1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيپاکستان

پاکستان: پر ګوادر بندر ټول حمله کوونکي وژل شوي

۱۴۰۳ فروردین ۱, چهارشنبه

پاکستاني چارواکي وايي ۸ وسلوال چې د چهارشنبې په ورځ ېې د دغه هېواد پر ګوادر بندر حمله کړې وه، ټول وژل شوي دي. د حملې مسئولیت بلوچ بيلتون غوښتونکې ډلې (بي ال اې) په غاړه اخیستي.

https://p.dw.com/p/4dwi5
د آرشیف انځور - پاکستان ګوادر بندر
د آرشیف انځور - پاکستان ګوادر بندرانځور: Ahmad Kamal/Xinhua/picture alliance

د رويټرز خبري آژانس په حواله، د پاکستان د بلوچستان ایالت وزير اعلی، سرفراز بګټي، پر ايکس شبکې ليکلي چې «اته تروریستان چې نن ېې هڅه کوله د ګوادر بندر د چارواکو پر کامپلیکس برید وکړي وژل شوي دي. د هغوی اته واړه د امنيتي چارواکو له خوا له منځه وړل شوي دي.»

د فرانسې خبري آژانس بیا د یو ځایي چاروکي سید عمر عمراني، له قوله د وژل شوو کسانو شمېر ۷ ښودلی دی. یوې پوځې سرچېنې هم د نوم د نه ښودلو په شرط دغه آژانس ته وويل چې په دغه حمله کې ۷ حمله کوونکي وژل شوي دي. سرچېنې وويل چې حمله کونکي، پر لاسي بمونو، راکټ لانچرونو او کلاشینکوفونو سمبال ول. هغه وويل چې اوس مهال سیمه امن ده.

د دغه برید مسئولیت بلوچ بيلتون غوښتونکې ډلې (BLA) منلی دی. د دغې ډلې ویاند جیاند بلوچ، په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې د دوی په دغه برید کې د پوځ د استخباراتو دفتر په نخښه کړل شوی دی. ویاند تر دې مخه رسنیو ته په یو استول شوي پيغام کې ويلي وو چې دغه حمله په ځايي وخت د ماسپښين په درې نیمو بجو پيل شوه.

ګوادر بندر چې پر عرب بحیره باندې پروت دی د پاکستان په خاوره کې د چین د لوي کمربند او سړک جوړونې د سترو زیربنايي پروژو په ترڅ کې یو مهم ځای ګڼل کيږي. په بلوچستان ایالت کې اورپکي وخت ناوخت د دغې پروژې پر کارکوونکو بریدونه کوي.

آژانسونه/م.ک.ص./ب.ص.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل