1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«وسله والو د پاکستان پوځ لوړ افسر او د هغه وروڼه برمته کړي»

۱۴۰۳ شهریور ۸, پنجشنبه

وسله والو په دېره اسمعیل خان کې د پاکستان د پوځ یو لوړ رتبه افسر د هغه له دوو وروڼو سره برمته کړی. دوو استخباراتي سرچينو د پنجشنبې په ورځ وويل چې دغه افسر سیمې ته د یوې جنازې په مراسمو کې د ګدون له پاره تللی وو.

https://p.dw.com/p/4k2pc
د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت د شمالي وزیرستان علاقې په مربوطاتو کې یو سرتیری او د پوځ له چانيزو عملیاتو پر مهال له سېمې راوتلي ځايي اوسېدونکي
د آرشیف انځور - د پاکستان امنیتي ځواکونه د خیبر پښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان علاقه کې د ګزمې پر مهالانځور: A Majeed/AFP/Getty Images

د المان خبري آژانس د دوو استخباراتي سرچینو له قوله وايي چې وسله والو د پاکستان د پوځ دغه افسر چې رتبه ېې ډګرمن ښودل شوې، د چهارشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت له دېره اسماعيل خان څخه برمته کړی. زیاته شوې چې دغه افسر د خپل پلار د جنازې مراسمو ته تللی وو.

سرچينو زیاته کړې ده چې له دغه افسر سره د هغه دواړه برمته شوي وروڼه هم د حکومتي موسساتو کارکوونکي دي. ځايي رسنیو بیا د کورنۍ د څلورم غړي د برمته کولو هم ويلي، خو د دغې ادعا پخلی نشي کېدای.

په سملاسي توګه د پېښې مسئولیت کومې ډلې نه دی منلی او نه هم روښانه ده چې د دغه اقدام تر شا څوک دي، خو استخباراتي سرچينو ويلي دي چې دوی پر پاکستاني طالبانو شک لري.

استخباراتي سازمانونو اندېښنه ښوولې چې د پېښې عاملین به ښايي په دې کار سره د خپلو بندیانو د تبادلې هڅه وکړي، هغه څه چې تر دې مخکې هم په کراتو شوي دي.

د پېښې ځای شمالي وزيرستان ته نژدې دی چېرته چې پخوا پکې القاعده شبکې پورې تړلي وسله وال فعال ول او اوس هم ورڅخه د ناامنيو رپوټونه ورکول کیږي.

(dpa)mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب