1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

منظور پښتين کوټې ته پر لار نيول شوی دی

فريدالله ظاهر
۱۴۰۲ آذر ۱۳, دوشنبه

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د بلوچستان په چمن کې د پاکستان امنیتي ځواکونو له لورې نیول شوی دی.

https://p.dw.com/p/4ZlLU
The 43rd day of Pashtun protest in Chaman city of Balochistan, Pakistan
انځور: Mohammad Usman/DW

په بلوچستان ایالت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر نورباچا په خپله رسمي فیسبوک پاڼه په یوه ویډیو کې ویلي دي چې منظور پښتین د پاکستان امنیتي ځواکونو له لورې هغه وخت ونیول شو، چې نوموړی د کوټې پر لور روان و او غوښتل یې چې په تربت سیمه کې د بلوڅانو په یوه اعتراضیه پرلت کې برخه واخلي.

نور باچا وایي، د نیول کیدو مخکې د منظور احمد پښتین پر موټر ډزې هم شوي، خو نوموړي ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

هغه زیاتوي: «موږ چې څنګه له چمن څخه د کوټې پر لور حرکت وکړ، تاسې به په ویډیو کې لیدلي وي، نو ریاستي ادارو مخامخ زموږ پر موټر باندې ډزې وکړې، چې کوم موټر زه او منظور پښتین پکې وو. لس مرمۍ پر هغه موټر لګیدلې دي.»

نور باچا د پښتین د نیولو په اړه وایي: «موږ ځان څنګ ته کړ او کوشش مو کولو چې په یوه طریقه کوټې ته ځان ورسوو، موږ چې کوټې ته د رسیدو هڅه وکړه، خو ریاستې ادارې په لوی تعداد کې راوتلې وې او ملي مشر منظور احمد پښتین یې ګرفتار کړ.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د تیرو څو ورځو راهیسې د پاکستان د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې دی او هلته یې د ځایي خلکو په هغه پرلت کې برخه اخیستي، چې د پاکستان حکومت له لورې په چمن او بولدک کې د پاسپورټ جبري کولو په غبرګون کې پیل شوی دی.

منظور پښتین نن دوشنبه ( د دسمبر ۴ مه) د دغه پرلت په ۴۵ مه ورځ زرګونو خلکو ته په خپله وينا کې وویل، چې د پاکستان حکومت له لوري چمن او بولدک ترمنځ تګ او راتګ له پاره د پاسپورټ کیدل په هیڅ ډول نه مني او زیاته کړې یې ده: «دوی پر دروازه د پاسپورټ خبرې کوي، که پښتانه متحد شي، د سره به دروازې نه وي.»

پښتین دغه راز وویل چې نن به په کوټه کې د بلوڅانو په هغه پرلت کې هم برخه واخلي، چې بلوڅانو د عدالت غوښتنې په پار پیل کړی دی. 

تر اوسه د منظور احمد پښتین د نیول کیدو په اړه د پاکستان حکومتي ادارو کوم رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.