل شوه. د حماس ځواکونو شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۲ نور یې له ځان سره یرغمل غزې ته وتښتول.

د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د وینا له مخې د اکتوبر له ۷ راهیسې د اسرائیل په غچ اخیستونکو بریدونو کې تر اوسه پورې تر ۳۵ زرو ډیر فلسطینیان وژل شوي او تر ۷۸ زرو ډیر نور ټپیان شوي دي. د حماس ډلې له خوا وړاندې شوي ارقام د کومې مستقلې سرچینې له خوا نه دي تائید شوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب