1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقليمشمالي کوریا

شمالي کوریا: د سیلاب زرګونه قربانیان پلازمینې ته انتقالیږي

۱۴۰۳ مرداد ۲۰, شنبه

شمالي کوریا ویلي غواړي تر ۱۵۰۰۰ ډیر سيلاب ځپلي پلازمینې ته انتقال کړي. په داسې حال کې چې له بهرنیو هیوادونو د مرستې وړاندیز شوی، د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون، ټینګار کړی چې د بیارغونې چارې به په یوازې سر مخته وړي.

https://p.dw.com/p/4jK1u
کیم جون اون ویلي چې غواړي له سیلاب ځپلو سیمو ګڼ شمیر کسان پلازمینې ته انتقال کړي.
د شمالي کوریا رهبر ویلي چې تر سیلابونو وروسته به د بیا رغونې چارې په داخلي منابعو ترسره شي. انځور: KCNA/REUTERS

تیره اونۍ شمالي کوریا خبر ورکړی وو چې په جولای میاشت کې د ریکارډ کچې ورښتونو درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د دغه هیواد چارواکو ویلي چې د چین هیواد ته نیږدې سیمو کې په سیلابونو او شدیدو ورښتونو کې یو نامعلوم شمیر کسان مړه شوي، پراخې کرنیزې ځمکې تر اوبو لاندې شوي او خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

د شمالي کوریا مرکزي دولتي خبري آژانس راپور ورکړی چې د جمعې په ورځ د شمالي کوریا اویجو سیمې ته د دغه هیواد د رهبر کیم جونګ اون په سفر کې نوموړي وویل چې حکومت پلان لري په شمالي سیمو کې د سیلابونو شاوخوا ۱۵ زره ۴۰۰ تنه قربانیان پلازمینې ته انتقال کړي ترڅو د دوی کورونه بیرته ورغول شي.

دغه خبري آژانس د کیم جونګ اون له قوله زیاته کړې چې نوموړي په دغه سفر کې ویلي چې انتقال کیدونکو کسانو ته خوراکي توکي، روغتیايي مرستې او همدا راز زرګونو زده کوونکو ته تعلیمي ملاتړ به حکومت له اصلي لومړیتوبونو وي.

د شمالي کوریا چارواکو ویلي چې په دغو سیلابونو کې پراخې کرنیزې ځمکې هم تر اوبو لاندې شوي دي.
په جولای میاشت کې د شمالي کوریا په شدیدو ورښتونو او سیلابونو کې ګڼ شمیر کسان وژل شوي دي. انځور: KCNA/REUTERS

په شمالي کوریا کې تر دغو شدیدو ورښتونو او سیلابونو سملاسي وروسته یو شمیر هیوادونو دغه هیواد ته د مرستې رسولو ږغ وکړ. په دغه ډله هیوادونو کې جنوبي کوریا هم شامله ده چې غوښټل یې د کوریا د سرې میاشتې ټولنې له لارې له خپل شمالي ګاونډي سره مرسته وکړي.

د پیونګ یانګ په حواله روسیې هم د ورته مرستې وړاندیز کړی او یونهاپ خبري آژانس بیا راپور ورکړی چې چین او د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق هم د مرستې رسولو د علاقمندۍ زیګنال ورکړی دی. د دې ټولو باوجود، د شمالي کوریا رهبر ویلي چې تر سیلابونو وروسته به د بیارغونې او ژغورنې هڅې په بشپړه توګه له بهرنیو مرسته پرته وي. د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس ویلي چې نوموړي د بهرنیو هیوادونو د مرستې د وړاندیزونو څخه مننه کړې ده. 

د جنوبي کوریا رسنیو راپور ورکړی چې په دغو سیلابونو کې د لادرکه او وژل شویو کسانو شمیر ښايي ۱۵۰۰ تنه وي خو کیم د جمعې په ورځ دغه راپورونه رد کړ او هغه یې «قوي پاروونکي» او «هغو سیلاب ځپلو کسانو ته سپکاوی بللی چې خوندي او جوړ» دي.

د شمالي کوریا او جنوبي کوریا ترمنځ اړیکې ترینګلي دي او د روان کال په ترڅ کې کله چې شمالي کوریا په دې وروستیو کې په خپلو جنوبي پولو کې د ۲۵۰ بالستیک توغندیو د توغوونکو د ځاي پر ځای کولو پریکړې، د دغو دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې لا پسې ترینګلې کړې.

ا.خ.ح / ا.و.ا

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب