1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

شمالي کوریا یوځل بیا جنوبي کوریا ته د کثافاتوبالونونه استولي

۱۴۰۳ خرداد ۲۱, دوشنبه

شمالي کوریا یو وار بیا له زُبالو یا کثافاتو ډک په سلونو بالونونه، جنوبي کوریا ته استولي دي. جنوبي کوریا هم په متقابل اقدام سره د لوډسپیکرونو له لارې د تبلیغاتو خپرول له سره پیل کړل.

https://p.dw.com/p/4gsbB
Südkorea Müllballons aus Nordkorea
انځور: Jeonbuk Fire Headquarters/AP/picture alliance

د یونهاپ خبري آژانس د جنوبي کوریا د پوځ په حواله رپوټ ورکړی چې شمالي کوریا  د دوشنبې تر سهاره پورې  شاوخوا ۳۱۰ بالونونه جنوبي کوریا ته استولي دي. یونهاپ د پوځ د لوی درستیز له خولې ویلي چې دغه بالونونه په «کاغذي او پلاستیکي زُبالو» ډک وه او تر اوسه پکې هیڅ ډول زهري ماده نه ده کشف سوې.

شمالي کوریا په تیرو اونیو کې په زُبالو ډک څه د پاسه زر بالونونه  له سرحده تیر او خپل جنوبي گاونډي ته استولي دي. په هغو کې د سیگریټو د پاتې شونو او تشناب کاغذ په شان زُبالې موجودې وې.

Südkorea Müllballons aus Nordkorea
جنوبي کوریا: له شمالي کوریا څخه په زُبالو ډک بالونونه انځور: Hong Ki-won/Yonhap/AP/picture alliance

د دغه اقدام په نتیجه کې، جنوبي کوریا له شمالي کوریا سره د ۲۰۱۸ م کال پوځي هوکړه تعلیق کړې ده. د دغې هوکړې هدف د کوریا په نیمه ټاپو کې د کړکیچ او د دواړو هیوادونو ترمنځ کلک څارل کیدونکي سرحد کې د ناغوښتل سوو فشارونو راکمول وو. سربیره پردې، د جنوبي کوریا حکومت د سرحد په اوږدو کی د لوډسپیکرونو له لارې د تبلیغاتو خپرول یو خل بیا له سره پیل کړل.

پيونگ یانگ یوه اونۍ مخکی اعلان وکړ چې په اوس وخت کې په نظر کې نه لري چې نور بالونونه دغه هیواد ته واستوي. خو د اونۍ په پای کې یې بیا هم دا کار وکړ. 

Südkorea Müllballons aus Nordkorea
په جنوبي کوریا کی له شمالي کوریا څخه په زُبالو ډک بالونونه انځور: Im Sun-suk/Yonhap/AP/picture alliance

د شمالي کوریا د رهبر خور، کیم یو جونگ د دوشنبې په ورځ د جنوبي کوریا له خوا د تبلیغاتي اعلامیو خپرول یوه «رواني جگړه» وبلله او هغه یې وغندله.

GP/KH/AG