1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

د امريکا او اسرائيل نږدې خو ستونزمنې اړيکي

۱۴۰۳ مهر ۱۶, دوشنبه

په منځني ختيځ کې د تاوتريخوالي په لړۍ کې متحده ايالات د «کلک» ملاتړی په توګه د اسرائيل ترڅنګ ولاړ دي. کارپوهان په دې آند دي چې واشنګټن حتی له ايران سره په جګړه کې هم ور شامليدلای شي.

https://p.dw.com/p/4lVA4
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن او د اسرائيل لومړی وزير بنيامن نتانياهو
د اسرائيل د لومړي وزير بنيامن نتانياهو، چلند او تګلاره یې په خپل هېواد کې هم لانجمنه ده.انځور: Susan Walsh/AP Photo/picture alliance

د «جي – ۷» د دولتونو او حکومتونو د مشرانو د يوې غونډې په ترڅ کې ولسمشر جو بایدن، په څو ځلي اسرائيل ته د امريکا د ملاتړ ډاډ ورکړ. د ټولنیزو رسنيو د ايکس شبکې له لارې نوموړي وويل: «ما د اسرائيل له امنيت سره د درېدو د امريکا پر اوسپنیزه ژمنتيا ټینګار وکړ.»

پر اسرائيل باندې د حماس د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر د ۷مې نیټې له ترهګریزو بريدونو او په نتيجه کې یې په غزه تړانګه کې د اسرائيل د پوځ د عملياتو راهېسې په منځني ختیځ کې د زور زياتي لړۍ لا پسې د پراخېدو په حال کې ده.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو په حواله له هغه وخت راهېسې په غزه کې تر ۴۰ زرو ډېر فلسطينیان وژل شوي دي.

دمګړۍ اسرائيل په غزې تراډه کې د حماس او همدا راز په لبنان کې د حزب الله ډلې پر وړاندې جنګيږي. دا دواړه ډلې د آلمان، امريکا او يو شمير نورو هېوادونو له لوري د ترهګریزو سازمانونو په توګه پيژندل شوي دي.

دا دواړه ډلې همدا راز د اسرائيل پر وړاندې پخپله جګړه کې د ایران ملاتړ له ځان سره لري چې په دې وروستیو کې د حزب الله ډلې د مشر حسن نصرالله، د غچ اخيستې پر موخه پر اسرائيل باندې شديد راکټي بريدونه ورکړل.

اسرائيل هم د ايران پر وړاندې د ځوابي اقدامات اعلان کړی دی چې ايران هم بيا د ځواب ورکولو خبره کړې ده.

د بايدن او نتانياهو مشکلې اړیکې

د اسرائيل د لومړي وزير بنيامن نتانياهو، چلند او تګلاره یې په خپل هېواد کې هم لانجمنه ده. ډېر دا ويره لري چې نوموړی د خپلې کلکې تګلارې سره د هغو کابو سلو اسرائيلي يرغمل شويو ژوند په خطر کې اچوي چې د حماس په ولکه کې دي.

د امريکا متحده ایالاتو له خوا پرې هم نيوکې کيږي. د اسرائيل دې تر ټولو مهم متحد تل پر دې ټينګار کړی دی چې د ملکي تلفاتو اوښتو څخه بايد ډډه وشي او اجازه ورکړل شي چې غزې ته لا ډېر مرستندويه توکي ورسیږي. په عين وخت کې امريکا اسرائيل ته د وسلو ستر صادرونکی هم دی.

دا چې واشنګټن لکه څرنګه چې بايدن ټينګار وکړ، د اسرائيل ترڅنګ ولاړ دی، په دې معنا نه ده چې د امريکا ولسمشر د بنيامن نتاياهو، ترڅنګ هم ولاړ دی. دا څرګندونې د واشنګټن د اتلانيتک کونسل د څيړنیز مرکز د منځني ختیځ د امنيتي نوښت سکروکروفت مشر جوناتن پانيکوف، کوي. نوموړی وايي: «دا مهمه ده چې د اسرائيل له دولت سره د ولسمشر بایدن، د اړيکو او د لومړي وزير نتاياهو سره یې د اړيکو ترمنځ توپير وشي. بایدن، له کلونو راهېسې له نتانياهو، سره ډېرې بې ثباته اړيکې لري. خو د اسرائيل او د اسرائيل د امنيت سره یې ښکيلتيا غېر متزلزله ده.

پر اسرائيل د امريکا اعتماد «ډېر کمروزې» شوی

د پانیکوف، په خبره دا ښکيلتيا هغه وخت په ښه شان سره په بشپړه توګه څرګنده شوه کله د سه شنبې په ورځ امريکا له اسرائيل سره د ایران د راکتي بريدونو په خنثی کولو کې مرسته وکړه.

خو د امريکا استخباراتي ادارې د دې پخواني کارکوونکي پانيکوف، په حواله په عين وخت کې د بایدن حکومت «د نتانياهو د پريکړو له کبله مايوسه هم دی.» نوموړی یې يو مثال د اسرائيل له لوري د حزب الله د مشر حسن نصرالله وژنه وباله.

په اسرائيل کې مظاهرې
په سبتمبر مياشت کې په اسرائيل کې له روان کړکيچ سره د نتانياهو، د چلن پر ضد د خلکو احتجاجانځور: Mostafa Alkharouf/Anadolu/picture alliance

د اتلانتيک کونسل د منځني ختیځ يو بل کارپوه ويليم ويکسلر، هم وويل: «د بايدن او نتانياهو ترمنځ شخصي اعتبار هم ډېر نه دی.»

تېره اونۍ امريکا هڅه کوله چې د اسرائيل او لبنان ترمنځ پر سرحد له حزب الله سره يو ۲۱ ورځنی اوربند رامنځته کړل شي. نوموړي وويل: «دوی [متحده ایالاتو] هره ورځ له اسرائيل سره د دې نظر په اړه خبرې کولې خو په داسې حال کې چې دوی دا خبرې کولې، اسرائيل د نصرالله د وژنې عمليات پلان کول.»

ويکسلر، وايي چې د بایدن، حکومت ته په دې اړه هیڅ نه وو ويل شوي: «کوم اعتبار يا باور چې موجود وو هغه دې تازه تجربې سخت زیانمن کړ.»

د منځني ختیځ په يوه ممکنه جګړه کې د امريکا ښکيلېدل

د سه شنبې په ورځ پر اسرائيل باندې د ايران تر بريد وروسته نتانياهو، وويل: «ايران نن شپه يوه ستره تيروتنه وکړه چې بيه به یې پرې کوي.» څارونکي انديښمن دي چې اسرائيل به د غچ اخيستو په موخه په ایران کې هدفونه په نخښه کړي. دا په لبنان کې د نورو نښتو د رامنځته کيدو او د یوې سترې جګړې باعث کیدلی شي چې پایلې به یې ډېرې خطرناکې وي.

د ويکسلر، په حواله داسې يوه جګړه به په دې معنا وي چې حزب الله په سونو زره راکټونه پر اسرائيل وتوغوي او په دې سره وکولای شي د هېواد مشهور دافع هوا سیسټم هم بې کاره کړي. د نوموړي په خبره په عين وخت ایران کولی شي پر اسرائيل دومره ډېرو راکټونو بريدونه وکړي چې په اسرائيل کې د مستقر د امريکا دافع هوا سیسټم وس یې هم په مخنيوی پوره نه وي. 

د نوموړي په آند يوه جګړه په دې معنا هم کيدلی شي چې «اسرائيل د دواړو حملو تر مخه په بريد پېل وکړي او هڅه وکړي چې د دغو وسلو ستره برخه بې کاره کړي.» خو ویکسلر، وايي چې په دې توګه به هغه ډېر بې ګناه خلک هم له خطر سره مخامخ شي چې په کورونو او د استوګنې په سيمو کې یې حزب الله خپلې وسلې پټې کړي. 

ويکسلر، اټکل کوي کله چې جګړه تر دې حده پراخه شي نو بيا به متحده ایالات په ډېر احتمال سره مداخله وکړي او دا ځکه چې ډېری امريکايان به په خطر کي وي: «يعني هغه امريکایان چې په اسرائيل کې ژوند کوي، د سيمې په نورو اډو کې ميشت امريکايي عسکر او د خليج سيمې په نورو برخو کې د امريکا متحدين.»

له اسرائيل ملاتړ کيدای شي د هرېس د رايو په بيه تمام شي

د منځني ختیځ د جګړې د لمنې پراخېدل کيدای شي د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشرۍ پر را روانو ټاکنو باندې اغیزه وکړي. که څه هم يو شمير رايو اچوونکي د بهرني سياست پر ځای کورني سیاست ته ډېر اهميت ورکوي. دا چې د ډېرو رايو ورکوونکو له پاره په تېره بيا د ديموکراتانو له پاره، د اسرائيل په هکله د امريکا دريځ څومره مهم دی، د روان کال په سر کې په يو شمير امريکايي پوهنتونونو کې د فلسطنيانو په پلوۍ ترسره شويو احتجاجونو وښووله. 

په ميشيګن کې، هغه يو ايالت چې ډېر شمیر عربي رېښې لرونکي پکې اوسي، په مقدماتي ټاکنو کې تر ۱۰۰ زرو ډېرو ديموکراتانو خپله رايه ونه کاروله د دې پر ځای چې بایدن، ته یې ورکړي.

د ۲۰۲۰ م کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بایدن، په ميشيګن کې يوازې د ۱۵۴ زرو زياتو رايو په درلودو سره مخکې وو. په نورو هغو ایالتونو کې چې وضعيت پکې واضح نه دی، کیدای شي ديموکراتان له مشکلاتو سره مخامخ شي.

پانيکوف، دا شوني بولي چې له اسرائيل څخه د کمالا هرېس، د حکومت ملاتړ هغې ته د دومره ډېرو رايو په بيه تمام شي چې وکولای شي د ټاکنو پر نتايجو د دونالد ترمپ، په ګټه اغیزه وکړي.

ب. ص/ ن. ز (کارلا بلاېکر)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب