1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

المان د «ترهګرۍ ستاینونکي» اخراجوي

۱۴۰۳ تیر ۷, پنجشنبه

د ترهګریزو اقداماتو په تائید او ستاینه کې یو لایک یا کرکه پاروونکی کمنټ کېدلی شي په راتلونکي کې له المان څخه د اخراجیدو سبب شي. نانسي فیزر وايي «هر څوک چې له ذهني پلوه د ډبرو په عصر کې ژوند کوي، په المان کې ځای نه لري.»

https://p.dw.com/p/4hZjc
Deutschland | Polizeiliche Kriminalstatistik 2023 vorgestellt
د المان د کورنیو چارو وزیره نانسي فایزرانځور: Britta Pedersen/dpa/picture alliance

د المان کابينې د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر هغه مسوده تصویب کړه چې له مخې يې له دغه هیواد څخه اخراج، حتی د یوه ترهګریز جرم له تائید وروسته ممکن کیږي. دغه جرم کېدلی شي په ټولینزو شبکو کې د ترهګریزو اقداماتو په تائید او ستاینه کې د یوه محتوا خپرول او حتی «لایک» هم پکې شاملیږي.

د المان حکومت په دې توګه په انلاین بڼه د کرکه خپرونکو پوسټونو پر وړاندې غبرګون ښيې، لکه هغه کمنټونه چې پر اسرائیل د حماس د برید او یا د المان په منهایم کې د یوه افراطي اسلامپاله له خوا د چاقو په وسیله تر خونړي برید وروسته ولیدل شول.

دغه مسوده همدارنګه داسې سناریو توصیفوي چې په هغې کې اخراجیدل حتی بې له محکوم کیدلو څخه ممکن کیږي. دا کار په هغه صورت کې عملي کیږي چې یو څوک په داسې شکل سره جرایم تائید کړي او یا یې ستاینه وکړي چې «عامه سوله ګډوډوي.»

د المان دولتي کړیو ویلي دي چې حتی د یوه ترهګریز عمل په تائید یا ستاینه کې د خپل نظر څرګندول او یا خوښول هم کیدای شيله هیواد څخه د اخراجولو د یوه عامل په توګه وګڼل شي. 

نانسي فیزر د فونکه رسنیزې ډلې ته وویل: «اسلامپاله کرکه خپرووونکي چې له ذهنی نظره د ډبرو په زمانه کې ژوند کوي، زموږ په هیواد کې ځای نه لري. هر څوک چې الماني پاسپورت نه لري او دلته د ترهګریزو اقداماتو لمانځنه کوي، باید تر هغه ځایه چې ممکن وي، اخراج شي.»

 

د کابینې تر دې پریکړې وروسته د بهرنیو اتباعو د اجراجولو په قانون کې بدلون باید هر څومره زر چې ممکن وي، د المان په پارلمان (بونډسټاګ) کې د دولت د ائتلافي فراکسیونونو له خوا تر بحث لاندې ونیول شي.

تر ۱۰ زرو ډیر کرکه خپرونکي پوسټونه پاک شول

د المان د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر وویل چې چارواکو مخکې تر دې په انټرنټ کې د اسلامپالو او یهودي ضد کرکجنو جنایتونو پر وړاندې اقدامات کړي دي. د المان د جنایي پولیسو ادارې د ۲۰۲۳م کال له اکتوبر څخه تر اوسه پورې تر ۱۰۷۰۰ ډیر نفرت پارونکي پوستونه ډیلیټ یا پاک کړي دي.

آلمان کې وروستیو پیښو د افغانانو پر ژوند څه اغیز کړی؟

نانسي فیزر، د فونکه رسنیزې ډلې ته وویل: «په المان کې هم پر اسرائیل د حماس ترهګرې ډلې وحشیانه بریدونه په ټولنیزو رسنیو کې په کرکجن ډول سره لمانځل شوې.»

په منهایم کې د چاقو په وسیله برید چې یو ځوان پولیس افسر پکې ووژل شو هم تر یوې اندازې په ټولنیزو رسنیو کې ستایل شوی وو.

فیزر زیاته کړه: «دا نه یوازې د هر ډول بشردوستانه احساس نه درلودل دي، بلکې په انټرنټ کې د دا ډول شعارونو ورکول د تاوتریخوالي فضا ته لمن وهي او کېدای شي افراطیان د تاوتریخوالي نورو اعمالو ترسره کولو ته وهڅوي.»

د المان صدراعظم اولاف شولڅ په منهایم کې له برید وروسته په یوه اعلامیه کې د قانون د سختولو خبر ورکړی وو. د دغه جنایت له ترسره کیدو وروسته په المان کې د افغانستان او سوریې په څیر هیوادونو ته د مجرم مهاجرو د بیرته اخراج او سپارلو په هکله بحثونو زور اخیستی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

افغان قنسلګري د پناه غوښتونکي هویت کله او څرنګه تثبیتوي؟