1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوېډن غواړي د کردانو په تړاو سياست کي ترکيې ته نژدې شي

۱۴۰۱ آبان ۱۵, یکشنبه

ترکيه د دې مخالفت کوي چي سوېډن ته په ناټو کي غړيتوب ورکول شي. وجه يې د کردانو په تړاو د سوېډن سياست يادوي، خو اوس سوېډن د تفاهم اشاره ورکړې ده.

https://p.dw.com/p/4J7hF
Tobias Billstrom | schwedischer Außenminister
د سوېډن د باندنيو چارو نوي وزير توبياس بيل شترومانځور: Fredrik Sandberg/AP Photo/picture alliance

د سوېډن نوی حکومت غواړي چي د کردانو په موضوع کي د ترکيې سره تفاهم ته ورسيږي. دا ځکه چي ترکيه چي پخپله د ناټو غړی هيوا دی، د شمالي انټلانټک په دغه تړون کي د سوېډن د غړيتوب مخالفت کوي. سوېډن غواړي چي د تفاهم له لاري ترکيه قانع کړي چي په ناټو کي د دغه هيواد د غړيتوب مخالفت څخه لاس واخلي.

د سوېډن د باندنيو چارو نوي وزير توبياس بيل شتروم د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د نوامبر ۵ نېټه) په يوه راډيويي مرکه کي د سوريې د (YPG) او (PYD) او په همدې شان په ترکيه کي د ممنوع اعلان شوي کردي سازمان (PKK) په هکله خبري وکړې. بيل شتروم په سوريه کي د فعالو کردي ډلو په هکله وويل: «د پي کې کې او دغو سازمانونو تر منځ اړيکي دومره نژدۍ دي چي د ترکيې سره زموږ د اړيکو لپاره ښه نشي کيدلای.»د دغه سوېډني وزير په وينا د سوېډن اصلي هدف په ناټو کي غړيتوب ترلاسه کول دي.

په ناټو کي د فنلندد او سوېډن د غړي کیدو پروسه پېل سوه

سوېډن او فنلند پر اوکراين د روسۍ حملې وروسته دې نتيجې ته رسېدلي دي، چي په ناټو کي د غړيتوب ترلاسه کولو پروسه پېل کړي. په داسي حال کي چي د ناټو له ۳۰ غړو هيوادونو څخه ۲۸ يې د سوېډن او فنلند د غړيتوب ملاتړ کوي، هنګري او ترکيې تر اوسه د دې ملاتړ نه دی کړی. که څه چي سوېډن او فنلند د روان عيسوي کال په می مياشت کي د ترکيې سره يو هوډليک لاسليک کړی ؤ چي په دغه موضوع کي به د اختلافاتو د له منځه وړلو لپاره کار کوي. خو پر دغه موضو لا تر اوسه کوم حتمي تفاهم نه دی رامنځته شوی.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان پر سوېډن او فنلند تور لګولی ؤ چي ګواکي د هغو کردي ډلو ملاتړ کوي چي ترکيې ترهګر اعلان کړي دي.

په سوېډن کي په مني کي حکومت تغيير شو. لومړي وزير او د محافظه پال ګوند سياستوال اولف کريسټرسون د مسيحی دموکراتانو او د ليبرال ګوند سره په ګډه د اقليت يو حکومت جوړ کړی دی. دغه حکومت د ښې اړخي ګوند «د سوېډن دموکراتان» ملاتړ هم لري. خو د «سوېډن دموکراتان» ګوند غواړي چي هيواد يې د مهاجرت په تړاو له دوديز پوست دريځ څخه ليري شي او د مهاجرت په وړانديز سخته پاليسي غوره کړي. کريسټرسون غواړي چي په راتلونکو ورځو کي و ترکيې ته سفر وکړي او له اردوغان څخه په ناټو کي د شموليت لپاره ملاتړ په لاس راوړي.

آ. (رويترز)/ا.ا./ن.ص.