1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستد فلسطین سیمه

د حماس پر مشرانو د ترهګرۍ ضد دعوه په امريکا کي

۱۴۰۳ شهریور ۱۴, چهارشنبه

د امریکا عدلیې وزارت د یحیی السنوار او د حماس ډلې د پنځو نورو مشرانو پر وړاندې د اسرائیل پر ضد د اکتوبر پر اوومه ترهګریزو بریدونو کې د نقش لرلو له کبله اقامه دعوی کړې ده.

https://p.dw.com/p/4kFiW
د حماس سیاسي مشر یحیا السنوار په بیت المقدس کې د خپلو پلویانو ترمنځ
د امریکا د عدلیې وزارت پر دغو کسانو د امریکایي اتباعو د قتل د توطیې او دې ته د ورته پنځو نورو جنایتونو تورونه لګولي دي.انځور: MAHMUD HAMS/AFP/Getty Images

امریکا متحده ایالاتو د (۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه) پر اسرائیل د ترسره شوي ترهګریز برید په تور د حماس ډلې د مشر یحیا السنوار او د دغې ډلې د پنځو نورو اورپکو پر وړاندې اقامه دعوی کړې ده.

په دې ترڅ کې پر شپږو کسانو«د ترهګریزو عملیاتو له پاره د مالي امکاناتو د برابرولو توطیې، چې په پایله کې یې خلک ووژل شول» تور لګول شوی، همدارنګه د امریکایي اتباعو د قتل د توطیې او دې ته د ورته پنځو نورو جنایتونو تورونه لګولي دي.

د امریکا عدلیې وزارت په دې لړ کې د نیویارک په فدرالي محکمه کې جنایي دوسیه ثبت کړې ده.

لوی څارنوال میرک ګارلینډ په یوه اعلامیه کې وویل: «نن چې کوم تورونه لګول شوي دي د حماس د عملیاتو د هر اړخ په نښه کولو له پاره زموږ د هڅو یوازې یوه برخه ده. دا به زموږ د دې ډول اقداماتو وروستی هغه نه وي.»

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

پر کومو کسانو تورونه لګول شوي؟

داسې انګیرل کیږي چې دا قضیه په خپل طبعیت کې سمبولیکه وي، ځکه ویل کیږي چې السنوار په تونلونو کې ځان پټ کړی دی، په داسې حال کې چې داسې اطلاعات هم شته چې دغه نور تورن کسان لادمخه وژل شوي دي.

د حماس پخوانی سیاسي مشر اسماعیل هنیه په جولای میاشت کې په ایران کې ووژل شو. اسرائیل همدا په جولای کې د حماس د پوځي مشر محمد ضیف او د مارچ په لومړیو کې د هغه د مرستیال مروان عیسی د وژلو خبر ورکړی وو.

په دوو نورو تورنو کسانو کې د حماس پخوانی مشر خالد مشعل او د دغې ډلې د بهرنیو چارو مشر علي برکه شامل دي.

لوی څارنوال میرک ګارلینډ وویل «لکه څرنګه چې زموږ په دعوی کې ویل شوي، په وسلو او سیاسي ملاتړ سمبال دغو وسله والو تورنو کسانو، د ایران د حکومت په بودیجې او د حزب الله په ملاتړ د اسرائیل د حکومت د لمنځه وړلو او ملکي خلکو د وژلو د کوښښونو مشري کړې ده.»

امریکایي چارواکو وویل چې له دې ډلې لږ تر لږه یو کس د قانوني تعقیب له پاره نیویارک ته راوړل کیدای شي، خو چارواکو د دغه کس نوم نه دی ښودلی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل