1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: قطر آلمان ته د افغان مهاجرو د اخراج سهولت برابر کړی وو

۱۴۰۳ شهریور ۱۰, شنبه

قطر له آلمانه د جمعې په ورځ د ۲۸ افغان مهاجرو په اخراج کې د طالبانو او آلمان حکومت تر منځ منځګړيتوب کړی دی. خو د طالبانو د حکومت یوه چارواکي پرون دویچه ویلې ته وويل چې دوی د اخراج له موضوع د رسنیو له طریقه خبر شوي.

https://p.dw.com/p/4k8Ne
آرشیف - له آلمانه کابل ته په یوه طیاره کې د افغانانو اخراج
آلمان د ۲۰۲۴ کال د اګست په ۳۰ مه ۲۸ افغان مهاجر چې وېل کيږي په آلمان کې د جرمونو مرتکب ګرځيدلي ول اخراج کړلانځور: Michael Kappeler/dpa/pictrue alliance

قطري تلویزیوني شبکې الجزيرې د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې قطر له آلمانه افغانستان ته د ۲۸ افغان مهاجرو د اخراج په مسئله کې د آلمان حکومت او طالبانو تر منځ مذاکراتو زمینه برابره کړې ده.

یادې رسنۍ د قطر د بهرنیو چارو وزارت د ېوې منبع له قوله ویلي چې «د قطر رول د آلمان د غوښتنې مطابق ادا شوی تر څو افغانان د خپلو قانوني شرایطو مطابق خپل هېواد ته اخراج شي.»

د جمعې په ورځ  (د ۲۰۲۴م کال د اګست ۳۰مه) ۲۸ افغان مهاجر چې په آلمان کې د جرمونو مرتکب ګرځېدلي ول، د لیبزیک له هوايي ډګره د قطر هوايي شرکت په يوه الوتکه افغانستان ته اخراج شول.

آلمان پر افغانستان حاکمو طالبانو سره ديپلوماتيکي اړيکي نه لري چې پرې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د نقضولو تورنه دي.

قطرۍ سرچېنې ويلي دي: «د قطر رول د افغانانو خپل نهايي مقصدځای ته د رسېدلو له پاره، د دواړو لورو تر منځ د پیغامونو تبادله کول وو.»

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر - انځور د ۲۰۲۱ کال
آلمان طالبانو سره ديپلوماتيکي اړيکي نه لري، خو قطر په دوحه کې طالبانو د یو دفتر په جوړولو د طالبانو او نړېوالې ټولنې ترمنځ د ارتباطاتو زمینه برابره کړې انځور: Stringer/REUTERS

یوې سرچينې د نوم د نه ښودلو په شرط ويلي دي چې د قطر منځګړيتوب د دوحه د رول یوه برخه ده کوم چې د طالبانو او نړېوالې ټولنې تر منځ ېې ارتباطي سهولت ایجاد کړی دی. طالبان په قطر کې سیاسي دفتر لري او ډېری ديپلوماتيکي اړيکې له هماغه ځایه نیسي. قطر د منځني ختيځ په کړکيچ کې هم له نړېوالو سره منځګړيتوب کوي.

دا په تېرو درو کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، له آلمانه افغانستان ته د افغان مهاجرو د اخراج لومړۍ جوپه ده.

د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو وزارت معین، عبدالرحمن راشد، د جمعې په ورځ دویچه وله ته وويل: «موږ هم د رسنیو له طریقه خبر شولو.»

راشد زیاته کړه: «موږ قطر ته د مهاجرو له انتقاله خبر نه وو، خو پرون مو د اروپايي ټولنې استازی دلته وزارت ته رابللی وو او له هغه مو وغوښتل چې آلمان اړ کړي چې امارت سره یوه ناسته ولري او په دې هکله یو میکانیزم جوړ شي تر څو د دې معلومات وشي چې دغه افراد چې اخراجیږي څه جرمونه ېی کړي دي.»

د طالبانو د حکومت دغه چارواکي زیاته کړه چې که چېرته دغه افغانان درانه جرمونه نه لري آلمان دي ورته اجازه ورکړي چې په خپله خوښه افغانستان ته بېرته ستانه شي.
(dpa / dw dari)/mks/aa

له آرشیف څخه:

افغانستان ته ځيني ستانه شوي بيا ولي کډوال شوي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل