1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ترمپ د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیل د برید غوښتنه وکړه

۱۴۰۳ مهر ۱۴, شنبه

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو له پاره د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ترمپ د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیل د برید ملاتړ وکړ. لبنان کې پر ضاحیه او د بیروت هوایي ډګر ته نږدې د اسرائیلي ځواکونو بریدونه دوام لري.

https://p.dw.com/p/4lR9H
د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ترمپ
ترمپ د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیل د برید غوښتنه وکړهانځور: Andy Manis/AP Photo/picture alliance

ډونالډ ترمپ د ایران وروستي توغندیز برید ته د اسرائیل د احتمالي ځواب په هکله د امریکا د ولسمشر جو بایډن د څرګندونو په غبرګون کې وویل:«د هغه[جو بایډن] ځواب باید دا وای چې اول دې اټومي تاسیسات په نښه کړئ او وروسته د نورو په فکر کې اوسو.»

ترمپ دغه څرګندونې د شمالي کارولاینا ایالت په فایت ویل کې په یوه انتخاباتي اجتماع کې کړې دي. ترمپ په دې هکله چې جو بایډن ویلي دي چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیل د برید ملاتړ نه کوي وویل: «خو دا هغه څه دي چې تاسې غواړئ پرې برید وکړئ، سمه ده؟»

ډونالډ ترمپ وویل چې د ده له نظره جو بایډن«تیروتنه کړې ده» او ټینګار یې وګړ چې اټومي وسلو ته د ایران لاس رسی «تر ټولو لوی خطر» دی.

د امریکا دیموکرات ولسمشر جو بایډن د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیل د حملې په هکله د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې ویلي و چې نوموړی د دې اقدام مخالف دی. جو بایډن مخکې تر دې له اسرائیل څخه غوښتي وو چې د ایران توغندیز برید ته غبرګون دې، په دقیق ډول و ارزوي.

خو ترمپ په خپله ټاکنیزه غونډه کې ټینګار وکړ چې اټومي وسلې تر ټولو ستر ګواښ دی او د هر خطر له پاره باید په بشپړ ډول تیار اوسو. 

اسرائیلي پوځ د سه شبنې (د اکتوبر لومړۍ نيټه) په ماښام خبر ورکړی وو چې ایران د شاوخوا ۲۰۰ توغندیو په توغولو سره پر اسرائیل برید کړی دی. دغه بالستیک توغندي د تهران، شیراز، کاشان او د ایران د یو شمیر نورو ښارونو څخه د اسرائیل پر خاوره توغول شوي وو.

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پر خپل هیواد د ایران د دغو توغندیزو بریدونو په غبرګون کې وویل: «ایران نن شپه ستره تیروتنه وکړه او تاوان به یې ګالي.»

ولې د ایران اتومي پروګرام بیا د توجه وړ ګرځیدلی؟

پر لبنان د برید دوام

اسرائیلي پوځ د بیروت په سویل کې پر نورو ساختمانونو هم برید کړی دی. تر دې برید لږ مخکې اسرائیلي پوځ یو ځل بیا خبرداری ورکړی و او د سیمې له اوسیدونکو څخه یې په بیړه د سیمې د تخلیه کولو غوښتنه کړې وه.

د شنبې (د اکتوبر ۵ نیټه) په ورځ لومړی خبرداری په خاص ډول د هغو خلکو له پاره وو چې د «برج الباراجنه» په یوه ساختمان کې ول او دویم خبرداری د «شویفات» د سیمې اوسیدونکو له پاره و.

اسرائیلي پوځ د بیروت نړیوال هوایي ډګر ته نږدې خپلو هوایي بریدونو ته هم دوام وکړی دی. دغه بریدونه په داسې حال کې ترسره کیږي چې ډیر شمیر هیوادونه له لبنان څخه د خپلو اتباعو په ویستلو اخته دي.

حزب الله ډلې اعلان کړی دی چې د لبنان په سرحد کې په دوامداره توګه له اسرائیلي ځواکونو سره د جګړې په حال کې دي. مخکې تر دې دغې ډلې ادعا کړې وه چې اسرائیلي ځواکونه یي پر شاتګ ته مجبوره کړي دي. دغې ترهګرې ډلې همدرانګه ادعا کړې ده چې د لبنان په سویل کې یې اسرائیلي ځواکونه د توغندیو په وسیله په نښه کړي دي.

د رویټرز د رپوټ پر بنسټ اسرائیلي پوځ اټکل کوي چې په لبنان کې د خپلو ځمکنیو عملیاتو د پیل راهیسې یې د حزب الله شاوخوا ۲۵۰ جنګیالي، چې یو شمیر قوماندانان هم په کې شامل دي وژلي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا