1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان یو دریم هیواد ته د پناغوښتنې پروسې پر انتقال غور کوي

۱۴۰۳ تیر ۱, جمعه

د المان حکومت نورو هیوادونو ته د پناه غوښتنې پروسې انتقالولو ارزونې ته ادامه ورکوي او د مناسبې طرحې پیدا کولو هیله لري. له البانیا سره د ایټالیې او له روانډا سره د بریتانیې د موافقې ماډلونه تر ارزونې لاندې دي.

https://p.dw.com/p/4hME3
Deutschland Ministerpräsidentenkonferenz Migrationspolitik
آرشیف انځور: له ایالتي لومړي وزیرانو سره د شولڅ غونډهانځور: Hannes P Albert/dpa/picture-alliance

د المانصدراعظم اولاف شولڅ ایالتي لومړي وزیرانو ته ډاډ ورکړ چې د هغې طرحې ارزونه به دوام پیدا کړي چې له مخې به یې د پناه غوښتونکو د غوښتنلیکونو د ارزونې بهیر له المان او اروپايي اتحادیي څخه بهر په یوه دریم هیواد کې ترسره کیږي.

شولڅ د پنجشنبې په ماښام له دې غونډې وروسته په برلین کې وویل: «مونږ په دې برخه کې په پریکړنده ډول موافقې ته رسیدلي یو چې د ارزونې بهیر ته دوام ورکوو.» 

نوموړي زیاته کړه چې اراده لري د دسمبر په میاشت کې د ۱۶ ایالتونو له لومړیو وزیرانو سره په راتلونکي غونډه کې به په دې اړه خپل وړاندیزونه مطرح کوي.

د کومو طرحو ارزونه روانه ده؟

د المان ایالتونو د پنجشنبې ورځې تر غونډې مخکې په یوه دریم هیواد کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو د ارزونې له پاره پر «مشخصو ماډلونو» د غور کولو غوښتنه کړې وه. د المان د کورنیو چارو وزارت یو دریم هیواد ته د پناهندګۍ پروسې د انتقالولو په اړه له کارپوهانو نظرونه غوښتي وو.

د المان د حکومت توجه روانډا ته د پناهندګۍ د پروسې انتقالولو په اړه د بریتانیې او په البانیا کې د پناغوښتنې غوښتنلیکونو د ارزول کیدو په هکله له دغه هیواد سره د ایټالیې د موافقې پر طرحو متمرکزه ده.

خو ډیری کارپوهانو د المان له پاره له دغو ماډلونو څخه استفادې ته د شک په سترګه ګوري او په دې هکله یې یو شمیر قانوني او عملي خنډونو ته اشاره کړې ده.

شولڅ ونه ویل چې کوم ماډل کیدای شي د المان له پاره مناسب وي، خو زیاته یې کړه چې اوس مهال د ټولو انتخابونو په هکله «محتاطانه» ارزونې به دوام وکړي.

د المان د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر وویل چې په یوه دریم هیواد کې د پناغوښتنې د غوښتنلیکونو ارزونه کیدای شي د المان د مهاجرت سیاست د مجموعي ترکیب یوازې یوه برخه و اوسي، خو د المان د مهاجرت په وضعیت کې کوم اساسي بدلون نه رامنځته کوي او نه به هم د هغو کسانو په شمیر کې کوم د پام وړ تغیر رامنځته کړي چې په دغه هیواد کې د پناه په لټه کې دي.

همدارنګه لا روښانه نه ده چې ایا داسې هیوادونه به پيدا شي چې له المان څخه دې د پناه غوښتونکو منلو ته اماده وي.

ایالتي لومړي وزیران څه وایي؟

د نیدرزاکسن ایالت لومړی وزیر شټیفن وایل، چې د شولڅ په شان د المان د سوسیال دیموکرات «اس پي ډي» منځ لارې کیڼ اړخي ګوند پورې اړه لري، وویل چې له المان څخه بهر د پناغوښتنې غوښتنلیکونو د ارزول کیدو پروسې په هکله شک لري.

د اروپا ټاکنې؛ آسيايي مهاجر خپل راتلونکې ته انديښمن دي

نوموړي وویل چې د کارپوهانو خبرو «یو لړ پوښتنې» را پورته کړي دي. وایل ټولو هغو کسانو ته چې فکر کوي په یوه دریم هیواد کې د پناغوښتنې د غوښتنلیکونو د ارزونې په اړه د تحقیقاتو پایلې کیدای شي مثبتې وي، سپارښتنه کړې چې محتاطه دې اوسي.

له بلې خوا د هِسن ایالت لومړي وزیر بوریس راین، ډاډ څرګند کړ چې مرکزي حکومت او ایالتونه به د کارپوهانو د نظرونو له کبله تسلیم نه شي، بلکې «د عملي کیدو په خاطر به مشخص وړاندیزونه او ماډلونه» وړاندیز کړي.

راین وویل چې په المان کې د عملي کیدو وړ یوه میتود ته د لاسرسي هڅو په مسیر کې د «عطف نقطه» رامنځته شوې ده.

دغه رپوټ لومړی زمونږ په همکارې رسنۍ اینفو مایګرنټس کې خپور شوی دی.

awa/sn (AFP, dpa)