1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمانه دافغانستان گاونډيو ته د خطرپيښوونکوافغانانو اخراج؟

۱۴۰۳ خرداد ۱۶, چهارشنبه

یوه آلماني چارواکي وړاندیز کړی چي مجرم او خطرپیښوونکي مهاجرافغانان دي د افغانستان گاونډیو هیوادونو ته اخراج سي. دغه ډول غوښتني، په منهایم ښار کي د یوه افغان تر برید وروسته چي له امله یې یو پولیس مړ سو، مخ پر زیاتیدو دي.

https://p.dw.com/p/4gfeO
Abschiebeflug Abschiebung Symbolbild
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

په جرمني کي د هغو افغان مهاجرو د اخراج د څرنگوالي په هکله بحثونه چي جرمونه کوي او یا هم د دغه هیواد د امنیت له پاره خطرناک بلل کیږي، لاپسي شدید سوي دي.

دا په داسي حال کي ده چي په افغانستان کي په نړیواله کچه په رسمیت پیژندلی حکومت موجود نه دی او آلمان د طالبانو له ادارې سره هیڅ ډول ډیپلوماټیکي اړیکي نه لري، داسي یو حالت چی د افغان مهاجرو اخراج ستونزمن کوي.

په دې ترڅ کي د تورینگن ایالت داخله وزیر گئورگ مایر، د افغانستان له گاونډیوهیوادونو سره د گډو اخراجونو په هکله د خبرو اتروغوښتنه کړې ده.

دغه آلماني سیاستوال  د چهارشنبې په ورځ د «دویچه فونک» راډیو ته وویل: «اوس لازمه نه ده چي له طالبانو سره تعامل وسي، بلکي په اوس وخت کي بحث له گاونډیو هیوادونو لکه پاکستان  سره د خبرو اترو په هکله دی.»

نوموړي دې ته اشاره وکړه چي پاکستان د خپل ملي امنیت د گټو له پاره، افغان  مهاجر اخراجوي: «اوس هغوی هم نه غواړي چي طالباني ترهگري په خپل هیواد کي ولري.»

د جرمني دغه ایالتي چارواکي ویلي دي چي نور گاونډي هیوادونه هم سته چي دغه ډول نظر لري. هغه ویلي دي: «که دغه هیوادونه [افغان مهاجر] اخراج کړي، نو موږ هم کولای سو په دغه بهیر کي گډون وکړو.»

د جرمني د تورینگن ایالت د کورنیو چارو وزیر په اصل کي د طالبانو ترکنترول لاندي افغانستان ته د مهاجرو اخراج د توجیه وړ بولي. هغه ویلی دي: «زما تصور دا دی چي امنیتي وضعیت په ټول دغه هیواد کي دومره خطرناک نه دی چي اصلاً دي څوک ونه سي کولای هغه ځای ته کوم کس واستوي.»

افغانستان ته د مهاجرو د اخراج په هکله د بحثونو دلیل، دآلمان په منهایم ښار کي د یوه افغان له خوا د چړې یو برید وو.

شکمن کس چی په ۲۰۱۳م کال کي د یوه تنکي ځوان په توگه آلمان ته راغلی وو، د جمعې په ورځ یې د «پکس اروپا» د غونډي پنځه گډون کوونکي او یو پولیس په چړې زخمیان کړل. زخمي سوي پولیس د خپلو ټپونو له امله وروسته ساه ورکړه.

چارواکو ویلي دي چي دغه برید ښايي د اسلامپاله انگیزې له مخي سوی وي. د «پکس اروپا» غونډه چي تر برید لاندي راغلې وه، د اسلام منتقد یو حرکت دی.

تر دغي پیښي وروسته، نه یوازي د اپوزیسیون سیاستوالو، بلکي د سوسیال دیموکرات او آزاد دیموکرات گوندونو استازو هم چي د ائتلافي حکومت شریکان دي، افغانستان ته د مجرمو او خطرناکو کسانو د اخراج د بهیر د دوباره پیلولو غوښتنه کړې ده.

د دغو غوښتنو په دوام، د جرمني د کورنیو چارو وزیري، نانسي فیزر ویلي دي چي هڅه وسي «د امکان تر حده ژر تر ژره» افغانستان ته د خلافکاره او خطرناکو کسانو د اخراج د امکان په هکله غور وسي. هغې زیاته کړه: «دا زما له پاره واضح ده، هغه کسان چي د آلمان د امنیت له پاره احتمالي خطر رامنځته کوي، باید ژر تر ژره اخراج سي.» هغې وویل چي په دغه ډول بهیر کي افغان او سوریايي مهاجر  هم شاملیږي.

GP/NZ (Reuters, AFP,dpa,)