1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکېې په حمله کې د درې سوريايي ځواکونو د وژلو ادعا

۱۴۰۱ شهریور ۲۷, یکشنبه

د سورېې د بشري حقونو د څار ډله وايي چې ترکي ځواکونو د يکشنبې په ورځ د سورېې په شمال کې د سورېې پوځ او د کوردي ځواکونو پر پوستو باندې حملې کړي چې درې ځواکونه ېې وژلي دي.

https://p.dw.com/p/4H1r7
Syrien | Von der Türkei unterstützte syrische Kämpfer
انځور: Getty Images/AFP/A. Watad

د سورېې د بشري حقونو د څار ډله وايي چې ترکي ځواکونو د يکشنبې په ورځ د سورېې په شمال کې د سورېې پوځ او د کوردي ځواکونو پر پوستو باندې حملې کړي چې درې ځواکونه ېې وژلي دي.

دغه ډله چې مقر ېې په بریتانیا کې ده، ويلي دي چې حملې د کردي ځواکونو تر کنټرول لاندې سرحدي ښار، کوباني کې شوي دي چې په هغو کې سوريايي ځواکونه او د سورېې دموکراټيک ځواکونه په نخښه شوي دي.

سرچېنې زیاته کړې چې د درو وژل شوو سرتيرو په ځان کې د سورېې د پوځ يونیفورم وو. د سورېې د بشري حقونو د څار دغه ډله چې په سورېه کې دننه پر پراخو سرچینو باندې متکي ده، زیاتوي چې په دغو حملو کې ګڼ شمیر نور ټپيان شوي هم دي چې د هغو له ډلې د ځينو روغتيايي وضعیت نازک دی. منبع زیاتوي چې تر دې مخکې د کوباني څخه نژدې سيمې څخه پر ترکي ځواکونو ډزې شوې وې. د سورېې حکومت تیره میاشت ويلي وو چې دوی به د خپلو ځواکونو پر ضد د ترکي ځواکونو حملو ته مستقیم ځواب ورکړي.د سورېې پر سرحدي پوستو د ترکېې بمبارۍ؛ ۱۷ کسان وژل شوي

په عین حال کې د ترکېې دفاع وزارت وايي چې اورپکو د یکشنبې په ورځ د سورېې سرحد ته نژدې د ترکي ځواکونو پر یوې پوستې د راکټ لانچر حمله وکړه چې پکې يو عسکر وژل شوی او يو بل ټپي شوی دی. د ترکېې دفاع وزارت د حمله کونکي اورپکو هویت نه دی ښودلی، خو ترکي ځواکونه په سيمه کې د سوريايي کوردي ځواکونو (YPG) سره په جګړه بوخته ده. یاده وسلواله ډله د امریکا متحده ایالاتو ملاتړ کونکو ځواکونو (SDF) یوه مهمه برخه ده، خو انقره ېې یوه تروريستي ډله بولي.

آې. اف. پي /م.ک.ص /خ.ح

زموږ له آرشیف څخه: 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

یوه افغان مور د خپل ماشوم سره پر لار روانه ده
د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل
کور پاڼې ته تګ