1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه: د ناټو غړیتوب به فنلند او سويډن ته «عواقب» ولري

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۶, دوشنبه

روسېې د دوشنبې په ورځ د فنلند او سويډن هغه تصمیم ته خبرداری ورکړ چې غواړې د ناټو له پوځي ائتلاف سره يو ځای شي. د اوکراین په ایزیوم او دنباس کې جګړې او اروپايي اتحادېه پر روسيې باندې د تحریمونو پر شپږمې بستې فکر کوي.

https://p.dw.com/p/4BMQx
Russland | Vize-Außenminister Sergej Rjabkow
د روسېې د بهرنیو چارو مرستیال وزير، سرګي ريابکوفانځور: Eloi Rouyer/AFP/Getty Images

مسکو، فنلند او سويډن ته د هغه تصمیم په اړه خبرداری ورکړی چې غواړي د ناټو د پوځي ائتلاف غړي شي. د فرانسې خبري آژانس په حواله، د روسېې د بهرنیو چارو مرستیال وزير، سرګي ريابکوف ويلي دي: «دا له پراخو عواقبو سره یوه بله لویه اشتباه ده.» د رايبکوف دغه خبرې د روسېې خبري آژانس خپرې کړي دي.

په سويډڼ کې د حاکم ګوند سوسیال ديموکرات غړو د یکشنبې په ورځ پر دې موافقه وکړه چې د ناټو په تړون کې د غړیتوب له پاره درخواست وړاندې کړي. د دولت دغه تصمیم باید لومړۍ د پارلمان له خوا تصویب شي.

د فنلند ولسمشر او صدراعظمې هم د يکشبنې په ورځ په رسمي توګه اعلان وکړ چې په ناټو تړون کې د غړیتوب له پاره يې درخواست کړی دی. په فنلد کې هم باید د دولت دغه اقدام د پارلمان له لوري تصويب شي. د فنلند ولسمشر، په دې اړه ويلي دي چې پر اوکراین باندې د روسېې یرغل، په سیاست کې یو ستر تغیر رامنځ ته کړی دی.

د فنلند او سويډن دغه تصمیونو د روسېې غوصه راپارولې ده.

روسېې د فنلند او سويډن د دغه اقدام په غبرګون کې د دوشنبې په ورځ وويل چې دا جدي اشتباه ګانې دي او مسکو به ېې پر وړاندې اقدامات ترسره کړي. سرګي ريابکوف زیاته کړه چې دې سره به «پوځي عمومي ترنګلتيا نوره هم ډيره شي.» هغه وویل چې په دې کار سره به د فنلند او سويډن امنيت تقویت نه شي او مسکو به ېې پر وړاندې خپل تدابیر ونیسي. د روسېې مرستيال خارجه وزیر زیاته کړه چې دغه دوه هیوادونه دې داسې فکر نه کوي چې موږ ېې دغه اقدامات يوازې وزغموو.

د فنلند او سويډن په اړه د ترکېې ملاحظه

Helsinki | Pressekonferenz zum Beitritt Nato Mitgliedschaft Finnland | Sanna Marin
د فنلند صدراعظمه، سنا مارینانځور: Heikki Saukkomaa/Lehtikuva/dpa/picture alliance

د ترکېې ولسمشر، رجب طيب اردوغان تر دې وړاندې ويلي وو چې د فنلند او سويډن پورې اړوند تحولات په دقت سره څاري خو په ناټو کې د هغوی د غړیتوب له پاره مثبت لیدلوری نه لري. ترکيه د ناټو سازمان غړی دی.

اردوغان د ترکېې او یونان تر منځ جنجالونو د هغو له ډلې د مديترانې سمندرګي په ختيځ کې د ګازو سرچينو پر سر جنجال ته په اشارې وايي چې مخکيني هیوادونه په ناټو کې د یونان د غړيتوب په تړاو د تیروتنې مرتکب شوي ول او انقره مایله ده چې د دا ډول تیروتنو د تکرار مخه ونيول شي.

اردوغان اسکاندیناوي هیوادونه، د «تروريستي ډلو مېلمستون» بولي او وايي د کردستان د کارګرانو ګوند غړي (پ.ک.ک.) په سويډن کې پناوې اخیستي دي. تمه ده چې د فنلند د بهرنیو چارو وزیر به په برلین کې د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې د ترکېې د بهرنيو چارو له وزیر، چاووش اغولو سره وګوري. اوغلو د راتلونکې اوونۍ په منځ کې امریکا ته سفر کوي، امریکا د سويډن او فنلند په ناټو کې له ورګډيدو څخه تل ملاتړ کړی دی.

په خارکيف او دونباس کې د جګړو خبرې

د اوکراین پوځ وايي چې د روسېې تر کنټرول لاندې ښارګوټي، ايزیوم، ته نژدې د اوکراین ضد يوه حمله په لاره اچول شوې وه، خو زیاتوي چې روسي ځواکونو د دونباس مهمې سیمې په مربوطاتو کې پرمختګ درلودلی دی. په ورته وخت کې د بریتانيا د پوځ استخبارات وايي چې په دونباس کې د روسي ځواکونو حملې «خپل شتاب له لاسه ورکړی او پلان ېې د پام وړ شاته غورځيدلی.»

Ukraine Soldat Heiratsantrag
په دونباس سیمه کې یو اورکراینی عسکرانځور: DW

په خارکيف کې ځايي والي، اولیه سیننګوف، د دوشنبې په ورځ پر ټيلګرام وويل چې اوکرایني ځواکونه د خارکيف ښار څخه د دفاع په حالت کې دي او د روسېې سره سرحد ته يې ځانونه رسولي دي. رويټرز چې له کيف څخه ېې دغه رپوټ ورکړی وايي د والي دغه خبره په خپلواکه توګه نشي تصدیقولی او دا هم روښانه نه ده چې اوکرايني ځواکونه روسې سره د سرحد په کومه سیمه ته رسيدلي او په څه شمیر کې دي.

د سلو اوکرايني نشنلستانو د وژنې ادعا

روسيه بيا ادعا کوي چې ځواکونو ېې په دونباس کې لږ تر لږه سل اوکراينی «نشنلستان» وژلي دي. روسيه همدارنګه وايي چې ځواکونو ېې د اوکرايني ځواکونو د قوماندې پوستې، د مهماتو او پوځي تجهیزاتو ډيپوګانې ويشتلي دي.

په عین وخت کې د اوکراین د بهرنيو چارو وزير، ديميتري کولیبا، ويلي دي چې په برلین کې ېې له خپل امریکايي سیال، انتونی بلینکن سره کتلي دي. کوليبا ډاډ ورکړی دي چې «لا ډيرې وسلې او نورې مرستې اوکراین ته په لاره دي.»

دې سره جوخت د جي ۷ غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو اوکراین ته د وسلو د اکمالاتو د ادامې ژمنه کړې او وايي د جګړې له کبله په نړۍ کې د خوراکي موادو د کمښت ستونزې د حل له پاره کار کوي.

پر روسېې د اروپايي اتحادېې د بندیزونو شپږمه بسته

د لوکسامبورګ د بهرنیو چارو وزیر، جان آسلبرن د دوشنبې په ورځ وويل چې اروپايي اتحادېه به پر روسيې باندې د بندیزونو شپږمه بسته هم وضع کړي، خو دغه کار به ډير وخت ته اړتیا ولري تر څو ېې په هکله بلاک توافق ته ورسیږي. آسلبرن په بروکسل کې خبريالانو ته وويل: «په واقعیت کې د دغې بستې د نه عملي کولو له پاره هيڅ پلمه موجوده نه ده.»

Türkei Ankara | Kabinettssitzung: Recep Tayyip Erdogan
د ترکېې ولسمشر، رجب طیب اردوغانانځور: Dogukan Keskinkilic/AA/picture alliance

خو د اتريش د بهرنیو چارو وزیر الکساندر شلینبیرګ بیا په همدې ورځ وويل چې هیواد ېې تمه لري چې اروپايي اتحاديه په راتلونکو ورځو کې پر روسېې د بندیزونه په شپږمه بسته باندې توافق ته ورسیږي. هغه وويل: «زه ډاډه یم چې موږ به د بندیزونو په شپږمه بسته باندې په راتلونکو ورځو کې توافق ته ورسیږو.» د لوګسامبورګ او اتریش د بهرنيو چارو وزیرانو دغه خبرې بروکسل ته د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې له پاره د رسیدو پر مهال خبریالانو ته کړي دي.

د اوکراين جګړه او د ترکېې دريځ

ترکيه وايي چې دغه هیواد باید پر اوکراین د روسي یرغل په تړاو یو نازک ديپلوماتيک تعادل حفظ کړي. د ترکېې د ولسمشر ویاند، ابراهیم کالین، په یوه مرکه کې وويل چې د ترکېې دغه دريځ به د مذاکراتو د تسهیل او د جګړې د نهايي پای له پاره مرسته وکړي. کالین چې د اردوغان د بهرني سیاست سلاکار هم دی، د اوونۍ په پاې کې ويلي وو: «موږ له ابتدا د دغې جګړې مخالف یو.» خو هغه ووېل چې له دې سره سره ېې مسکو سره خپل روابط ساتلي دي.

کالین رويټرز ته وويل چې هغوی یو لور، يو ډاډمن شريک، مذاکره کوونکي، منځګړي، سهولت برابروونکي ته اړتیا لري، داسې یو لور چې هغه وشي کړی هم له روسېې او هم اوکراین سره خبرې وکړي. هغه ټينګار وکړ چې «موږ توانیدلي يو چې دغه دريځ د جګړې له پيل تر اوسه حفظ کړو او زه فکر کوم چې د متوازن دريځ درولود په واقعیت کې د هر لور له پاره ګډې ګټي لري.»

آ/م.ک.ص./ن.ز.