1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستجنوبي کوریا

د جنوبي کوريا په يوه فابريکه کی اورلگیدنه؛ ۲۰ کسان مړه دي

۱۴۰۳ تیر ۴, دوشنبه

په جنوبي کوريا کي د ليتيوم بټريو د توليد په يوه فابريکه کي د يوې سختې اورلگيدنې په پيښه کي ۲۰ کسان مړه سوي دي.

https://p.dw.com/p/4hQeP
Südkorea | Brand einer Lithumbatteriefabrik in Hwaseong
انځور: Kim Hong-ji/REUTERS

د رسنيو په حواله د جنوبي کوريا د بټريو په يوه فابريکه کي د سختي اورلگيدنې په پيښه کي ژغورونکو شاخوا ۲۰ جسدونه موندلي دي.

د جنوبي کوريا رسنيو او ملي خبري آژانس (يونهاپ) د دوشنبې په ورځ د اطفايې په حواله خبر ورکړی دی چي ژغورونکو د پلازمينې سئول جنوب ته نيژدې د هواسيونگ ښار په ودانۍ کي دغه جسدونه پيدا کړي دي. په اول سر کي د ۲۳ کسانو د لادرکه کيدو خبره کيدله. ويل کيږي چي زياتره يې بهرني کارگران وه. او ښايي د قربانيانو شمير تر دې هم لوړ سي.

دغې اورلگيدنې د فابريکې په څو پوړيزه ودانۍ کي ډېر کارگران راگير کړل. په اول سر کي معلومه نه وه چي څومره کسان به هلته موجود وي.

ژغورونکې عملې تر اورلگيدنې وروسته هڅه کوله هغوی ته ځانونه ورسوي. په اول سر کي د يوه کس د وژل کيدو خبره کيدله.

په نوموړي پيښه کي ډيري کسان زخميان سوي هم دي. د جنوبي کوريا په ټلويزيونونو کي ليدل کيدل چي څرنگه د اور لمبې او تور لوگي له دغې ودانۍ څخه پورته کيږي. د سوځيدلو پر وخت په دغه ودانۍ کي بې شمېره کوچنۍ چاودنې رامنځته سوي دي. نوموړې اورليگدنه تر غرمې مخکي د نامعلوم دليل له امله رامنځته سوه.

GP/NZ/AG