1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

ایران او اسرائيل؛ څرنګه یې همکاري په دښمنۍ بدله شوه؟

روديون اېبګ هاوزن
۱۴۰۳ مهر ۱۱, چهارشنبه

د اسرائيل او ايران دښمنۍ يو ځل بيا زور اخيستی: ايران پر اسرائيل باندې د توغنديو بريد کړی او اسرائيل د ځوابي بريدونو ګواښ کړی دی. دا دواړه هېوادونه څرنګه سره دښمنان شول؟

https://p.dw.com/p/4lKWs
د ايران او اسرائيل بيرغونه
د اسرائيل او ايران دښمنۍ يو ځل بيا زور اخيستی دی.انځور: H. Tschanz-Hofmann/IMAGO

په غزه تراډه کې د جګړې کابو يو کال پوره کیږي. خو دغه جګړه اوس يوازې تر غزې پورې محدوده نه ده. له څو میاشتو راهېسې د اسرائيل او لبنان، سوریې او یمن ترمنځ هم د راکټونو او بې پېلوټه الوتکو بريدونه کیږي.

د جولای میاشتې په پای کې د حماس ترهګرې ډلې يو مشر په تهران کې ووژل شو. د ايران دولت یې په نتیجه کې د غچ اخيستو هوډ څرګند کړ. د تېرې جمعې په ورځ د لبنان د حزب الله ډلې د مشر حسن نصر الله، له وژل کیدو سره د ايران يو بل ډېر مهم متحد ووژل شو.

تر دې دمخه د پیجر د مخابراتي وسيلو د چاودنو له کبله د حزب الله په سونو مهم غړي ټپيان او يو شمیر یې ووژل شول. تر دې پېښو وروسته لا روښانه نه وه چې آيا د ایران پوځي مشرتابه به غبرګون ښيي او يا دا چې دا غبرګون به څرنګه وی.

د سه شنبې په ماښام (د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر ۱)  ايران ځوابي بريد وکړ؛ د ایران سپاه پاسداران ځواک پر اسرائيل په سونه راکټونه وتوغول. د ایران د دولتي تلویزیون له لارې ویل شوي چې دا بريد د حماس د مشر اسماعيل هنيه، او د حزب الله د عمومي منشي حسن نصرالله، او يوه ایراني جنرال د وژنې د غچ اخيستنې په موخه شوی دی.

متحدين دښمنان شول

ايران او اسرائيل له څو لسیزو راهېسې دښمني پالي. تهران د اسرائيل د موجوديت حق ردوي او ددغه «صهيونستي رژيم» د له منځه وړلو ګواښ کوي. اسرائيل بيا ايران ته د خپل سرسخت دښمن په سترګه ګوري. خو تل داسې نه وه.

په ایران کې د ۱۹۷۹م کال تر اسلامي انقلاب پورې دواړو هېوادونو سره جوخته همکاري درلودله او ایران حتی په هغو لومړيو هېوادونو کې شامل وو چې په ۱۹۴۸م کال کې یې د اسرائیل دولت په رسمیت وپيژاند او اسرائيل ايران ته د منځني ختیځ په شخړه کې د عربي هېوادونو په مقابل کې د خپل متحد په سترګه کتل. 

د تهران له پاره د واشنګټن له ملاتړه برخمن اسرائيل د خپلو عربي ګاونډيانو په مقابل کې يو د خوښې وړ سياسي انډول وو.

ولې د ایران اتومي پروګرام بیا د توجه وړ ګرځیدلی؟

د اسرائيل او ایران د دې همکارۍ په ترڅ کې اسرائيل د ايران د رزاعت د برخې متخصصينو ته روزنه ورکوله، تخنيکي معلومات یې ورسره شريکول د ایران د جنګي ځواک په روزنه او جوړولو کې مرسته کړې ده.

د ایران د هغه وخت واکمن شاه محمد رضا پهلوي، د دې په بدل کې پر اسرائيل باندې تېل پلورل چې دغه د اقتصادي پلوه د ودې په حال کې هېواد ورته اړتيا درلودله.

همدا راز له اسرائيل څخه دباندې د اوسيدونکو يهودوانو دويمه ستره ډله یې په ایران کې میشت ول. خو نن سبا هم په ایران کې تر ۲۰ زرو ډېر يهودان ژوند کوي.

اسلامي انقلاب، د بدلون نقطه

په ۱۹۷۹م کال کې په ایران کې د اسلامي انقلاب تر بريا وروسته او د آیت الله روح الله خمیني، په مشرتوب د انقلابيانو په منځ کې د مذهبي څانګې واک ته له رسېدو راهېسې په تهران کې حکومت له اسرائيل سره ټول تړونونه لغوه کړل.

خمينی، په تکراري ډول پر اسرائيل باندې د فلسطينيانو د سيمې د اشغالولو له کبله نیوکې وکړې. تهران قدم په قدم اسرائيل ضد لهجه خپل کړه چې هدف یې د عربی هېوادونو لطف او يا لږ تر لږه په دغو هېوادونو کې د ميشتو وګړو خواخوږي ترلاسه کول وو. په تهران کې رژيم په دې توګه غوښتل خپل نفوذ پراخ کړي.

کله چې اسرائيل په ۱۹۸۲م کال کې د لبنان په کورنۍ جګړه کې مداخله وکړه او د دغه هېواد جنوب ته داخل شو نو خمیني، د ايران انقلابي ځواکونه بیروت ته وليږدیول څو له هلته موجودو شعيه مليشو سره مرسته وکړي. تر نن ورځې هغه وخت ليږدول شوې د حزب الله مليشه په لبنان کې د ايران په اصطلاح را اوږد کړل شوی لاس ګنل کیږي.

د شخړې ژورېدل

د ایران اوسنی مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي، همدا سياست پر مخ وړي. خامنه اي، او د ايران د اسلامي جمهوريت ټول مشرتابه پر دې سربیره د ناسيونال سوسيالیزم په ترڅ کې د اروپايي يهودانو د سيستماتيکي وژنو تاريخي حقيقت تل تر پوښتنې لاندې راولي او هڅه کوي چې د هولوکاست يا يهودانو د ټولوژنې اهميت له پامه ورغورځوي او يا یې حتی رد کړي.

ايران په دې موخه چې د اسرائيل پر وړاندې او همدا راز د سعودي عربستان پر وړاندې غوره کړی دريځ پياوړی کړي، نه يوازې په لبنان کې د حزب الله او غزه کې د حماس ملاتړ کوي، بلکې د سوریې د جګړې په ترڅ کې یې د ولسمشر بشار الاسد څنګ هم ونيوه، په يمن کې تر نن ورځې د حوثي ياغيانو ملاتړ کوي او په عراق کې د مقاومت له غورځنګ سره هم مرسته کوي. د دې جګړو يو برجسته منهدس د ایران د پاسدران انقلاب ځواکونو جنرال قاسم سليماني، وو چې د ۲۰۲۰م په سر کې د امريکا متحده ایالاتو د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شو. 

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

اسرائيل هم له ايران سره د ترنګلتيا د له منځه وړولو له پاره ډېر څه نه دي کړي. لومړی وزیر بنيامن نتانياهو، په خپلو ويناو کې د ايران اسلامي جمهوريت تل له نازي آلمان سره پرتله کوي.

د ايران او د ملګرو ملتونو د ويټو قدرتونو او آلمان ترمنځ د ۲۰۱۵م کال اتومي تړون نوموړي د «يوې تاريخي سهوې» په نوم یاد کړی وو. نتانياهو، هغه وخت ويلي ول چې «د هرې لارې چارې په کارولو سره» به د ايران د اتومي بم [د جوړولو] مخه ونيسي.»

اسرائيل تل د ایران د اتومی پروګرام د سبوتاژ کولو له پاره ګامونه پورته کړي دي. په ۲۰۲۰م کال کې د ایران د اتومي پروګرام مشر محسن فخري زاده، ووژل شو. ګاردين او نيويارک ټايمز ورځپاڼو هغه وخت رپوټ ورکړی وو چې ټولې نخښې نښانې د اسرائيل د استخباراتي ادارې له لوري په هدفمنه توګه وژنې ته اشاره کوي. اسرائيل نه د نوموړي د وژنې پړه رد کړې او نه یې هم منلې ده.

د دښمنۍ کيسه هم له لانجې خالي نه ده

د حکومتونو ترمنځ د لانجو برعکس د ولس او يا د مدني ټولنې له لوري تل بل ډول غږونه راپورته کیږي. د ایران د پخواني ولسمشر علي اکبر هاشمی رفسنجاني، لور او د ایران د پارلمان پخوانۍ غړې فایزه هاشمي رفسنجاني، د ۲۰۲۱م کال په پای کې پخپله يوه مرکه کې داسې وويل: «ايران له اسرائيل سره خپل چلن بايد له سره وارزوي ځکه دا نور له وخت سره برابر نه دی.»

د ايران د حکومت يو مشهور منقتد، د سياسي علمومو کارپوه صادق زيبا کلام، هم په څو ځلي د ايران د اسرائيل اړوند سياست باندې نیوکه کړې ده. د تهران پوهنتون دې استاد په ۲۰۲۲م کال کې له دویچه ويله سره په خبرو کې ويلي ول: «دې چلن هېواد پر نړيوال دريځ له انزوا سره مخامخ کړی دی.»

په اسرائيل کې هم همدا شان تل داسې غږونه پورته شوي دي چې د ایران له ولس سره یې يووالی څرګند کړی دی. د مثال په توګه په ۲۰۱۲م کال کې د ټولنیزو رسنیو د «اسرائيل له ايران سره مينه لري» په نوم نوښت چې ډېر شهرت یې موندلی وو.

په ۲۰۲۳م کال کې هم د يوه ورته کمپاين په ترڅ کې د هغو ایرانيانو ملاتړ وشو چې د مهسا جينا امیري، تر وژل کیدو وروسته په تهران کې د رژيم پر وړاندې سړکونو ته راوتلي ول. په دې وروستيو کې «اسرائيليان له ايرانيانو سره مينه لري» له هېش ټیګ سره يو ځل بيا هڅه وشوه دغه کمپاين را ژوندی کړي.

خو پر اسرائيل باندې د حماس د وسله والې ډلې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر د ۷مې نيټې له بريد او په ځواب کې یې د اسرائيل له «غچ اخيستونکې جګړې» راهېسې په سیاسي کچه، د اسرائيل د لومړي وزير نتانياهو، په خبره اختلافات نور هم ډېر شوي دي.

د غزې په جګړه کې د ملګرو ملتونو د معلوماتو په حواله تر اوسه تر ۴۱ زرو ډېر فلسطينيان وژل شوي چې زياتره یې ښځې او ماشومان دي.

د حزب الله راکټي بريدونو او د لبنان په جنوب کې تر پلازمينې بيروت پورې د اسرائيل د بمباريو له کبله په اسرائيل او هم په لبنان کې په سونو زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور شوي دي.

د جګړې د لمنې د پراخيدو اندېښنه، موجوده او له همدې کبله ستره ده. 

امريکا، اروپايي اتحاديې او آلمان د جګړې پر ټولو اړخونو د زغم څخه د کار اخيستو غږ کړی دی.

ب. ص / ن. ز (Rodion Ebbighausen)

د دويچه ویله خبريال روديون اېبګ هاوزن
روديون اېبګ هاوزن د دويچه ویله سياسي خبريال