1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په تېرو دريو کلونو کې ۳۵ «خطر پېښوونکي» اخراج کړي

۱۴۰۳ خرداد ۳۱, پنجشنبه

د آلمان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې له ۲۰۲۱م کال راهېسې له دغه هيواد څخه په اصطلاح ۳۵ «خطر پېښوونکي» اخراج شوي دي. په منهايم کې د چړې تر يوه بريد وروسته د درنو جرمونو د ترسره کوونکو د اخراج په اړه بحثونه تاوده شوي.

https://p.dw.com/p/4hHXb
آرشيف انځور: له آلمان څخه په تېرو کابو دريو کلونو کې ۳۵ کسان اخراج شوي
آرشيف انځور: له آلمان څخه په تېرو کابو دريو کلونو کې ۳۵ کسان اخراج شويانځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د آلمان د حکومت د معلوماتو په حواله له ۲۰۲۱م کال راهېسې ۳۵ تنه هغه کسان چې خطر ترې متوجې وو، له آلمان څخه اخراج شوي دي. د آلمان امنيتي ادارو د معلوماتو له مخې دمګړۍ په آلمان کې ۱۲۹ بهرني «خطر پېښوونکي» موجود دي چې له دوی څخه یې ۱۰۰ تنه هغه دي چې په دې وروستيو کې یې په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې وه.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت دا معلومات د پارلمان د غړې زهرا واګنکنیشت، په غوښتنه په ډاګه کړي دي. 

د آلمان په منهايم ښار کې د چړې تر يوه بريد وروسته چې تورن عامل یې يو افغان دی، يو ځل بيا د «خطر پېښوونکو» او د درنو جرمونو د ترسره کوونکو د اخراج په اړه بحثونه راپارېدلي دي. دمګړۍ افغانستان او سوریې ته مهاجر نه اخراجيږي.

تر ياد بريد وروسته چې په ترڅ کې یېڅو کسان ټپيان شول او يو پوليس ووژل شو، د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، اعلان وکړ چې غواړي افغانستان او سوریې ته هم د درنو جرمونو د ترسره کوونکو او په اصطلاح هغو چې خطر ترې متوجې دی، اخراج بیرته ممکن کړي.

د کورنیو چارو وزارتدمګړی په دې ارزونه کوي چې آیا هغو هېوادونو ته د پناه غوښتونکو بيرته ليږدول چې آلمان ورسره هيڅ ديپلوماتيکې اړيکې نه لري، د ګاونډيو هېوادونو له لارې امکان لري او که څنګه.

«خطر پېښوونکي» څوک دي؟

په اصطلاح «خطر پېښوونکي» هغه کسان دي چې د پوليسو په آند کولی شي سياسي انګیزه لرونکي درانه جرمونه او يا حتی ترهګریز بريدونه ترسره کړي.

په دې اړه چې څرنګه خارجي «خطر پېښوونکي» له آلمان څخه اخراجيدلای او يا لیرې ساتل کيدلی شي، د ترهګرۍ څخه د دفاع په ګډ مرکز (GTAZ) کې د «Status» د کاري ډلې له خوا یې په اړه مشورې ترسره کيږي.

دلته د ارزول شويو قضيو پر اساس ويل شوي دي چې د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ له لومړۍ نيټې څخه د ۲۰۲۴م کال د جون تر ۱۱مې نیټې پورې ۳۵ «خطر پېښوونکي» له آلمان څخه بيرته خپلو اصلي هېوادونو ته استول شوي دي.

د منهایم برید؛ آیا افغانستان ته اخراج ممکن دی؟

دمګړۍ دغه مرکز ۱۴۶ خطر پيښوونکي مشخص کړي دي چې له دوی څخه یې ۶۰ له سوریې، ۱۳ له عراق او ۱۲ له تاجيکستان سره تړاو لري.

د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو په حواله له دې ۱۴۶ کسانو څخه یې ۱۲۹ احتمالاً په آلمان کې دي چې له دوی څخه بيا ۳۹ یې د پناه غوښتنې پر اساس محافظت لري، د ۳۰ «خطر پېښوونکو» په اړه د اخراج بندیز صدق کوي او په ۲۲ قضيو کې د پناه غوښتنه رد شوې او يا ترې محافظت بيرته اخيستل شوی دی. د نهو کسان بيا د پناه غوښتنې پروسه لا ادامه لري.

زهرا واګنکنېشت، په دې اړه وويل: «د اسلامیستي خطرپېښوونکو په برخه کې که وګورو نو صدراعظم شولڅ خبرې ډېرې کوي خو عمل یې لږ دی.» نوموړې زياته کړه چې هغه چې خطر پېښوي، که اصلي هېواد دې هر يو وي، باید اخراج شي.

د آلمان له پاره د بديل ګوند (AfD)  د پارلمان غړي لایف – ایرک هولم، هم وويل چې د شولڅ له خوا د اخراج اعلان شوي عمليات بايد بالاخره عملي شي.

د آلمان د عدلیې وزارت د هولم، د دې پوښتنې په ځواب کې چې د آلمان په زندانونو کې څومره بهرنيان پراته دي، ويلي دي چې د ۲۰۲۳م کال د مارچ مياشتې تر پای پورې ۲۴ زره او ۲۵۹ بهرنيان بندیان ول. د عدلیې وزارت يوې ویاندې د آلمان د احصايې د فدرالي ادارې د معلوماتو په حواله ويلي دي چې هغه وخت په مجموعي توګه ۵۸ زره او ۵۷۱ کسان د آلمان په زندانونو او توقيف ځايونو او همدا راز تر اخراج د مخه بند او مدني بند کې موجود ول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب