1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

ترکيه: امريکا دې اف ۱۶ جنګي الوتکې ژر را باندې وپلوري

۱۴۰۱ دی ۲۹, پنجشنبه

د ترکیې حکومت غواړي چې د امريکا د کانګرس غړيو پر مخالفت سربيره هم واشنګټن پر دغه هيواد د اف ۱۶ جنګي الوتکو د خرڅلاو پروسه کړندۍ کړي. خو د کانګرس استازي د ناټو او د ځينو نورو سيمه ایزو شخړو له کبله له ترکیې خفه دي.

https://p.dw.com/p/4MQeY
ترکيه غواړي چې امريکا پرې ژر اف ۱۶ جنګي الوتکې وپلوري
ترکيه غواړي چې امريکا پرې ژر اف ۱۶ جنګي الوتکې وپلوريانځور: picture alliance/Yonhap

ترکیې د جنورۍ پر ۱۸مه نېټه په واشنګټن کې د دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په ليدنه کتنه کې له امريکا متحده ايالاتو څخه د ۴۰ نويو اف ۱۶ جنګي الوتکو د پلورلو پروسې د پرمختګ غوښتنه وکړه.

په امريکا کې د بايدن له واکمنۍ راهېسې، د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په لومړي ځل د ترکیې د بهرنيو چارو د وزير مولود چاوش اوغلو کوربتوب وکړ.

د دې خبرو اترو په اجندا کې د اوکراين پر جګړې سربیره له امريکا سره د اف ۱۶ جنګي الوتکې تړون هم تر ټولو مهمه موضوع وه. همدا راز په ناټو کې د شامليدو له پاره د فنلند او سويډن د هڅو د مخنيوي او په سوريه کې د امريکا له ملاتړه پر برخمنو کردي ملیشو د هوايي بريدونو موضوعګانې هم د خبرو اترو په اجنډا کې شاملې وې.

روسيه: د ناټو غړیتوب به فنلند او سويډن ته «عواقب» ولري

دا چې امريکا غواړي د ترکیې پر حکومت په ناټو کې د غړيتوب د موضوع په اړه له خپلو اعتراضاتو څخه د تیرېدو په موخه فشار وارد کړي، نو له همدې کبله د بايدن ادارې پر ترکیې د ۲۰ ميلياردو ډالرو په ارزښت د اف ۱۶جنګي الوتکې د خرڅلاو د ملاتړ خبره کړې ده.

خو د امريکا د کانګرس ځينو غړو په سيمه کې د ترکیې کړنو ته په اشارې سره د دې د پلورلو د دې معاملې د درولو ګواښ هم کړی وو.

له ناټو سره د ترکیې لانجه

ترکيه او امريکا دواړه د ناټو پوځي ائتلاف غړي دي، خو ترکيه يوازنی هيواد دی چې په ناټو کې د فنلند او سويډن د غړيتوب ترلاسه کولو له هلو ځلو سره مخالفت کوي. په ناټو کې نوی غړی د ټولو غړيو هيوادونو تر اجماع وروسته شامليږي.

خو د ترکیې حکومت وايي کومې ډلې چې دوی د ترهګرو په توګه نومولي، دغه دواړه هيوادونه یې ملاتړ کوي او له همدې کبله یې په ناټو کې د دغو هيوادونو د شامليدو له پاره ځيني شرائط ايښي دي.

په امريکا کې د بايدن له واکمنۍ راهېسې، د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په لومړي ځل د ترکیې د بهرنيو چارو د وزير مولود چاوش اوغلو کوربتوب وکړ.
په امريکا کې د بايدن له واکمنۍ راهېسې، د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په لومړي ځل د ترکیې د بهرنيو چارو د وزير مولود چاوش اوغلو کوربتوب وکړ.انځور: Murat Gok /AA/picture alliance

د ناټو زياتره غړيو هيوادونو پر اوکراين د روسیې پر يرغل کلک دريځ غوره کړی دی، خو ترکیې په دې ترڅ کې هم ځان له نورو جلا نيولی. دغه هيواد په څرګند ډول د روسیې د مخالفت پر ځای د يوه بې پرې منځګړي نقش لوبولو ته لومړيتوب ورکړی دی.

سوېډن غواړي د کردانو په تړاو سياست کي ترکيې ته نژدې شي

د ترکیې حکومت وايي چې د اف ۱۶ جنګي الوتکې د خرڅلاو موضوع د دواړو هيوادونو ترڅنګ د ترکیې له پاره هم ډېره مهمه ده. چاوش اوغلو په دې اړه وويل چې «موږ دا خبره په مخکنيو ليدنو کتنو کې هم کړې وه چې دا [د جنګي الوتکو خرڅلاو] نه يوازې د ترکیې بلکې د امريکا او ناټو له پاره هم مهم دی. له همدې کبله موږ ګدو ستراتیژيکو ګټو ته په کتو سره د دې د منظورولو تمه کوو.»

په امريکا کې د واکمن ديموکرات ګوند د کانګرس ځيني غړي هم د دې معاملې مخالفت کوي. سناتور کرس وان هولن په دې اړه د هوکړې د برخې په توګه د ځينو ضمانتونو غوښتنه کړې ده.

هغه وايي چې د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان په «سوريه کې زموږ پر کردي متحدينو پر بريدونو سربیره له روسیې سره همکارۍ ته دوام ورکړی دی. پر دې سربيره په ناټو کې د سويډن او فنلند په شامليدو کې د خنډونو اچول هم د اندېښې جدي علتونه دي.»

ترکیه اوس هم له ناټو سره د سویډن د یوځای کیدو مخالفت کوي

هولن وويل چې لکه ما چې «مخکې هم ويلي ول چې ترکيه د اف ۱۶ جنګي الوتکې د ترلاسه کولو له پاره موږ ته بايد ډاډ راکړي چې دا اندېښنې به مو رفع شي.»

د ديموکراتانو يوه بل سناتور باب مينينډیز، ګاونډي هيواد يونان ته د اردوغان له خبرداري ډکو څرګندونو ترڅنګ د استانبول د مشهور ښاروال نيولو ته په اشارې سره د الوتکو د دې تړون د مخنيوي هوډ څرګند کړ.

هغه وويل تر هغه به د دې معاملې مخه نيسي تر څو چې اردوغان «په ټوله سيمه کې روان تيري ته د پای ټکی کښنږدي.»

ترکیې له روسیې څخه د وسلو د رانیولو يو تړون کړی وو چې له هغه وروسته په ۲۰۱۹م کال کې له امريکا څخه د نويو اف ۳۵ جنګي الوتکو په رانيولو لا دمخه بندیز لګيدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې امريکا دمګړۍ يونان ته د خپلو نويو اف ۳۵ الوتکې د خرڅلاو له پاره پر يوه پلان کار کوي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AFP)

زموږ له آرشيف څخه: