1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان یو ګوند افغانستان ته د اخراج د بل پرواز غوښتنه کوي

۱۴۰۳ شهریور ۱۱, یکشنبه

افغانستان ته د ۲۸ «مجرم» افغان پناه غوښتونکو له اخراج وروسته، د بایرن مسیحي سوسیال اتحاد ګوند غواړي کابل ته دې بل پرواز راتلونکې اوونۍ تنظیم شي. دغه ګوند افغانستان ته د مجرم کډوالو د اخراج د لړۍ پر ادامې ټینګار کړی.

https://p.dw.com/p/4k9M4
آلمان کې د یو شمیر جنايي پیښو له کبله د کډوالو د اخراج موضوع یو ځل بیا توده شوې ده.
افغانستان ته د ۲۸ «مجرم» پناه غوښتونکو له اخراج وروسته، د مسیحي سوسیال اتحاد ګوند د اخراج لړۍ پر ادامې ټینګار کړی. انځور: picture alliance/dpa

د آلمانپه بایرن ایالت کې د مسیحي سوسیال اتحاد ګوند یا (سي. اس. یو) غړي، الکسانډر دوبریندت، چې د دغه ګوند یو له مهمو سیاسي څیرو څخه دی، د آلمان د کورنیو چارو له وزیرې نانسي فیزر، وغوښتل چې افغانستانته په شرایطو د برابر افغان کډوالو د اخراج لړۍ ته دې ادامه ورکړي.

د بیلډ ام زونتاګ په نامه آلمانۍ ورځپاڼې ته دوبریندت وویل: «دا باید یوازې یو پرواز نه وي. افغانستان ته دې بل پرواز راتلونکې اونۍ تنظیم شي.»

په ۲۰۲۱م کال د اګست په میاشت کې پر افغانستان د طالبانوتر بیا حاکمیت وروسته، کابل ته د افغان کډوالو اخراج په بشپړه توګه دریدلی وو. خو تر درې کلن ځنډ وروسته، د تیرې جمعې په سهار  د آلمان له لایپزیګ ښار څخه د کابل په هدف یوې چارتر شوې الوتکې ۲۸ «مجرم» افغان کډوال افغانستان ته انتقال کړل.

د راپورونو له مخې په آلمان کې محکمې دغه کسان په جدي جرمونو محکوم کړي ول. د آلمان حکومت ویلي ول چې دغو کسان په آلمان کې د پاتې کیدو حق نه درلود او هغوی ته د اخراج امر شوی وو.

د منهایم برید؛ آیا افغانستان ته اخراج ممکن دی؟

د جرمني د حکومت ویاند سټیفن هایبیشترایت د جمعې په ورځ (د اګست میاشتې په ۳۰مه) افغانستان ته د افغان کډوالو د اخراج د بهیر د تکرار په اړه شک څرګند کړی وو. هغه ویلي: «دا به ولیدل شي چې دا کار به نور څوځله تکرار شي.» د نوموړي په خبره، مهمه خبره دا ده چې اوس «احتمالي مجرمینو یا هغو کسانو ته چې په دغه هیواد کې د جرمونو له پاره پلانونه جوړوي» یو زیګنال ولیږل شو.

په عین وخت کې د آلمان د کورنیو چارو وزیرې نانسي فېزر د بیلډ ام سونتاګ په نامه ورځپاڼې ته ویلي دي: «تاوتریخجن مجرمین او بهرني تیري کوونکي باید بیرته زموږ له هیواده ووځي.»

هغې همدا راز زیاته کړې چې «افغانستان او سوریې ته د مجرمینو او د ترهګرۍ د خطر پیښونکو د اخراج له پاره هر کار ته چې اړتیا وي، ترسره به شي.»