1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ګوادر کې د بلوڅانو احتجاجي غونډه کې يو پوځي وژل شوی

۱۴۰۳ مرداد ۹, سه‌شنبه

د بلوچستان وزير اعلی په داسې حال کې د «بلوڅانو د همغږۍ کمېټې» مشرانو ته د خبرو اترو وړاندیز کړی دی چې په ټول ايالت کې د اعتصاب غږ شوی دی. دغه کميټې څو ورځې تر مخه د بلوڅانو د قومي اجتماع تر چتر لاندې مظاهره پيل کړې وه.

https://p.dw.com/p/4iuA0
په بلوچستان کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سيمه
د پاکستان پوځ وويل چې د بلوچستان ايالت په ساحلي ښار ګوادر کې د دوشنبې په ورځ د هجوم ور وړلو په ترڅ کې يو پوځي وژل شویانځور: DW/A. Ghani Kakar

د پاکستان پوځ د دوشنبې په ورځ وويل چې د بلوچستان ايالت په ساحلي ښار ګوادر کې د دوشنبې په ورځ د هجوم ور وړلو په ترڅ کې يو پوځي وژل شوی او د يوه افسر په ګډون ۱۶ نور عسکر ټپيان شوي دي. حکومت تر دې دمخه په دې مظاهره کې د برخه اخيستونکي يوه دوکاندار وژل کیدل هم تائيد کړي ول.

د بلوڅانو د دې احتجاجي مارش همغږي کوونکو د «خپل يو شمير فعالانو د نيول کيدو» پر ضد په ټول بلوچستان کې د اعتصاب غږ کړی او اوس یې د دې احتجاج د غځولو اعلان کړی دی.

د «بلوچ راجي مچي» يا د بلوڅانو د قومي اجتماع په نامه د دې غونډې همغږي کوونکو د «بلوڅانو د همغږۍ کميټې» ويلي دي چې، که غوښتنې یې ونه منل شي نو خپل احتجاج به د هيواد تر نورو برخو هم وغځوي.

د بلوڅانو د دې قومي اجتماع پلوي دې کميټې پخپله ګډه اعلاميه کې د بلوڅانو د لادرکه شويو سياسي فعالانو د آزادولو، د پوځی عمليات د له منځه وړلو او د لانجمې بهرنۍ پروژې د درولو غوښتنه کړې ده.

د بلوڅانو د همغږۍ کمېټې تر چتر لاندې د دې احتجاجي مظاهرې ګډونوال له تېرو څو ورځو راهېسې په دې بندري ښار کې په مظاهرو بوخت دي او لویې لارې تړل شوي دي.

د مذاکراتو وړاندیز

ايالتي حکومت د دې مارش او احتجاجي غونډې پر ضد دی او د دې په ویلو سره یې پر دې احتجاج بندیز لګولی دی چې دا مظاهره د چين او پاکستان د اقتصادي دهلیز د پروژې پر ضد يو سازش يا توطيه ده.

چارواکو د بلوچستان ایالت په ځينو سيمو کې مخابراتي اړيکې پرې کړي دي او په مظاهره کې د خلکو د شامليدو د مخنیوي په موخه یې سړکونه تړلي دي.

په بلوچستان ايالت کې د بلوڅانو د مظاهرو په ترڅ کې ښڅو سړک بند کړی دی.
د بلوڅانو د همغږۍ کمېټې تر چتر لاندې د دې احتجاجي مظاهرې ګډونوال له تېرو څو ورځو راهېسې په دې بندري ښار کې په مظاهرو بوخت دي او لویې لارې تړل شوي دي.انځور: Abdul Ghani Kakar/DW

د دې ترنګلتياو په منځ کې د بلوچستان ايالت وزير اعلی سرفراز بګټي، دا احتجاجي مظاهره غندلې ده او خبرداری یې ورکړی دی چې هیچا ته به د دولت د يرغمل نیولو اجازه ور نه کړل شي. خو نوموړي په عین حال کې د احتجاج مشري کوونکې ډاکتر ماه رنګ بلوچ، ته د دوی د شکایتونو په تړاو د خبرو اترو وړاندیز کړی دی.

بګټي، ايالتي پارلمان ته د وینا پر وخت وويل: «دولت به د هیچا له خوا يرغمل نشي، خو د امن په خاطر موږ يو ځل بيا ماه رنګ بلوچ، ته د مذاکراتو بلنه ورکوو. موږ احتجاج ته د يوې ښې حللارې د لټون په موخه خبرو اترو ته چمتو يو.»

د امنيتي ځواک او مظاهرينو ترمنځ تاوتريخوالی

يوه دولتي مامور د نوم نه ښوولو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته وویل هغو خلکو ته چې هڅه یې وکړه پر سړکونو پراته خنډونه لیرې او په مظاهره کې شامل شي، په مارش کې د برخه اخيستو په موخه د مخکې تګ اجازه نه ده ورکړل شوې او په همدې ترڅ کې د مظاهره کوونکو او ځواکونو ترمنځ اخ و ډب شوی.

د پوځ د مطبوعاتو د څانګې (آې اس پي آر) په حواله د خلکو هجوم پر امنيتي ځواکونو بريد وکړ چې په پایله کې یې د سبي د سيمې يو ۳۰ کلن عسکر شبير بلوچ، ووژل شو. د پوځ په حواله يو افسر او نور ۱۵ عسکر ټپيان شوي هم دي.

بلوچستان کې پرلت؛ د خلکو غوښتنې څه دي؟

آې اس پي آر وويل چې «امنیتي ځواکونو پر پارونې سربیره هم د عامو خلکو د وژل کیدو د مخنيوي په موخه له ډېر زغم څخه کار اخيستی دی. د خلکو له لوري له تشدد څخه ډک اعمال د منلو نه دي او مسئول کسان به ځواب ويلو ته راکش کړل شي.»

آی اس پي آر، دا هم وويل چې ټولنیزې رسنۍ د دې غير قانوني مارش سره د خواخوږۍ او ملاتړ موندنې په موخه له جعلي ويديوګانو او پوستونه ډکې دي. په دې ترڅ کې پر وګړو غږ شوی دی چې «د پروپاګندې ښکار نه شي.»

د مظاهره کوونکو د وژل کیدو ادعاوې

د مظاهرې همغږي کوونکو ادعا کړې ده چې په ګوادر کې د احتجاجي مظاهرې پر وخت يو کس وژل شوی او دوه نور په يوه بله احتجاجي غونډه کې وژل شوي دي. د بلوچستان حکومت له ګوادر څخه تر ۲۰ ډېرو کسانو نيول تائيد کړي دي، خو د وژنو او ټپي کیدو پر خبرونو یې تبصره نه ده کړې.

بل لوري ته د بلوڅانو د همغږۍ کمېټې خپل مارش اوس په پرلت اړولی دی او د قانون پر عملي کوونکو ادارو یې د «بې دريغه زور کارولو» تور لګولی دی او په ټول ایالت کې یې د احتجاج غږ کړی دی.

د دې کمېټې مشرې ډاکتر ماه رنګ بلوچ، وويل چې په ګوادر کې وضعيت ترنګلی دی او مخابراتي شبکې تړل شوي دي. نوموړې ادعا وکړه چې د نيول شويو کسانو د ساتنې ځای معلوم نه دی او رپوټونه وايي چې د وژل شويو مظاهره کوونکو مړي په روغتونو کې راټول کړل شوي دي.

بل لوري ته د بلوچستان ايالت د کورنیو چارو وزير ضياء الله لانګو، د ګوادر له پوليسو او نورو لوړپوړو چارواکو سره په يوه بيړنۍ غونډه کې هم ګډون وکړ. غونډې ته وويل شول چې د قانون پلي کوونکو ادارو کارکوونکو په موثر ډول وضعيت کنترول کړی دی. چارواکو تائید کړې ده چې شل کسان نیول شوي دي.

ب. ص/ ن. ز (آژانسونه، دويچه ویله اردو)  

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب