1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

فرانکفورت: یوه ښځه د چاقو په برید کې سخته ټپې شوې ده

۱۴۰۳ خرداد ۲۳, چهارشنبه

یوه ښځه د عیني شاهدانو په مرسته له مرګه ژغورل شوې. بریدګر ۱۹ کلن افغان و. دا په تیرو لسو ورځو کې په المان کې دویم مرګونی برید دی چې په دغه هیواد کې یې د مهاجرت د سیاست او اسلامي افراطیت د خطر په هکله بحثونه را پارولي دي.

https://p.dw.com/p/4gwUW
Deutschland | Polizeieinsatz in Köln
آرشیف انځور: الماني پولیس د ماموریت په جریان کېانځور: Sascha Thelen/dpa/picture alliance

د المان په فرانکفورت ښار کې د ماین رود په ساحل کې یوه ښځه د چاقو په برید کې سخته ټپي شوې ده.

یوه ۱۹ کلن افغان د دوشنبې په ورځ د یوې اوکراينۍ ښځې چې د ماین رود په غاړه پر یوې بِنچ ډوله چوکۍ ناسته وه د شا له خوا برید کړی. د چاقو له څو ګذارونو وروسته ښځې تيښته کړې، خو لوېدلې ده او بریدګر پرې بیا حمله کړې او د چاقو ګذارونو ته یې دوام ورکړی دی.

د پولیسو په وینا بریدګر او هغه ښځه چې برید پرې شوی هیڅ آشنایي یې نه درلوده او بریدګر خپل قرباني په تصادفي ډول انتخاب کړی دی. د بریګر انګیزه لا مشخصه نه ده او په اړه یې څېړنې جریان لري. دغه ښځه د سر او اورمیږ په برخه کې وهل شوې ده.

کله چې ښځې پر خلکو د مرستې غږ کړی، خلک یې مرستې ته را رسیدلي او بریدګر تیښته کړې ده. پولیس د چورلکۍ په وسیله هغه تعقیب او بالاخره نیولی دی.

د پولیسو په وینا ښځه په سخت ټپي حالت کې روغتون ته انتقال شوې ده او د مرګ له خطره وتلې ده.

د پولیسو له خوا ورکړل شوو معلوماتو له مخې بریدګر جرمي سابقه نه لري او داسې نښې نښانې هم نه دي لیدل شوې چې ګوندې دغه کس دې افراطي تمایلات ولري.

د منهایم برید؛ آیا افغانستان ته اخراج ممکن دی؟

په لسو ورځو کې دویم برید

پولیسو ویلي دي د عیني شاهدانو زړورتیا چې د ښځې مرستې ته یې ور دانګلي دي، د دې سبب شوې چې بریدګر تېښته وکړي. همدرانګه د پولیسو چټګ غبرګون هم د دې سبب شوی دی چې نور خلک وژغول شي.

دا په تیرو لسو ورځو کې په المان کې د چاقو په وسیله دویم برید دی. په هغه برید چې د جمعې په ورځ (د می میاشتې ۳۱ نیټه) د منهایم ښار په يوه میدان کې وشو، په ترڅ کې یې د یوه پولیس په ګډون شپږ کسان ټپيان شوي ول.

هغه پولیس چې په دغه برید کې سخت ټپي شوی وو، وروسته يې بيا د سختو ټپونو له امله په روغتون کي سا ورکړه.

د دې برید عامل یو افغان وو چې د پناه غوښتنه یې رد شوې وه او له یوې المانۍ ښځې سره یې واده کړی دی او موقتي ویزه یا اقامه لري.

له دې وروسته په المان کې له رد شوو مهاجرو سره د چلند په اړه بحثونو زور اخیستی دی. سربیره پر دې د مهاجرت په سیاست کې د تجدید نظر او د الماني ټولنې د امنیت له پاره د اسلامي افراطیت په هکله هم تاوده بحثونه روان دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب