1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيپاکستان

په بلوچستان کې پنځه پاکستاني عسکر وژل شوي

۱۴۰۲ دی ۲۴, یکشنبه

د پاکستان پوځ وايي په بلوچستان ایالت کې ېې لږ تر لږه پنځه عسکر وژل شوي دي. پوځ ويلي لومړی د دغو عسکرو يو موټر پر خښ شوي ماین وخوت چې تر چاودنې وروسته وسلواله نښته رامنځته شوه او دغه عسکر پکې وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4bDYz
Pakistan | Selbstmordattentat
انځور: picture alliance/AP

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د پاکستان پوځ د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د جنوري ۱۴مه) وويل چې دغه پېښه د شنبې په ورځ د بلوچستان ناامنه ایالت په ضلع کيچ کې رامنځ ته شوې ده.

دا هغه سیمه ده چې د پاکستان پوځ په کې له لسیزو راهيسې له اورپکو سره په وړو وسلوالو نښتو کې ښکېل پاتې شوی دی.

د پاکستان پوځ په يوه اعلاميه کې ويلي دي: «تروريستانو پر امنيتي ځواکونو په لاس جوړ یو ماین ته چاودنه ورکړه، چې وروسته ورسره د شديدو ډزو تبادله رامنځ ته شوه.»

په اعلاميه کې زیاته شوې چې د «عملیاتو پر مهال، پنځه زړور سرتيري، چې په زړورتيا سره جنګېدل او له ځانه ېې دفاع کوله، شهيدان شول.»

اعلاميه زياتوي چې په دغه نښته کې درې وسلوال هم وژل شوي دي. د دغه خبر تر نشرېدو پورې لا د دغې حملې مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه و اخیستی.

دغه پېښه په داسې وخت کې شوې چې په پام کې ده پاکستان کې د راروانې فبرورۍ میاشت په ۸مه، عمومي انتخابات ترسره کيږي.

پاکستان په وروستيو کلونو کې نه یوازې د ناامنيو پېښو شاهد پاتې شوی، بلکې دغه د څه باندې ۲۴۰ ميليونه نفوس درولودونکي هېواد له سختو اقتصادي ستونزو سره هم لاس او ګريوان دی.

(AFP)mks/aa

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل