1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایډن: ممکن زر د سعودي او اسرائیلو ترمنځ هوکړه رامنځته شي

۱۴۰۲ مرداد ۷, شنبه

د څو میاشتو راهیسې امریکایي چارواکي د پخوانیو سیالو هیوادونو سعودي عربستان او اسرائیلو ترمنځ د یوې تاریخي موافقې رامنځته کولو هڅه کوي. خو له داسې کومې احتمالي هوکړې څخه مخکې د سعودي عربستان اندېښنې نه دي لیري کړای شوي.

https://p.dw.com/p/4UXJh
Bildkombo | Flagge Israel und Saudi Arabien

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي دي چې کیدای شي په نږدې راتلونکي کې د اړیکو عادي حالت ته راوستلو په خاطر د سعودي عربستان او اسرائیلو ترمنځ یوه هوکړه رامنځته شي. بایډن دغه څرگندونې په جده کې له سعودي چارواکو سره د امریکا د امنیتي سلاکار تر لیدنې کتنې وروسته کړي دي.

سعودي عربستان د اسرائیل پر وړاندې خپل هوایي قلمرو پرانیزي

د امریکا ولسمشر جو بایډن د دغه هیواد د ۲۰۲۴م کال د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین له پاره د بسپنې را ټولولو مراسمو ته په وینا کې ویلي «احتمال لري د روغې جوړې بهیر دوام وکړي.» خو هغه په دې اړه نور جزویات وړاندې نه کړل.

امریکایي چارواکي د څو میاشتو راهیسې په سیمه کې د دوو پخوانیو سیالیو هیوادونو سعودي عربستان او اسرائیلو ترمنځ د یوې تاریخي هوکړې رامنځته کولو له پاره کوښښ کوي، خو د سعودي رهبرۍ تر اوسه پورې له دې بهیر سره مخالفت کړی دی.

د امریکایي ورځپاڼې «نیویارک تایمز» لیکوال تهامس فریډمین د پنجشنبې په ورځ په خپل یوه خپاره کړي مضمون کې لیکلي دي چې ولسمشر بایډن پر دې خبرې غور کوي چې د امریکا او سعودي ترمنځ یو داسې گډ امنیتي تړون ته وده ورکړای شي، چې له برکته یې د سعودي عربستان او اسرائیلو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې عادي حالت ته را وگرځي.

د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان چې د بایډن یو له تر ټولو باور وړو کسانو څخه دی د منځني ختیځ له پاره د امریکا متحده ایالاتو له ځانگړي استازي بریت میک گرک سره یوځای، په همدې روانه اونۍ کې په جده کې د سعودي عربستان او اسرائیلو ترمنځ د اړیکو عادي حالت ته راوستلو له پاره د یوې احتمالي هوکړې په هکله خپل نظرونه تبادله کړل.

«عربستان خلک له اسرائیل سره د روابطو عادي کیدو ته آماده کوي»

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دور کې مراکش، سوډان، بحرین او متحده عربي اماراتو له اسرائیلو سره همداسې یو تړون لاسلیک کړی و چې له اسرائیلو سره د دغو هیوادونو د اړیکو عادي حالت ته د را گرځیدو سبب شو.

اوس امریکایي چارواکي د سعودي عربستان او اسرائیلو ترمنځ هم د داسې یوې موافقې رامنځته کیدل له امکان څخه لیري نه بولي.

رویټرز: ش.ن/ ن.ص